د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

که چیرې مونږ یواځې انسانان و اوسو،هیڅ دین هم ونه لرو او یوه وړه یا لویه ټولنه جوړه کړو نو ښه انسان به کوم وي؟

طالب ISI
01.07.2013

که چیرې مونږ یواځې انسانان و اوسو،هیڅ دین هم ونه لرو او یوه وړه یا لویه ټولنه جوړه کړو نو ښه انسان به کوم وي؟
- مور او پلار مو زمونږ د روزنې او پالنې لپاره کافي خواړه راکړي، په اوړي کې یخ او ژمي کې تاوده اوسو
- په ماشوم توب کې پوره واکسینونه راکړي تر څو راتلونکې کې ناروغ نه شو
- مور او پلار مو خپل مینځ کې مینه ولري، او د مونږ مخ کې جنګونه ونه کړي
- چې لوی شو ښونځی ته مو ولیږي
- له ښونځی وروسته یو کسب، کمال را زده کړي، یا پوهنتون راباندی ووایې
پدې توګه به زه په ټولنه کې د نورو د اوږو بار نه شم، له ځان سره مرسته له نورو سره مرسته ده.
- غلا به نه کوم، ځکه خپله اړتیا به مې له خپله کسبه پوره وي
- غیبت به نه کوم ځکه وقت او ضرورت به نه ورته لرم
- تهمت به نه تړم
- د خپلې ښځي، پلار او مور، د همسایه ، خپلوانو سره به نیک اخلاق کوم ، نه به یې ځورم او مرسته به ورسره کوم.
- مالیه به خپل دولت ته ورکوم، دولت به پدې توګه وطن جوړ کړي، خلکو ته به د کار زمینه برابره وي.

ګوره بې له دینه څخه مو پدې توګه ۹۰٪ اسلام عملي کړ!
ښه اوس ورسره مسلمان هم شوم :

- خپلو بچو ته په ماشوم توب کې الفباء سپاره، وروسته قرآن کریم تلاوت
- د لمانځه کولو ، روژې، ذکات، حج اهمیت او ښودنه

آیا ۹۸٪ مسلمان شوم که نه؟

دغه پاتې ۲٪:
تعویذ، خیرات، ذکر کول، په کوم اسلامي تنظیم پورې تړل کیدل، وهابي کیدل، اخوانی کیدل، طالب کیدل، تبلیغي کیدل، جماع اصلاح واله کیدل، پیر او شیخ کیدل، د پیر مرید کیدل، د حکمتیار ، سیاف، رباني، ملاعمر… څخه دفاع کول، وهابي کیدل یا دفاع کول…دي.

جنت خو رسول الله ص په خپلو عملونو هم نه شي ګټل چې د الله پاک رضاء ورسره نه شي، نو ایا همدغه ۹۸٪ اسلام عملي کول کافي نه دي؟
دا چې د اروپا، ترکیی، امریکا، مالیزیا اکثریت مسلمانان دغه ۹۸٪ ته نیږې دي، ځکه لږ جرمونه کوي، لږ ګناه کوي، د بل حق نه خوري، له بل سره مرسته کوي .

د افغانستان او پاکستان ، ځینو عربي هیوادو مسلمانان په دغه ۲٪ اسلام پورې نیښتي ځکه خو یو بل د شیعه، سني، اخوند، ملا، اخواني…په نامه سره وژني، بدناموي، تهمت لګوي..د موچي په تار یی حلالوي، ښونځی سوځوي، پول او پولچک ورانوي…هم يې ځانونه غرک کړل هم عام اولس

د دغه ۲٪ اسلام اکثریت کارونه د اسلام خلاف دي، خو خلکو هغه ۹۸٪ اسلام له هیره ایستلی او همدغه ۲٪ پسې اخته دي. ځکه خو د همدغه مسلمانانو حالت هم له یوې ورځې بلې ته بد تره کیږي.

ټوپک یې روسی، ساعت یې جاپانی، بوټونه ایټالوي، موبایل د کوریا یا جاپان، جرابې چینایې، ګمنځ، اینه، د نصورا قوتی د بې لمانځه پنجابي پوسیله جوړ، فیس بوک او انتریت یې د یهود، کمپیوټر یې د یهود، موټر د جاپاني کافر تویوټا..خلاصه سر تر پایه په کفري مالو کې پټ دی، پیسې یې پرې ورکړې خو که کوم غریب چیرته کومه موسسه کې ډریور شو، بس مرګ یې رواء دی. که د حکومت مامور شوی مرګ دې رواء دی. که د د ملګرو ملتو بسکټ وخوړل مرګ د رواء دی.

آیا همدغه ۲٪ په حقیت کې د اسلام سره د دښمنی لوی علت نه دی؟


Samsor Afghan
01.07.2013

بلکل ورور

په ډیرو وړو خبرو کفارو همیشه وخت مونژ اخته کړی یو او وروسته مو خپل ځآن او ولس پری غرق کړی ده.

کا طالب ته ګوری وسلی د امریکی او روسیی دی خو پری وژنی به افغان.

بس الله د پر د خوار ولس ورحمیژی.

لیکنه دی څه کمبودتیاوی لری خو هدف د مکمل تشریح کړی.

به درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more