د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د‍احم‍‍دشاه بابا دعلمي - ادبي ټولني خبرتيا :

Nangialai Basarki
19.12.2004

د‍احم‍‍دشاه بابا دعلمي - ادبي ټولني خبرتيا :
دمحمدعلم بڅرکي دمړني لومړنۍ کليزه نن د‍احمد شاه باباد علمـي ـ ادبي ټولنی په تالارکی ونمانځل سوه ، دغونډي په سرکی دمرحوم محم‍د علم بڅرکی ليکنواوناچاپه اثاروپه باب يولنډرپوټ و‌ړاندي سو، اوپه لنډه توګه دهغه ليکلی اثارمعرفي شوه ، چی په تقريبی ډول دمرحوم اثار۸۳چاپ سوي اوناچاپه اٍثار وته رسيده ، خودبده مرغه چي په دې ليکل سواثاروکې ۳۵خپاره شوي اونوريې تراوسه لا نه دي چاپ سوی ياخپاره سوي، چی ددې جملې څخه يو کتاب يې چی ۷۰۰پاڼي لری داحمدشاه بابادعلمي ادبي ټولنی په ما‍ لي مرسته دکوټی په ښارکي درازمحمد رازپه کتابت سنټرکی خپور سوی دی ، نوموړی کتاب ( دښځوتاريخ ته يوه کتنه دميلاد نه دمخه بيا ترنن پوري )نوميږي ، نوموړی کتاب چی په پښتو کی يولوړاومعتبره اثر دی ،دپښتنودمينه والوپښتني مينه پرې ماتيږی، پاته دمرحوم محمد علم بڅرکي نا خپاره سوي پاته اثاردي چي په دې باب دادب دمينانوڅخه هيله وسوه چی په دې باب خپله مرسته زموږسره وکي ، څودخپلومشرانوآرمانونه ترسره کړوداځکه چی نوموړي ليکني دهيواددشتمنۍ يوه لويه برخه ده اودااوس ټولوپښتنوته په ميراث ورپاته سوې شتمنی ده ، اوساتنه يې نه يوازی دهغه په کورنۍ پوری مربوطه کيږي ، بلکی زماله انده داسی شتمنۍ په يوه شخص ، ټولنه اويومحدود قوم پوری نه تړل کيږی . دمرحوم محمد علم بڅرکي خپاره سوي اونه خپاره شوي ليکنی پرپښتوبرسيره په اردواوانګليسي ژبوهم پاته دي چی دهغه دکورنۍ سره خوندي دي . نوموړي ليکني چی دپښتودادب يوه غني برخه ده ، که په انګليسي ژبه هم ليکل سوي دي ، هغه افغانان وخارجيانوته په خپل عالمانه نظراودافغانانوقهرمانۍ يې په انګليسي اواردوژبو وبهرنۍ نړۍ ته ورپه ګوته کړي دي ، دمرحوم محمدعلم بڅرکي په نا چاپه اثاروکی پښتوانګليسي ډيکشنري هم شامله ده چی دالف څخه تر ٍيا پوری بشپړه سوې ده ، نوپه دې ډيرواثاروکي که دټولوپښتنوګډکاراوهمکاری ونه سي نوبه نوموړي کتابونه اوارشيف دستونږوسره خامخا مخامخ هم شي . مرحوم محمدعلم بڅرکی يوآزادليکوال وو ، چی هيڅکله يې خپلي ليکنی دوخت اوزمان دقدتمندوطبقوپه چوپړکی نه ليکلې اوهروخت به يې ديوه آزادليکوال په څيردټولني اواجتماعي رياليزم په روحيه ليکنی کولې ، هغه په اصولوکی ادب دادب په خاطرنه کاراوه ؛بلکی هغه ادب ويوه اجتماعي ژوندته وقف کاوه اواوادب يې داجتماع دپاره خوښاوه ، هغه په خپلوليکنوکي داجتماعي رياليزم پلوی وو،په يوليکنه کي چی مرحوم محمدعلم بڅرکي « دزحمت کښ جنتي په نوم » ليکلې وه دمحمدظاهرشاه په پيراودوران کي دوخت سترقاضي دابدي بندحکم پرصادرکړ، خومرحوم محمد علم بڅرکي اودهغه ملګرودخپل موقف څخه په بشپړه توګه دفاع وکړه ، مرحوم محمدعلم بڅرکی ، دخپلوآزادوليکنوپه وجه درسمي دندوڅخه ليری سوی ،تبديل سوی اوپه پای کی دخپلونوروانډيوالانوسره لکه مرحوم عبدالحی حبيبي مرحوم عبدلصمدويسااومرحوم محمد علم بڅرکی په يوه مکتوب کی په ۱۹۷۲م کال کي دموسی شفيق په امر چی په دې وخت کی صدراعظم وو ، نا مطلوبه کسان وبلل سوه اووجبری تقاعدته سوق سوه .