د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

که چړیان (طالبان) نه وی هیواد وال به دومره وکړیژی او که نه؟

Samsor Afghan
02.07.2013

سلامونه او نیکی هیلی ټولو ملګرو ته

د افغانستان په د اساس کلنو کله کله انسان داسی یو فکر ته بیا یی چی که چیری طالب نه وی بیا به هم هیواد وال دومره وکړیژی؟
که چیری زمونژ ګران هیواد وتوانیژی همدا حکومت تر حد اقل ۲۰ نورو کلنو پوری هم پایدار پاتی شی نو بیا دا باور پیدا کیژی چی انشا الله طالب او د پاکستان د ایډیولوژی خلک به ډیر پاتی نه شی.
خو اصله خبره داده چی که چیری طالب نه وی بیا به هم دا کړاونه وی او کنه؟

په درنښت


اتل
02.07.2013

سمسو سلیمانخیل وروره، اسلام علیکم
زموږ غمیزه چړي، طالب او ملا صاحب ندئ. دوی تل په ملک کې وو، شته، او وي به.
زموږ ستونخه دمذهب سیاسي کیدل دي. کله چې مذهب سیاسي شي، بیا نو سیاست هم ورسره مذهبي کيږي. مذهبي سیاسیون د ملک روزمره ژوند، د ملک روانې چارې، لنډمهاله او اوږد مهاله مقدرات د مذهبي زاویې نه ګوري، او هرشي ته مذهبي رنګ ورکوي او مذهبي حجت ورته لټوي.

دوی د اسلام دنیوي او دیني اړخونه نه ویني، لکه په زیړي اخته ناروغ چې هرڅه ژیړ ویني، مذهبي سیاسیون هم هر څه د مذهب په دوربین کې ګوري، دوی د اسلام دنیوي اړخ ته شا اړوي او پدې ترتیب د ځان سره دا ظلم کوي چې د اسلام ددنیوي برخې نه اکار کوي او نیم اسلام مني، او د ولس سره پدئ جبر کوي چې دیني او دنیوي دواړه په یوه بړستن کې نه ځائیږي، په نتیجه کې دژوند هره برخه د مشکل سره مخامخ کیږي، او دامت دیني چارې هم د خنډ سره مخامخ کیږي.
په حقیقت کې مذهبي سیاسیون دین او دنیا داوړو ته ضرر رسوي.
په درنښت.


پتوال
08.07.2013

.......................................بسم تعالی
ورونو !
د مذهب او سياست تړاو ته همدومره په افغانستان کې حاد ضرورت دي چې سياسيون بايد پاک مذهبي وي او شرعي امرو نهي تطبيق کړي ،
خو سياست بايد ددنيا په اړه دنيوي او د مذهب په اړه مذهبي اوسي ،
ځکه :
له مذهب سره دنيوي برخورد حرام او له دنيا سره مذهبي سياست ستونزمن دي !
والسلام


اتل
08.07.2013

پتوال وروره، ستاسې په درد ډیر ښه پوهیږم، حق پر جانب یاست. زه کاملاً پوهیږم چې د څشي نه کړیږئ.
ای کاش زموږ ملا صاحبان، او نور مذهبي شخصیتونه ددومره درائت خاوندان وای، چې دغه دواړه اړخونه چې تاسې هم اشاره ورته وکړه نه سره ګډولئ. خو له بده مرغه طالبان وآزمیل شول چې دنیوي او دیني مسلئل یې سره کنجاړه کړل، او دغه راز فرض عین او فرض کفایي یې سره درشته کړل. دوی د خپلې ناپوهۍ په وجه ګټلئ حکومت په همداسې غلطو کارونو او د اجنبی ترورستانو د حمایې په وجه بایلود.

په دیني او دنیوي اړخونو تاسې سمه تبصره وکړه، خو طالبانو ته پکار نه وو چې د لمانځه په وجه چې یو فرض عین دئ، څوک وډبوي. په فرض عین کې افراد الله جل جلاله ته مسؤلیت لري، نه ټولنې او حکومتونو ته،خو فرض کفایې بیا په ټولنیز شکل عملي وي.
په درناوي.


