د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

كوږورئ تر منزله نرسیږي

میرویس
02.07.2013

دفورم ډیرو ګرانو ګډونوالو، اسلام علیکم

نیک نیت او عمل چې سره مل شي - د الله د خوښۍ سبب هم مکمل شي.
څوک چې د اسلام لار په کې د نیک کار نیت وکړي، الله جل جلاله یې په کار کې برکت اچوي، او بریالئ کیږي.
خو طالبان صاحبان چې وایي مقدس جهاد ته یې بډې وهلي دي، نو د الله نصرت به ور په برخه شي، خو دا نصرت ددوی د پاره د هوا داسې مارغه ګرزیدلئ چئ طالبانو ته هیڅ نیوئ نه ورکوي.

دا ځکه چئ د طالبانو په نیت او عمل کې صداقت نشته. الله امر کړئ چئ بې ګناه خلک مه وژنئ، د طالبانو مشر ملا محمد آخند امر کړئ چې په بمونو کې بې ګناه ولسي خلک مه الوزوئ، خو طالبان چې نه د خپل خالق د دساتیرو پروا کوي، او نه هم د خپل امیرالمؤمنین اطاعت کوي، ولې به الله ج ددوی نه راضي کیږي او ولې به الله طالبان په خپل ناولي نیت او ناروا هدف کې بریالي کوي؟

طالبانو یو ځل بیا بې ګناه انسانان ووژل او زخمي یې کړل. داسې خلک چې نه يې د طالبانو سره دښمني کوله او نه هغوی ته کوم ګواښ وو. د الله ددساتیرو په مقابل کې دطالبانو بغاوت نه یوازې دا چې د الله جل جلاله د نا رضایتۍ سبب کیږي، بلکه په دنیا او آخرت کې به طالبان د خپلې دې عظیمې ګناه جزا هم ویني:
==============
د کابل په ډلييز بريد کې څلور نيپاليان او دوه افغان ساتونکي وژل سوي
11 سرطان / چنګاښ 1392, 8:20

ددي سره سره چې په کابل کې امنيتي ارګانونه د پراخ او ټينګ امنيت خبر ورکوي ور سره سم د کابل ښار د پلچرخي په دیسپیچري سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په قراردادي نیو لیمون شرکت نن سهار څلور نيمي بجي ډلییز برید سوى دى کوم چې د پنځلسو تنو په مرګ ژوبله سره پاى ته رسيدلى دى.
د کابل د پولیسو قوماندان جنرال ايوب سالنګي د پېښي په ځاى کې خبریالانو ته ويلي چې تر یو ساعته جګړې وروسته ټول برید کوونکي ووژل سول او اوس سیمه د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.
د هغه په خبره چې په دې پيښه کې د سپریم شرکت څلور نیپالي دوه افغان ساتونکی او دوه افغان موټر چلوونکي وژل سوي دي.
په سيمه کې د پوليسو د معلوماتو له مخي چې په دي بريد کې ټول لس تنه وژل سوي دي او پنځه نور ژوبل سوي دي.
پوليس وايې چې لومړى په سيمه کې پر ياد شرکت موټر بمر ځانمرګى بريد تر سره کړى دى او وروسته د دوو نورو ځانمرګي بريدګرو له لوري جګړه پيل سوي چې پر مهال يې يو ساعت نښته وسول.
سره له دي چې ددي تر سره سوي بريد پړه تر اوسه کومي ډلي پر غاړه نه د اخيستي ولي ويل کيږي چې د بريد کوونکو هدف هم همدا کمپنۍ ول کومه چې د لومړي بريد سره سخت زيان ورته اوښتى دى.
د ور کړل سويو راپورونو له مخي چې لومړى د بابري موټر په بريد کې زيات مالي زيانونه اوښتي دي او دا کمپنۍ بهرنيو ځواکونو ته اکمالاتي سامان الات ليږدوي.
په کابل کې وروستى بريد پر داسې وخت تر سره کيږي چې ټينګ امنيتي تدابېر هم نيول سوي دي او د ښار ټولي سيمي د افغان ځواکونو له لوري تر څار لاندي دي.
د تېرو څو ورځو را په دي خوا په کابل کې د امنيتي ارګانونو له لوري پر امنيت خورا ټينګار کيږي ولي دا ډول بريدونه په خلکو کې د ويري پيدا کيدو لامل ګرځيدلي دي.
د کابل نننى بريد پر داسې وخت وسو چې دا مهال د وسله والو طالبانو او افغان دولت تر منځ د سولي د خبرو اترو لپار هڅو زور اخيستى دى او ويل کيږئ چې وروستي بريدونه د فشار په ډول دي.
وسله والو طالبانو ددي بريد مسوليت منلى دى او ادعا يې کړي ده چې په دي بريد کې يې زياته مرګ ژوبله اړولي ده او هم يې زيات مالي زيانونه را منځته کړي دي.
د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له ادرسه په خپره سوي خبرپاڼه کې ويل سوي چې ددي بريد پر مهال يې د دېرشو زياتو کسان وژلي او همدا راز يې ګڼ شمېر نور ژوبل کړي دي.
په دي خبرپاڼه کې ويل سوي چې په دي بريد کې يې زيات مالي زيانونه هم اړولي دي او هم يې دا بريد په تاکتيکي ډول تر سره کړى دى.
مخکي تر دي يو بل ډلييز بريد پر ارګ ماڼۍ تر سره سوى وو چې پر مهال يې دري تنه افغان ساتونکي وژل سوي ول او هغه بريد په ډېر تاکتيکي ډول تر سره سوى کوم چې د افغان ولسمشر حامد کرزي له لوري په سختو ټکو هم وغندل سو.



خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي سرطان / چنګاښ 11, 1392.on July 2, 2013.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more