مرحوم محمد علم بڅرکی په خپلو سوانحوکي ، چی په ويښ ځلميانوپه نوم کتاب کي خپره سوې ده داسی ليکي ((په 1965م کي ولسی جرګې ته کانديد سوم خودمرکزي حکومت په نماینده ګۍ زابلی صاحب کندهارته راغلی اوزه يې دروشنفکر په ګناه محکوم کړم ، دکندهاردبلديه خانان او مشايخ يې زما په مقابل کي وپارول اوزه ناکامه سوم ، زما ملګري دوخت روشنفکران وه ، زابلي صاحب دبيسواودماموريت درتبو ډير پيشنهادونه راته وکړه ، خوما وملی چوپړته ترجيح ورکړه .)) دغونډي په دې پروګرام کي چی څوساعته يې دوام وکړ وروسته دهغه زوی ننګيالی بڅرکی دمرحوم محمدعلم بڅرکی په ياد خپل يوشعر (ويرنه)تر عنوان لاندي په دې ډول ولوسته .
داميدڅرک دآرمان غروب
اوښکه دباڼووه دباڼوپرسرچي ولا
پرخه دګلاب وه په سهرکي راڅه ولاړه
نغمه ديوبلبل سوه په ګل بڼ کي راڅه ولاړه
وړانګه دافق وه په شفق کی راڅه ولاړه
باغچه وه دنرګيسوپه خزان کی راڅه ولاړه
ډيوه وه په مجلس کی په رڼاکی راڅه ولاړه
کشکې په ګرمۍ دمحبت نه وای پوه سوی
لمبه دګرداب بله په ګرداب کی راڅه ولاړه
بڅرکی دسکروټوپه انګارکی راڅه ولاړه
توده يې داحجره کړه په آرمان کی راڅه ولاّه
اوس به مو پرمينه يوبڅرکی څوک روښانه کړي
څرک دروښنايی سوه په لمبوکی راڅه ولاړه
وږمه وه چی پرباغ به يې هميش خيال اونظرو
وږمه دپسرلي وه په وږموکي راڅه ولاړه
اوښکی می دننګ پرمخ روڼې ، روڼې رواني دي
اوښکه دباڼوسوه دباڼوپرسرچی ولاړه
ننګيالی -- بڅرکی
همدغسی په غونډه کي يولړ وغونډي ته رااستول سوي پيغامونه ولوستل ، چی په اينده کی به يې په ملی هنداره داحمدشاه بابا دعلمی - ادبی ټولنی په اومه اواتمه شماره کی دنوموړوشعرونواومقالومجموعه هم خپره کړو ددغه لاندی کسانو پيغامونه او مقالې ، په دغوعناونوموږته رارسيدلی دی اوموږ دټولوليکوالانواودقلم دخاوندانو څخه هيله کوو چی موږته زموږپرادرس خپل مضمونونه اودمرحوم محمدعلم بڅرکی په باب خپل نظريات راوليږی ، چی دهمکارۍ څخه یې مننه کيږی . هغه کسانوچی موږته يې مضمونونه لطف کړی دی په دې ډول دي .
شماره نوم يا شهرت دمضمون نوم
لومړی :اکاډميسن محمدظاهرافق (( ارواښادمحمدعلم بڅرکی د۸۳کالوپه عمردفاني دنيا څخه سترګي پټي کړې ))
دوهم : محترم نسيم سليمي ((زه څنګه داسی الفاظ پيداکړم ،چی دمرحوم محمدعلم بڅرکی يادونه وکم ))
دریم : دعلومواکاډمۍ غړی محقق عبدالهادی دستيار (( دارواح ښادمحمد علم بڅرکی ودوه ځله مهاجرت ته یوه لنډکتنه ))
څلورم : غرزی خواخوږی (( معنوي شخصيتونه په زړونوکی تلپاتی ژوندي وي ))
پنځم : په ډنمارک کی دخپلواکۍ د جریدې خپرونکی محترم هيواددوست (( دافغانستان دفرهنګ په بڼ دخزان سيلۍولګيده ، دارواح ښادمحمدعلم بڅرکي په ويرکي ))
پنځم : شاعره ليکواله ، دښځودنهضت پياوړې مشره په ډنمارک کي فيضيه هوسا (( دخپلواکۍ په جريده کی دمرحوم محمدعلم بڅرکي پيژندنه ))
شپږم : شاعر محترم ودير له ډنمارکه (( ورستۍ مسکا ))
اوم : چيف ايډيټر جهان زيب خان اڅکزی دسهاردمجلې چلونکی ((ارواح ښادمحمدعلم بڅرکی ))
اتم : دصحاف نشراتی موسيسې پیغام (( دویښ ځلميانودغورځنګ يوسرلوړی محمدعلم بڅرکی له دې نړۍ وکوچيد))
محمد قاهر اڅکزی : (( دمحمدعلم بڅرکی پيژندنه ))
نوربيا ......


