د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دافغان ملي امنیتي ځواکونو پیاوړتیاوي!

Hashmat Kahn
28.06.2013

د قانون د واګمنۍ په برخه کې د امریکا سفیر استیفن مکفورلند افغان لورې ته د ملي پولیسو روزنې د مسوولیتونو د سپارلو په مراسمو کې په کابل کې ویلي، چې افغان ملي پولیس پرته له نړیوالو ځواکونو اوس د جګړه ایزو زده کړو توان ترلاسه کړې دی. هغه زیاته کړه چې ملي پولیس د بل هر وخت په پرتله ډیر پیاوړې شوې او د روزنې واګو اخیستو ته چمتو دي. په دغو مراسمو کې د بهرنیو لوړپوړو چارواکو سربیره، د امریکا او ایټالیا سفیرانو هم ګډون کړی و. ښاغلي مکفورلند وویل: ”اوس ملي پولیس د روزنې ورکولو وړتیا لري او کولای شي چې د دې ښوونیز مرکز بشپړ مسوولیت پر غاړه واخلي.“ اوس افغان ملي پولیس او افغان ملي پوځ خورا پرمختګ په خپلو پلانونو او عملی کولو په برخه کې پرته له نړیوالو ځواکونو له مرستي کولې شې.
ستاسو په انډ څه نوري مرستې باید دافغان ملی پوځیانو سره وشې تر څو دوي وتوانیږي افغانان خپلو هیلو ته ورسوې؟
په درنښت
حشمت
دامریکا متحده ایالاتودعمومي قومنداني دبریښنایې خبرواترو تیم

www.centcom.mil


tandar
28.06.2013

دامريکا سفير ته ووايه چه کونه دي ټينګه کړه ولي تښتي ؟:oops:
افغان خصوصا پښتون باندي پس له تولدي نه مخکي له ازانه قوم يې غوږته دتوپک اوتوپنګچي دډز اواز اورولي دي
يعني ډزي يې پري کړي چه يونر پيدا شو
توپک دپښتون ګاڼه وه او ده
دهيچا روزني ته ضرورت نه لري
دافغانانو ديوالي ديوه لوي افغانستان دازادي دتيم غړي اوداشغالګر په سر تندر
ديوه ازاد هيواد په هيله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more