د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

طالب ولی حکومت وکړی؟

Samsor Afghan
01.07.2013

سلامونه او نیکی هیلی می ومنی

درنو وروڼو

که د افغانستان تاریخ ته نظر وا چوو دا به په ډاګه شی چی نړیوالو خصوصا د وخت لویو قدرتونو زمونژ هیواد په آرامه نه دی پریښی او په د هیواد یی یا برید کړی او یا یی هم د د هیواد په داخلی چارو کی لاس وهنه کړی ده او په د لړ کی یی زمونژ هیواد آرام او آزاد ساه ایستلو ته نه دی پریښی.
دوی نه تنها زمونژ هیواد پرمختګ ته نه دی پریښی بلکه خپل شوم او بد اهداف یی هم لاس ته راوړی.

پوښتنه دلته را پیدا کیژی چی اوس مهال دوی د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو له پاره کوم پلان او کوم اشخاص کاروی؟
که چیری اوس مهال د دوی سیاست ته وګورو همدا دوی دی چی طالبان له پاکستان نه حمایه کوی او په نړیواله سطحه ورته سیاسی مقام هم ورکوی.
که داسی وی
نو بیا خو طالب د افغانستان تر ټولو لوی دښمن دی که امریکا اوس خپل کفری اهداف د طالب په واسطه مخکی بیایی نو بیا ولی ملت ددی لوی دښمن په اړه خپل غژ له مری نه را وباسی؟
او بل دا چی
افغان حکومت ولی دوی په حکومت کی شریکوی؟
دا زه منم چی دوی هم افغانان دی
خو
دسیاست او حکومت داری په اړه خو دوی خبر هم نه دی بیا ولی د یو دریم شخص چی زده کړی هم ولری د هغه ځآی ورکول شی؟

ستاسو په نظر طالب ته حکومت په لاس کی ورکول د هیواد په ګټه دی؟

په درناوی


Re: طالب ولی حکومت وکړی؟

tandar
01.07.2013

دطالبجان دراتلو غږ شو
................... دشمنان يې اوس ژيړي تبي کوينه
زمونږخاوره اوملت اول امنيت ته ضرورت لري چه څادر په ننګرهار کي په اوږه واچوي اوتر قندهاره تاته څوک ونه وايې چه راوګرځه چيرته روان يې؟
ولو که توره شپه هم وي داکار يواځي طالبجان کولاي شي چه له نوم څخه يې هم خلک قروت کوي :oops:
نوراداري کارونه په خپل وخت کي په خپله جوړيږي خوچه وطن ازاد شي انشاالله
دالانديني نظر ته مو شايد ټول ځپلي ملت علاقه ښکاره کړي
[color=red:8552a50cd8]دسیاست او حکومت داری په اړه خو دوی خبر هم نه دی بیا ولی د یو دریم شخص چی زده کړی هم ولری د هغه ځآی ورکول شی؟[/color:8552a50cd8]

[quote:8552a50cd8="Samsor Slimankhil"]سلامونه او نیکی هیلی می ومنی

درنو وروڼو

که د افغانستان تاریخ ته نظر وا چوو دا به په ډاګه شی چی نړیوالو خصوصا د وخت لویو قدرتونو زمونژ هیواد په آرامه نه دی پریښی او په د هیواد یی یا برید کړی او یا یی هم د د هیواد په داخلی چارو کی لاس وهنه کړی ده او په د لړ کی یی زمونژ هیواد آرام او آزاد ساه ایستلو ته نه دی پریښی.
دوی نه تنها زمونژ هیواد پرمختګ ته نه دی پریښی بلکه خپل شوم او بد اهداف یی هم لاس ته راوړی.

پوښتنه دلته را پیدا کیژی چی اوس مهال دوی د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو له پاره کوم پلان او کوم اشخاص کاروی؟
که چیری اوس مهال د دوی سیاست ته وګورو همدا دوی دی چی طالبان له پاکستان نه حمایه کوی او په نړیواله سطحه ورته سیاسی مقام هم ورکوی.
که داسی وی
نو بیا خو طالب د افغانستان تر ټولو لوی دښمن دی که امریکا اوس خپل کفری اهداف د طالب په واسطه مخکی بیایی نو بیا ولی ملت ددی لوی دښمن په اړه خپل غژ له مری نه را وباسی؟
او بل دا چی
افغان حکومت ولی دوی په حکومت کی شریکوی؟
دا زه منم چی دوی هم افغانان دی
خو
دسیاست او حکومت داری په اړه خو دوی خبر هم نه دی بیا ولی د یو دریم شخص چی زده کړی هم ولری د هغه ځآی ورکول شی؟

ستاسو په نظر طالب ته حکومت په لاس کی ورکول د هیواد په ګټه دی؟

په درناوی[/quote:8552a50cd8]


ديوه ازادهيوادپه هيله.

