د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ترهګرو سره جګړه روانه ده!

تيمور
10.07.2013

ګرانو هېوادوالو د تېرې چهارشنبې په ورځ د شمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه اړوند سيمه کې پر يوه کور او موټر کې د بې پيلوټه الوتكې برید شوي ؤ.
ځايي چارواکو ويلي، په دغه بريد کې ١٨ تنه تروریستان وژل شوي او يو شمېر نور هم ټپيان دي، د وژل شوو کسانو کې د حقاني ډلې غړى مولانا اختر ځدران، د القاعدې قومندان ابو سيف الجزيري او د پنجابي طالبانو مشران رانا اشرف، نويد بټ ویل شوي دي چې یو شمېر بهرنې (چیچین، عربان، ازبکان او نور...) تروریستان هم شامل دي.
[img:6e8dd45143]http://www.khedmatgar.com/images__stories__a-bipilot%20raket-5.jpg[/img:6e8dd45143]


pattang
06.09.2013

داخو حقوقي جګړه نده بلکې صليبي ترور دی چې مسلمانان وژني !
يواځې دالر خواره فاسده افغانان دې کار ته ښه وايې خو اکسره
صليبي نړۍ هم لدې کاره نفرت لري !!!!!!


طیب زابلی *
06.09.2013

ایاددې کورښځی اوماشومان به ژوندی پاته شوی وی؟
ایاداهم تروریستان دی؟
هو! اشغالګرخو هرهغه څوک چی ددوئ په مرمۍ وژل کیږی هغه تروریست ګڼی اوهرمسلمان تروریست ده،
خوافسوس پرهغه چاده چی ځان مسلمان اوبیا افغان ګڼی اوبیاهم ددوئ په ژبه وایی چی بادارامریکې په برید کی دومره تروریستان وژل شوی دی دخپلی خوشالۍ اظهار کوی ولو که هغه ټول بی ګناه مسلمانان ښځی اوماشومان وی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more