د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د پلیو قواوو مؤثریت، که د بې پیلوټه الوتکو؟

میرویس
03.07.2013

ګرانو او قدرمنو لوستونکو، اسلام علیکم
تاسې به یې هم خبرونه اورئ او لونئ، هر ځلې چې پاکستاني قواوې په افراطیانو او د القاعدې او د هغوی دملګرو پسې قبایلي علاقو ته ځي، نو دجګړې دواړو لوریو ته د تلفاتو په اوښتو برسیره، ولسې خلکو ته هم مرګ ژوبله اوړي او مالي تاوانونه ور رسیږي.
خو بې پیلوټه الوتکې د ترورستانو او د هغوی د ملګرو نه پرته، نه بل چا ته تاوان اړوي او نه هم د مالي تاوان سبب کسږي. همدا علت دئ چئ قومي مشران او ولسونه یې هرکلئ او ملا تړ کوي. رپوټونه وایي چې بي پیلوټه الوتکو یو ځل بیا ثابته کړه چې د ترورستانو په وژلو کې تر دې بله مؤثره وسله نشته. بې پیلوټه اوتکو په میران شاه کې اوه لس تنه ووژل. دا ربوټ بي بي سي حبور کړیدئ:
============
ډېورنډ کرښې ته څېرمه څارګرو الوتکو ۱۷ کسان وژلي
د خپريدو وخت: 05:28 گرینویچ - چارشنبه 03 جولاې 2013 - 12 چنګاښ

د برید هدف یو کور او یو موټر و، چې ویل کېږي، اورپکي په کې وو.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، زیاتره وژل شوي د حقاني شبکې اورپکي دي.
دا پاکستان کې د نواز شریف د لومړي وزیر کېدو له مهاله دویم ډرون برید دی.
نواز شریف د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال پخپله خاوره کې د څارګرو الوتکو د بریدونو د بندېدو غوښتنه کړې وه.
په لومړي برید، چې د تېر جون پر اتمه شمالي وزیرستان کې وشو، لږترلږه اووه کسان ووژل شول.
ویل کېږي، چې د ډیورنډ پر کرښې قبایلي ناامنه سیمه د القاعدې شبکې غړي او طالب اورپکي فعالیت کوي.


Re: د پلیو قواوو مؤثریت، که د بې پیلوټه الوتکو؟

pattang
03.07.2013

زه دې ته حيران يم چې ستا تخنيکي پوهه څرنګه ارزيابي کړم !
خو دغه خبرې چې ته يې کوې د cia خبرې دي چې نه يې تخنيګ
مني اونه سياست!
خو نالت دخدای د پر هغوی وي چې دڅو مردارو
دالرو لپاره خپل ايمان خرڅوي !!!

[quote:52f9970de0="میرویس"]ګرانو او قدرمنو لوستونکو، اسلام علیکم
تاسې به یې هم خبرونه اورئ او لونئ، هر ځلې چې پاکستاني قواوې په افراطیانو او د القاعدې او د هغوی دملګرو پسې قبایلي علاقو ته ځي، نو دجګړې دواړو لوریو ته د تلفاتو په اوښتو برسیره، ولسې خلکو ته هم مرګ ژوبله اوړي او مالي تاوانونه ور رسیږي.
خو بې پیلوټه الوتکې د ترورستانو او د هغوی د ملګرو نه پرته، نه بل چا ته تاوان اړوي او نه هم د مالي تاوان سبب کسږي. همدا علت دئ چئ قومي مشران او ولسونه یې هرکلئ او ملا تړ کوي. رپوټونه وایي چې بي پیلوټه الوتکو یو ځل بیا ثابته کړه چې د ترورستانو په وژلو کې تر دې بله مؤثره وسله نشته. بې پیلوټه اوتکو په میران شاه کې اوه لس تنه ووژل. دا ربوټ بي بي سي حبور کړیدئ:
============
ډېورنډ کرښې ته څېرمه څارګرو الوتکو ۱۷ کسان وژلي
د خپريدو وخت: 05:28 گرینویچ - چارشنبه 03 جولاې 2013 - 12 چنګاښ

د برید هدف یو کور او یو موټر و، چې ویل کېږي، اورپکي په کې وو.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، زیاتره وژل شوي د حقاني شبکې اورپکي دي.
دا پاکستان کې د نواز شریف د لومړي وزیر کېدو له مهاله دویم ډرون برید دی.
نواز شریف د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال پخپله خاوره کې د څارګرو الوتکو د بریدونو د بندېدو غوښتنه کړې وه.
په لومړي برید، چې د تېر جون پر اتمه شمالي وزیرستان کې وشو، لږترلږه اووه کسان ووژل شول.
ویل کېږي، چې د ډیورنډ پر کرښې قبایلي ناامنه سیمه د القاعدې شبکې غړي او طالب اورپکي فعالیت کوي.[/quote:52f9970de0]


میرویس
05.07.2013

پتنګه وروره، اسلام علیکم، بیا ستړئ مشي
ورورګله، ته خو د خپلو اوتو بوتو نه، نه اوړي. ستا چرګ تل یوه پښه لري.
پر خای ددې چې د موضوع په څرنګوالي وغږیږې، خبره تشو احساساتو او ګوت نیوکو ته را کاږې. بد رد وایي او د اسلامی ارشاداتو د حیطې نه وزي.مځکه هغه سوزي چې اور پرې بل دئ.