عبدالحميد/افغ
01.07.2013

السلام عليکم.
سمسوروروره ،الله پاک دي په اسلامی مفکوره سمسورکړه.
دافغانستان تاريخ ته سوچ وکړه هغه څنګه وو ؟
اياهغه تاريخطالب عملي کړي که کرزی .
دافغانستان په تاريخ کي افغانانوهراشغالګرتتار،انګریزوغيره ته ماته ورکړيده ، هغه يې هم له خپل هيوادنه ايستلي دي.
همداکړنلار ه ورورطالب عملي کړېده ، دومره سرکښ هیوادونه چي کرزی ادارې ورته دخدایي مقام ورکاوه مجاهدطالب پرمخ وغورځول.
اوکرزی خوورته لبيک اومرحباوويله . اياداداحمدشاباباکړنلاره وه ،دمیرويس خان کړنلاره وه ،دبل کوم غیرتی افغان تګلاره وه ؟
ایاداناټوداحمله به دافغانستان په تاریخ کی داشغال په نوم نسي ثبت ؟ اومسئوليت به يې دچاپرغاړه تاريخ اړوي؟؟
آه طالبه !!!!
دادوقت ابرهه دی راته په مخ وغورځاوه ، دنړي دمسلمانانوزړونه دي په يخ کړل.
انشاءالله ټول فرعونیان به له هيواد څخه په تورمخ شړل کيږي اومنډي به وي ،بيابه غلامان ورته په ژړاوي اوددوی حفاظت به غواړي ،خودامکارشیطان(امریکااوناټو)به ورته وايي :«اني بريءمنکم» زه له تاسو بيزاره يم.

اوس باداران له دوی نه بیزاره دي دوئ به په داسي ميدان کي پريږدي چي هيڅ پناګاه به بيا نسي ليدلائ.

دوئ امریکاپه خدايي منلي وه اوس همهغه امریکاورنه بیزاره ده اوس به دوئ په سخت حال کی پريږدي...
خدايه زموږدين زموږ ايمان زموږ قرآن وساته .
موږټاټوبئ ګران هيوادافغانستان وساته.

دطالبانوپه دوره کي دومره امن وو چي دتندرصاحب په خبره له ننګرهارنه چي به چاپټوپرځان واچوئ ترکندهاره به چامخ نه وراړوئ چی هلکه ته پرکومه روان يې...
داسلامي شريعت نفاذ ،شعائراسلامي ، اسلامي اوامرو ته يې عملي بڼه ورکړل.

اوپاته سوه کرزی اداره نوپه امن کي بکل پاتی راغلې ده ، اداری فساد ، وطن فروشي ، بی ديني ،فحاشی ،شراب خوری سینما وغیره ټول شيان يې په هيوادکي رواج کړل.

اوس ته فکروکړه چي ايا طالب دحکومت لايق دئ که نه .؟


Samsor Afghan
02.07.2013

وروره زه کاملا په اسلامی مفکوره سمبال او سمسور یم.

دا چی فرق په فکری اړه لرو دا زما نه بلکه د هغه چا فکری ضعف دی چی سیاسی شعور نه لری.

تاسی طالب ته داسی مقام ورکوی چی فقط ته وای قران یی مخ کی نیولی او په آیت آیت باندی یی عمل کوی.
نا ځوانانو دومره نا ځوانی هم له دی هیواد او وګړو سره یی مه کوی.
ما مخ کی هم یو ځل لیکلی وو چی د طالب ریښه او تنه باندی ښه ځان پوه کړی بیا که وجدانا درته په حقه ښکاریده بیا مو خپل کار دی حمایت یی وکړی.
خو زه وایم چی طالب د امریکا د اهدافو په خاطر یوه جوړه شوی ډله ده چی دوی یی په مخ او څټ ګډوی.

ستاسو خبره چی مثال مو ورکړی چی په ننګرهار کی څادر په اوږه وا چوه به کندهار کی څوک درنه پوښتنه نه کوی ددی خبری په معنی که پوه شی بیا یی نه کوی ( که طالب پاکستان په افغانستان نه وای راوستلی او د پاکستان اهداف یی مخ کی نه بو ولای قسم که د په ننګرهار کی له خپل کوره هم راوتلای وای)
دا وس هم چی خلک را وځی داپوښتنه ورنه حکومت نه کوی دا سپګن طالب ورنه کوی ( جب یی تلاشی کوی که پیسی ورسره وی هغه تری اخلی که موټر ورسره وی هغه هم تری اخلی او سر یی هم پری قطع کوی) خو که انجنیر یا ډاکټر وی بیا خو یی هسی هم مرګ روا ده ځکه چی تنها ملایان حق د ژوند لری او خصوصا هغه ملایان چی په پاکستان کی یی ځان په مستحبو پوه کړی وی او بس.

ځوانه هسی خوشحاله یاست چی ولا طالب امنیت راولی خو زه دا وعده درکوم چی له کرزی نه اوس هم طالب لوی خدمت امریکا ته کړی او په مقابل کی همدا شان لوی خاینت همدی وطن کوی.

او بیا بله خبره ۵ کاله نه زیات طالب حکومت وکړ افغانستان یی وروسته بوته که پرمختګ یی ورکړ؟
دومره چی طالب دا هیواد ورسته وا چاوو ولا که ترکی او خلقیانو هم دا کار کړی وی.

آغا جان چی کله په کوټه کی وو د وژلو فرمانونه یی صادرول اوس چی ترکیه کی ده د صلحی خبری کوی اوس سم اهلی شوی.

الله پاک د دا هیواد اول له وحشی طالبانو خلاص کړی او بیا له بیرونی کفری هیوادونو.

او هیله لرم چی د افغانستان راتلونکی نسل په حقیقت ولاړ فکر ولری او د هر خاین ملا خله په ممبر کی ور پټه کړی.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more