م ن غروال
19.12.2004

محترم ورور ښاغلۍ ننګيالۍ بڅرکۍ!
د احتراماتاتو وړانې کولو وروسته ستاسو د ښکلي ليکنې او خبرتيا په خاطر له تاسو غواړم د زړه له کومي مننه وکړم او دزړه له کومي خپله ژور تأثر او غم شريکي او د ارواح ښاد استاد محمد علم بڅرکي دمړيني له کبله تاسو او دهغه پتمنې کورنۍ او ټولو وطنپالو او د قلم مينه والو ته د لوي سبحان و تعالی د فضل او مرحمت په برکت تسليت غواړم پدي وسيله عرض کړم٠
روح دې يې خوښ وي او ځاي دې يې هم بهشت!
ولې نه! د هر افغان او د قلم مينه والو په خاصه توګه دا وجيبه بولم چې د ارواح ښاد محمد علم بڅېکي د ټولو لا چاپ شوي اثارو په لاره کي خپلې مرستې د خپل حد او اندازې ونه سپموي٠ د ارواح ښاد مړينه زه د قلم او وطنپالو افغانو په جرګه کي يوه لويه ضايع او کمښت ګڼم٠ د هېواد هره پاڼه او کتاب به پرې خپلې د غم اوښکي تويي کړي او وير به وکړي چې نور د ارواح ښاد قلم دده په وطنپالو او هنري ګوتو توۍ ونه ليکل شي٠ زمونږ د افغاني ټولنې لپاره دا يوه لويه بدبختي ګڼل کيدائ شي چې له مونږه سره د ارواح ښاد بڅرکي په څير علمي او وطنپاله شخصيتونه مخه ښه کوي٠
درود او رحمت باد د ده په ارواح!
په درناوې
ستاسو ورور غروال



ع کريم حليمي
20.12.2004

محترم ننګياليه(بڅرکی)او راته ګران ورور غروال صاحب
السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته !
رشتا هم مرحوم بڅرکی يو علي شخصيت وو ٠ او يو د سياسي متقيانو څخه وو ٠ او ماته دا افتخار خداي راوبخښۍ چه بڅرکی صاحب تر وفات لږ دمخه وليدۍ ٠
زما علي شخصيتونه ډير خوښيږي ٠ ولي چه په طبيعت کي داسي څه سته چه په سترګو نه ليدل کيږي٠
چه يو دهغوڅه (positive energy ) ده چه دا دوه رقمه وي ٠ چه يوه روحاني او بله سياسي وي
که څوک غواړي چه سياسي انرجي په ځان کښي پيدا کړي ٠ نو دي کوښښ وکړي چه د لوړو سياست مدارانو سره
د لاس روغبړ وکړي ٠ او که غواي چه روحاني انرجي په ځان کښي پيدا کړي نو دي د روحاني خلکو سره لاس نيوې وکړي ٠ نو ډير خوشحاله يم چه د مرحوم بڅرکي او خدای بخښلي رشاد صاحبانو سره مي د دوئ د عمر په اخير وختو کښي اخيري کتني سوي وئې

ننګياله ورور ! موږ دغسي همکاريو ته لاس پرنامه درلاړيو ٠
او دبڅرکي صاحب غم شريکي درسره کوم ٠ هغه برکت چه ستاسو له کورنۍ څخه ولاړي ٠ خدای دي ئې په تاسو ، لمسيانو کښي پيدا کړي ٠
او خدای دي وکړي دغه ملي ادبي سرمايه چه تاسوته درپاته ده ٠ چه ډېر ژير ئې د ملت سره شريکه کړي ٠
چه تر هروخت نن ډير ضرورت افغان ورته لري ٠ اول شئ چه افغانان ضرورت لري چه د پښتنو پر مځکه کتاب خانې
جوړي سي اوهر افغان د کتاب سره علاقه پيدا کړي
زما يو استاد چه د 90 کالو سړی دي داسي ښوونه ئې راته کړې٠ چه په کور کښي پر هر ځای کښي کتاب ايږده
چه څوک ئې هيڅ د ويلو علاقه نه لري ٠ خو اخير ئې لولي ٠
که د پښتنو په سيمو کښي 1000 کتاب خانې خلاصي سي بيا هم لږدي ٠
ښه ملګری کتاب دي ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more