Samsor Afghan
09.07.2013

سلامونه او نیکی هیلی می ومنی

اتل صیب تاسو ډیره پر ځای تبصره کړی ده بلکل ستاسو ټولی خبری سمی دی

خو زه دا وایم چی ( خصوصا پتوال صیب)

که ستاسو لیکنه د طالبانو د کړنو تاید کوی بیا نو زما په آند دومره تړاو هم نه ده پکار چی تاسو تاکید پری کړی.
بلکل باید زمونژ سیاست مداران ښه مذهبی خلک ویی خو سیاست باید مذهبی په د دلیل نه شی چی بیا حد اقل د دوو مذهبونو د ژوند ګذاره خو پکی وشی.
پتوال صیب اسلام کی ډير مذهبونه دی خو دا نشی کیدلای چی په جداګانه توګه ژوند سره وکړی په یوه هیواد کی کیدای شی څلور پنځه مذهبه وی خو که سیاست د یو مذهب شی بیا نا ممکنه ده ستاسو تګلاره تطبیق شی.

خبری نه اوژدوم
زه وایم زمونژ سیاست باید مذهبی نه شی بلکه خپل دین مو یو سیاسی او هر اړخیزه دین دی څه مو چی دین ویلی او په قران کی راغلی باید هماغه تطبیق شی.

که مذهب تطبق کوی خو د بعضو سخت سرو مذهبیانو په فکر شویه ګان شاید ورته کافر معلوم شی بیا خو یی نو د مرګ پسی را اخلی چی په لړ کی به یی د یوه مذهب وګړی هتما له منځه ځی.

خو د طالب کړنی نه مذهبی دی او نه اسلامی د طالب کړنی فقط تروریستی دی او د نورو د اهدافو د پاره کیژی

په درناوی


اتل
11.07.2013

سمسور سلیمانخیله وروره، سلامونه وړاندې کوم
ورور جانه، تاسې ډیر معقول او مشهود ټکې ته ګوته نیولې ده. ستاسې د فرمودې په تائید، کله چې طالبانو بامیان ونیول داسې اوازي خپرې شوي چې ګواکي طالبانو هلته ډیرهزاره ګان د شیعه ګانو په قصد ووژل، پداسې حال کې چې ټول هزاره ګان، شیعه هم ندي، بلکه سنیان دي.

هو، دا څه چې طالبان یې نن سبا کوي، د بیګانه ګانو د پاره یو نیابتي جنګ دئ، چې پر افغان ولس باندې ورتپل شویدئ. طالبان پدې جنګ کې د داسې ترورستي طریقو نه کار اخلي چې په اسلام کې مطلق حرام ګرزول شویدي.

طالبان نه یوازې هغه څه کوي چې په اسلام کې حرام دې، او بده خو یې بیا دا چې په حرامو باندې د حلالو فتوی کوي.
عذر له ګناه نه بد تر.
الله دې ښاد لره سمسوره.


pattang
11.07.2013

ډېره ښه لاره د پيداکړې ده ! هغه شی چې دالر بندوي حرام دي او هغه کارونه چې دالر يې کوي حرام ندي لکه دخلقيانواوپر چميانود چوک دسرتيوريسن خپلې خبرې ته لګيا يې خو لاره دې غلطه ده!

[quote:b053f958f3="اتل"]سمسور سلیمانخیله وروره، سلامونه وړاندې کوم
ورور جانه، تاسې ډیر معقول او مشهود ټکې ته ګوته نیولې ده. ستاسې د فرمودې په تائید، کله چې طالبانو بامیان ونیول داسې اوازي خپرې شوي چې ګواکي طالبانو هلته ډیرهزاره ګان د شیعه ګانو په قصد ووژل، پداسې حال کې چې ټول هزاره ګان، شیعه هم ندي، بلکه سنیان دي.

هو، دا څه چې طالبان یې نن سبا کوي، د بیګانه ګانو د پاره یو نیابتي جنګ دئ، چې پر افغان ولس باندې ورتپل شویدئ. طالبان پدې جنګ کې د داسې ترورستي طریقو نه کار اخلي چې په اسلام کې مطلق حرام ګرزول شویدي.

طالبان نه یوازې هغه څه کوي چې په اسلام کې حرام دې، او بده خو یې بیا دا چې په حرامو باندې د حلالو فتوی کوي.
عذر له ګناه نه بد تر.
الله دې ښاد لره سمسوره.[/quote:b053f958f3]


Samsor Afghan
14.07.2013

سلامونه

پتنګ صیب ډیر په منطق ولاړ ځواب د ورکړی.

آفرین پر د منطق

خپله ایرو کاروه او په خوار ولس د دروغو ډالر هم مه لوروه بلکه همیشه جنګ ورته غواړه تر څو همداسی وروسته پاتی وی.

په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more