د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

اسلام په اروپا کې چټکه وده کوي.

میرویس
03.07.2013

قدرمنو لوستونکو، اسلام علیکم.
دا لاندې مضمون وایي چې په برتانیه کې مسلمانان تر سعودي عربستان او ایران، نه زیاته آزادي لري:
========
د بریتانیا څلورم تلویزیوني چاینل اذان خپروي
Wednesday, 3 July 2013 7:28
لیکنه: تاند
خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- د بریتانیا د تلویزیون څلورم چاینل پرېکړه کړې ده چې په خپل هیواد کې مېشتو مسلمانانو ته د درناوي لپاره به د روژې په مبارکه میاشت کې هره ورځ پنځه وخته اذان خپروي.
دا به لومړی ځل وي چې نه یوازې په بریتانیا بلکې ټوله اروپا کې یو لوی تلویزیون اذان خپروي.
حاضردمه په بریتانیا او ګڼو نورو اروپايي هیوادونو کې د مسلمانانو ځانګړي تلویزیونونه اذان او د قرآنکریم تلاوت خپروي خو تراوسه نه دي لیدل شوي چې د غیرمسلمانانو تلویزیون هم د یوه سوچه اسلامي هیواد په شان اذان خپور کړي.
ټاکل شوې ده چې د بریتانیا څلورم تلویزیون له راتلونکې اوونۍ د روژې د مبارکې میاشتې له پیلېدو سره سم د یوې میاشتې په مخه د اذان خپرول پیل کړي.
د څلورم چاینل مسوولانو ویلي چې د لومړي ځل لپاره به د بریتانیا په وخت د روژې د لومړۍ ورځې د سهار په درې بجې اذان نشر کړي.
دا تلویزیون به د روژې د میاشتې د سهار د لمانځه له اذانه وروسته د څلورو ورځو لپاره خپلو مسلمانو لیدونکو ته د لمانځه د وختونو په اړه مالومات ورکړي.
د څلورم چاینل د خبري راپورونو چلوونکي رالف لي ویلي چې د اذان خپرېدا مسلمانان د عبادت ارام بخښونکو شېبو ته وربولي او دی هیله لري چې نور لیدونکي یې هم وګوري.
ده همداراز وویل چې اسلام یو له هغو دینونو څخه دی چې د پیروانو شمېر یې په بریتانیا کې مخ په ډېرېدو دی او اکثره پیروان یې ځوانان دي. ویل کېږي چې د بریتانیا شاوخوا نیمايي مسلمانان تر پنځه ویشت کلونو کشر د‎ي.
د بریتانیا مسلمانان، چې اکثره یې له اصله د درېمې نړۍ د مسلمانو هیوادونو مهاجر دي، د انګرېزانو خلاف زیات ماشومان زېږوي او له همدې کبله هم د دوی شمېر په چټکه مخ په ډېرېدو دی.
حاضردمه د بریتانیا د ټول نفوس په سلو کې ۵ مسلمانان دي خو د خپلو دیني چارو په برخه کې دومره ازادي لري چې د سعودي شیعه ګان او د ایران سنیان یې په خپلو هیوادونو کې نه لري.
د بریتانیا د پلازمېنې لندن په شمول په هر لوی ښار کې لوی جوماتونه جوړ شوي دي، مسلمانې ښځې حجاب اغوستلی شي او ماشومان یې په جوماتونو کې دیني زده کړه کولی شي.
همداراز مسلمانان د خپل دین د خپراوي لپاره تلویزیونونه، راډیوګانې او چاپي خپرونې لري.
8 تبصرې


Samsor Afghan
04.07.2013

سلامونه او نیکی هیلی می ومنی

د اسلام دین د خپراوی مخه هیڅ څوک هم نه شی نیولی الله ج ډير رحیم ذات دی لندن او همدا شان اروپایی ملکونه د اسلام تر ټولو لوی دښمنان او فاحش ترین ملکونه حسابیژی خو دادی ستاسو په وینا لندن کی هم آذان کیژی او خلک به پنځه وخته دخپل لمانځه په وخت پوه شی.

همدا شان ما هم یو اختر د امریکا په تکزاس ایالت کی د ډالاس په لوی ښار تیر کړی د اختر لمونځ مو په ګډه له تور پوستو سپین پوستو او د جهان د مختلفو ځآیونو له مسلمانانو سره ډير په خوشحالی وکړ.

الله پاک مهربان دی لکه چی په هندوستان کی اسلام سخت په چټکی مخ کی روان دی همداسی په ټوله نړی کی اسلام خپور شی تر څو د نړی نور خلک هم د ژوند په حقیقی لاره روان شی.

په ډیر زیات درنښت


tandar
04.07.2013

له امريکايانو اوانګريزانو به هغه وخت جهان خوښي ښکاره کړي چه انسان ته په نړي کي دانساني ژوند کولو حق ورکړي دچا په پوله اوپټي تعرض ونه کړي نور داستعمار اواستثماره څخه لاس واخلي
هوښيارانو متل کړي پدرخطا باش خومادرخطا نه
داوباما پلار حسين مسلمان و خومور يې که رښتيا وي مسلمانه نه وه نن ورسره پورتني متل ښه جوړيږي
دوطن دازادي اوداشغالګرو دنابودي په هيله


میرویس
05.07.2013

سمسور سلیمانخیل وروره، اسلام علیکم
زه هم ستاسې سره موافق یم چې د اسلام دین، یو آسماني دین دي، قرانکریم آسماني بر حق نازل شوي کتاب دئ، او انشالا چې ټوله نړۍ به تسخیر کړي. زموږ دین په لویديځ کې ددموکراسۍ د برکته کې وده کوی، خو پدې پوه نشوم چې له یوې خوا اسلام ته اجازه شته چې پدې ملکونو کې چټکه وده وکړي، او له بلې خوا، دغه ملکونه د اسلام تر ټولو سخت دښمنان وي.
په احترام


میرویس
05.07.2013

تندر وروره، اسلام علیکم
ونې ویلي، چې که مې لاستئ د ځان نه، نه واي، طبر به ولې غوڅولم؟
اصلي خبره داده، چې نقص په اسلام کې نشته نقص زموږ په مسلمانۍ کې دئ.
که موږ، لکه څنګه چې اسلامي ارشادتو ویلي دي، هغسې مسلمانان واي، ولې به استعمار او استثمار ملنډې را باندې وهلې؟
موږ مسلمانان هسې پر نامه مسلمانان یو، ملا صاحب ته مو غوږ نیولئ، او پدې نا خبره یو چې دا ملا دئ، که آخند، که چړي او که هسي چټي سړئ. له یوې خوا زموږ اکثره ملایان په اسلام کامل نه پوهيږي، او له بلې خوا موږ یا بې سواده یو یاد ملا صاحب په خبره نه پوهیږو، او یا ملاصاحبان غلط تبلیغ راته کوي، او که سواد هم لرو په اسلام باندې په پوهیدو پسې کله سر خوږوو.

که په موږ کې، نا اهله خلک نه وي، نه به مو غرب وغولوي، نه شرق، نه کفر، نه ګاونډیان او نه هم ترورستان او اسلامي افراطیان.
ټوله خبره زموږ په غفلت او نا پوهۍ کې ده.
پر موږ چې هرچا لاس را کش کړ د هغو یو. چې ښه یې درته په ډانګ پیلې کړم، موږ [عقل عالم، بچه‌‌ء هر کس یو].
په احترام.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more