وګوره چې د سیمي خلک او د ولسونو استازې د بې پیلوټه الوتکو، او د ولس د ستوني نه د ترورستانو او افراطیانو د نجات د پاره د دغو الوتکو د عملیاتو څومره ملاتړ کوي؟ که نه، دا هم دروغ ګڼې او بیا به یو او یا بل نوم ورباندې ږدي.
دا لاندې مضمون مشال رلدیو خپور کړیدئ:
========
پښتونخوا اسبملۍ د ډرون ضد پرېکړه لیک منظور نه کړ
حرفواندازه
غلام غوث
04.07.2013

پېښور: له تېرو درو ورځو راهیسې د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې واکمن ګوندونه او اپوزیشن د ډرون بریدونو پر ضد د راوړل شوي پرېکړه لیک (قرارداد) پر سر د تودو بحثونو او سلا مشورو وروسته هم یو ګډ جوړجاړي ته ونه رسېدل- که څه هم د اسمبلۍ غونډه تر نامالومې نېټې وځنډول شوه خو د ډرون بریدونو پر په ضد وړاندې شوی قراردار له اسمبلۍ منظور نه کړل شو.

د جمعیت علماء اسلام ف ډلې د صوبايي اسمبلۍ غړي مفتي سید جانان مشال راډیو ته وویل، اپوزیشن وغوښتل چې، د ډرون بریدونو پر ضد په پرېکړه لیک کې دې د ناټو د رسد لارې بندولو غوښتنه هم وکړل شي ځکه چې پاکستان تحریک انصاف تر ټولټاکنو وړاندې په پېښور کې د ډرون بریدونو پر ضد په لارېون کې د ناټو رسد اکمالاتي لاره په پېښور کې تړلې وه-

مفتی سید جانان زیاته کړه چې اختلاف په دې خبره دا رامینځ ته شو چې د واکمن ګوندونو دریځ وو چې د ناټو اکمالاتي لارې بندولو د غوښتنی په لړ کې دې په پریکړه لیک کې داسې ولیکل شي چې که چېرې ډرون بریدونه نه بندیږي نو له کراچۍ دې د ناټو سپلايي وتړل شي او مخالفه ګوندونو غوښتل چې هم په پېښور کې دې د ناټو اکمالاتي لارې د بندولو غوښتنه وکړل شي:

((په یو ټکې باندی خبره ورانه شوه دوی ویل چې کراچۍ او موږ ویل چې تاسې خو لاريون دلته ترسره کړی وو نو په هغه وخت کې کراچۍ نه وه، نو په دې خبره موږ وران شو، بیا موږ وویل، چې کراچۍ مه یادوئ او داسې به ووایو چې له پاکستانه غځېدونکې هغه ټولې لارې چې افغانستان ته د ناټو لپاره سپلايي پرې کېږي هغه دې وتړل شي خو دوی وویل داسې موږ نه منو، بیا دوی وویل چې ان کېمره سیشن[د رسنیو نه پټه غونډه] به را وغواړو او سلا مشوره به وکو نو موږ ورته وویل چې سمه ده، دغه پټه غونډه راوغواړئ او هغلته به خبرې وکړو چې څه صورتحال دی))-

خو د خیبر پښتونخوا د قانون د صوبايي وزیر اسرار الله ګنډاپور نه مو چې کله پوښتنه وکړه چې د ډرون بریدونو پر ضد په قرارداد ولې یوی موافقې ته ونه رسیدلئ نو په ځواب کې نوموړي د خیبر پښتونخوا په اپوزیشن کې مسلیم لیګ ن او جمعیت علماء اسلام ته په اشاره وویل((د دې صوبې ځینې مخالف ګوندونه په مرکز کې په حکومت کې دي او هغوی غوښتل چې په دې قرارداد به له پوره سلا مشورې او سوچ او فکر وروستو یوه لاره راوباسو))

خو د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند او د اطلاعاتو صوبايي وزیر شوکت یوسفزي مشال ریډیو ته وویل دغه قرارداد به د اسمبلۍ په راروانه غونډه کې بیا په اسمبلۍ کې وړاندي کوي او او د اسمبلۍ په راروانه غونډه کې به دا منظور کړل شي-

د یادونی وړ ده چې د عوامي نېشنل ګوند او پیپلز ګوند تېر صوبايي ایتلافي حکومت هم له اسمبلۍ د ډرون بریدونو پر ضد د هغه وخت له اپوزیشن سره په خوله پرېکړه لیک منظور کړی وو.

د خیبر پښتونخوا اوسنیو واکمنو ګوندونه یو ځل بیا د ډرون بریدونو پر ضد قرارداد له اسمبلۍ منظورول غوښتل خو د مخالفه ډلې په حمایت تر لاسه کولو کې یې بریا تر لاسه نه کړه او دا قراردار له اسمبلۍ منظور نه کړل شو-


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more