د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د پاکستاني طالبانو نطاق احسان الله احسان چې د افغان طالبانو سره دښمني لرله، د وظیفې نه ماقوف شو

میرویس
10.07.2013

ګرانو او قدر منو لوستونکو، اسلام علیکم
د ګران افغانستان خبر وایي چې پاکستاني طالبانو خپل نطاق احسان الله احسان، چې د افغان طالبانو سره یې دښمني لرله، د کار نه ماقوف کړي، او پر ځای یې شیخ مقبول مقررکړیدئ.

دا څه تصادفي خبره نه ښکاري چې پاکستاني طالبان دې د افغان طالبانو سره دوستي ولري، او دهغوی نطاق دې بیا دښمني ورسره وکړي. احسان الله احسان په حقیقت کې د خپل تحریک ترجماني کړیده، خو چې افغا طالبانو عکس العمل وښود، نو بیا پاکستاني طالبانو، خپل نطاق بدل کړ، خو دهغه وظیفه تر پخوا نه نوره هم معتبره او چاغه شوه، ځکه چې ددې تحریک د سیاسي چارو مشر مقرر شو او د تحریک مشر حکیم الله محسود تهیې قرب او عزت لا زیات شو.

څو هفتې مخکې هم پاکستاني طالبانو پر افغان طالبانو پړه واچوله چې په شمالې وزیرستان کې یې د انصارالاسلام او نورو پاکستاني ډلو ټپلو سره د حکیم الله محسود دتحریک پر خلاف لاس یو کړیدئ.

پاکستاني طالبانو تل د افغان طالبانو د کړو وړو او پالسیو خلاف، مستقل کړه وړه او پالسي چلولې ده. یو علت یې هم دا کیدایشي چې پاکستاني طالبان د افغا طالبانو مشر، په خوله خپل امیرالمؤمنین یادوی، او په عمل کې یې پر پله نه ځي، ځکه چې ملا محمد عمر د امیرالمؤمنین د مقام دپاره د شرائطو واجد ندئ. ملا محمد عمر د ددیني زده کړې په لحاظ، د سیاسې پوهې په لحاظ، خطیبۍ د قوې او افادې پر لحاظ او دغه راز د لیاقت پر بابت د رهبرۍ جوګه ندئ، او پاکستاني طالبان حقیقي بیعت نه ورته کوي.

له بلې خوا ددغو دواړو طالبي ډلو منافع، د تمویل مدارک او منابع، د دوی په اصطلاح د تش په نامه جهاد د جاري کولو عوامل یو د بل سره توپیر لري. دغه دواړه ډلې چې یو شي پخپلو کې مشترک لري، هغه دادي چې دوی پخپلو پښتني ټولنو کې د زور زیاتي او ظلم په وجه منفور شویدي. دواړه لوري کوښښ کوی چې په پښتنو کې د ځان دپاره د ټیکانې ځای پیدا کړي، او پدې برخه کې یو د بل په مقابل کې سیالي کوي، خو دوه لوڅ په یوه بړستن کې نه ځائیږي.
======
سخنگوی تحریک طالبان پاکستان از وظیفه اش برکنار شد

پیشاور:- گروه شورشی «تحریک طالبان پاکستان»، «احسان‌الله احسان» سخنگوی این گروه را از کار برکنار کرد.
به گزارش گران افغانستان، گروه شورشی تحریک طالبان پاکستان به رهبری «حکیم‌الله محسود» سخنگوی خود را به خاطر اظهارات تهدیدآمیز وی بر ضد طالبان افغانستان از کار برکنار کرد.
یک مقام ارشد این گروه در این باره گفت: احسان، طالبان افغانستان را تهدید کرده بود که دست از مداخله در امور طالبان پاکستان برداشته و به حمایت خود از شورشیان طرفدار پاکستان، «لشکر طیبه»، «انصارالاسلام» و اعضای لشکر قبایلی مخالف طالبان پاکستان در منطقه «مهمند ایجنسی» پایان دهد.
به گفته وی، این اظهارات احسان موجب خشم رهبران طالبان افغانستان و شکایت آنان به رهبران تحریک طالبان در این باره شد.
گزارشات حاکی از آن است که احسان‌الله احسان باعث ایجاد شگاف عمیق بین طالبان پاکستان و طالبان افغانستان شده بود و این در حالی است که در موقعیت فعلی طالبان پاکستان از هر سو تحت فشار است و نه تنها می‌خواهد روابط خود را با طالبان افغانستان حفظ کند بلکه خواهان گسترش این روابط نیز می‌باشد.
یک قوماندان ارشد طالبان پاکستان ابراز داشت: ریشه طالبان پاکستان همان طالبان افغانستان است و ما «ملا عمر» را به عنوان رهبر خود پذیرفته‌ایم بنابراین احسان الله احسان که با طالبان افغانستان خصومت دارد برکنار می‌شود.
شورای مرکزی تحریک طالبان پاکستان پس از این تصمیم، «شیخ مقبول» را به عنوان سخنگوی جدید این گروه معرفی کرد.
شیخ مقبول از سال 2007 در افغانستان به سر می‌برد و روابط خوبی با طالبان افغانستان دارد.
گفته می‌شود که احسان‌الله احسان باوجود برکناری از این سمت، همچنان از افراد نزدیک به محسود بوده و به عنوان رهبر شاخه سیاسی تحریک طالبان پاکستان فعالیت می‌کند.
البته احسان‌الله تاکنون این خبر را تأیید یا رد نکرده است.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more