د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ښاغلی کرزی او نوی هیلی!

Samsor Afghan
02.07.2013

سلامونه او نیکی هیلی!

درنو ملګرو

په د وروستیو کی د افغان حکومت کړنی او مقاومت د امنیت په راوستلو کی واقعا د ستاینو وړ دی. او بله طرفه د افغانستان د حکومت سیاسی دریځ او کړنی هم دا ښیی چی د هیواد والو د هیلو د پوره کیدو لړی هم شروع کیژی.
په د دوه اونیو کی د پاکستان د صدر اعظم له خوا دوه ځله ټیلیفونی اړیکی ونیول شوی او په دواړه ځلو کی له ښاغلی ریس جمهور نه پاکستان ته رسمی بلنه ورکول شوه خو ښاغلی ریس جمهور له ورتګ څخه ډډه وکړه.

ستاسو په آند دا ځلی به د کرزی نه ورتګ د پاکستان په بین المللی روابطو څومره بده اغیزه وکړی؟


tandar
02.07.2013

ددواړو بادار cia يعني اوباما اجازه ورنه کړه چه نوکران يې سره يوځاي چاي وڅښي :oops:
ديوه ازاد هيواد په هيله


عبدالحميد/افغ
02.07.2013

داخوسياست کله يورقم وی کله بل .
زموږدعواموپه دې سرنه خلاصيږي.

خوهغه مشران زموږ دهيوادکه طالبانوپرسردي اوکه دکرزی داداري دي دمحشرپه ورځ ترګريوان نيسوچاچي په پټه ياښکاره په دې هيوادکي دپرديوپه ناروامداخلې کارکړئ وئ ،اويايې ګران هيوادپرپرديوخرڅ کړئ وي،.
چاچي زموږدمظلوم اولس دشهيدانوويني خرڅي کړې ،چاچي زموږ دوطن ارمانونه اودګران اولس اميدونه له خاوري سره خاوري کړل ،چاچي په ګران هيوادکي دفسق ،فساد،فجوروغيره رواجول کړي ، ....................... همداکسان به ګران مظلوم ،مسلمان اولس ترغاړي نيسي اودخپلووينودمقصدپوښتنه به ورڅخه کوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more