د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

طالب ته دامريکا تسليميد ل دمسکو فتحه کول دي

tandar
28.06.2013

طالب ته دامريکا تسليميد ل دمسکو فتحه کول دي
١٢ کاله امريکا طالب امتحان کړو اوس په دوستي ورمخ ته کيږي
افغانستان به ازاديږي انشاالله
امريکا له طالب نه دحمايې په صورت کي څه سياسي اومنطقوي توقعات لري ؟
ددي به انتظار باسو يعني امريکا خپل سياسي هدف له لاسه نه ورکوي
دامريکا لپاره کرزي مرزي اوشمالټلوال دلاس خيري غوندي هم ارزش نه لري اونه کوم صلاحيت يې ورکړي اونه ددوي له لاسه څه پوره وه اويا دي
دکرزي غوندي ډيرو وطنفروشانو دډالرو په مقابل کي اشغالګرو ته جاسوسي وکړي اوکوي يې چه اوس ټول دتيښتي په حال کي دي
ديوه ازاد هيواد په هيله


Samsor Afghan
29.06.2013

تندر ورور ډیر وروسته او وړاندی ټوپونه وهی.
د سیاست تر څنګ هم نه یی تیر

ته د مطبوعاتو به خبرو غلویدلی یی لیکنه د له سره جوړه کړه او غور پری وکړه چی څه د لیکلی.

په سیاست کی اول باید د کلماتو په معنی ځان پوه کړی بیا د کلمی په اړه خپل نظر د دیپلوماسی حکومتداری په چوکاټ کی بیان کړی.

طالب یعنی څوک؟
هر څوک د احساساتو په چوکاټ خپل تعریف ورکوی خو سیاست مدار باید په حقیقت او سیاست ولاړ تعریف ورکړی.

په ډیر زیات درنښت


tandar
29.06.2013

دسياست معني ډالر واخله اشغالګر ته نوکري وکړه دملت ويني توي کړه اووطن خرڅ کړه لکه کرزي،دوستم،فهيم خليلي ............اونور
پخوا ټول چه دامريکا اودسعودي له خوا نه دپاکستان په مدرسو کي تربيه شوي کسان تر لس زرو زيات نه وه خونن په هره ولسوالي کي ترلس زرو زيات سرتيري دخاوري استقلال غواړي
cia ته ترهغي دوست يې چه درڅخه استفاده وکړي شي
چه استفادي وړ نه شوي بيا دي تيروي چه رازونه يې افشا نه کړي
دامريکا هدف په منطقه کي حاکميت دي نه افغانستان ابادول
دهمدي هدف لپاره يې ځان په بيليونو قرضداره کړي او په زرهاو خپل عسکر قرباني کړل
که له اول نه يې دغه ټول مصارف په دوستم نه وي کړي اوپه دشت ليلي کي په زرهاو
پښتانه پري نه وي شهيدان کړي بلکه مستقيم اوغير مستقيم پښتانه حمايه کړي وي کولاي شول چه حتي مسکو يې هم فتح کړي وي
اوس ولي دسولي چيغي وهي ؟
دجهاني قدرت ولي دقطر دفترونه خلاصوي ؟
يعني ماته يې وخوړله دباننګو اوباشهامتو افغانانو په مقابل کي په مدرنو ټانکونو اوجازونو سره سره ناکام اووشرميدل نوځکه دخبرو لاري ته رغلل
دهرچا خپل نظر دي
سياست معني دروغ ويل ، دملت غولونه ، مقام په لاس راوړل ،ځان بادارول اوپه نورو حو کمت کول دي ،،جاطلبي،مقام طلبي
دالاندي ټکي سياست نه دي دايو دروني او انساني احساس دي ځکه چل اوول په کي نشته
وطن ازادول = وطنمل يا وطن فرست
ملت ته خدمت = خادم ملت
تاسو ته ښه سياست غواړم چه استقلال اوملت ته خدمت په کي وي
ديوه ازاد هيواد په هيله


tandar
29.06.2013

زما په ليکنه فقط يوعالم سړي پوهيدلي شي
لس کاله مخکي او لس کاله ورسته محتويات لري
اوڅواړخيزه او خلص ده تشريحات يې ډير وخت غواړي
طالب څوک دي ؟
دطالب تهداب همدغو اشغالګرو د روسانو په وخت کي دسعودي په اقتصادي مرسته په ناپاکستان کي کيښود
دوي په ليليه ډول ژوند درلودو مذهبي اونظامي روزل کيدل
خونن ټول ملت طالب ګرځيدلي خاص او خاص دخاوري داستقلال په خاطر
ديوه ازاد هيواد په هيله

[quote:c63645c53a="Samsor Slimankhil"]تندر ورور ډیر وروسته او وړاندی ټوپونه وهی.
د سیاست تر څنګ هم نه یی تیر

ته د مطبوعاتو به خبرو غلویدلی یی لیکنه د له سره جوړه کړه او غور پری وکړه چی څه د لیکلی.

په سیاست کی اول باید د کلماتو په معنی ځان پوه کړی بیا د کلمی په اړه خپل نظر د دیپلوماسی حکومتداری په چوکاټ کی بیان کړی.

طالب یعنی څوک؟
هر څوک د احساساتو په چوکاټ خپل تعریف ورکوی خو سیاست مدار باید په حقیقت او سیاست ولاړ تعریف ورکړی.

په ډیر زیات درنښت[/quote:c63645c53a]


larghonay laraway
30.06.2013

ګورئ ما مخکې درته ويلي وو چې کرزی او ملاعمر دواړه د امريکا ګوډاګيان دي.
کرزي ته يې د ولسمشر رول ورکړی ؤ او ملاعمر ته يې د حکومت د مخالف!
دا لرې نه ده چې امريکا به کرزی او د ملاعمر ډلګۍ سره نژدې کړي يا به يوې ته قدرت ورکړي خو خبره دا ده چې اخر ولې؟
زما په نظر خو ملاعمر ډېره سپکه معامله وکړه. دومره سپکه او ناروا معامله چې تاريخ به يې هېره نه کړي!
ملاعمر پوره دولس کاله د امريکا په اشاره ونڅېدو او ښه ډېر پښتانه يې ووژل، له زده کړې يې بې برخې کړل او له سياسته يې لرې کړل.
همدا راز يې په اقتصادي او اجتماعي لحاظ هم تر خاورو لاندې کړل.
اوس کيدی شي چې د ملاعمر ډلګۍ ته امريکا قدرت مدرت ورکړي خو ډېر سپکه او بې شرمه له جنايته ډکه معامله يې وکړه او ډېر بدرنګه رول يې ولوباوه!


pattang
30.06.2013

ياره لرغونيه صيبه ستا د سياسي مکتب سبک خو داسې مشکل دی
جې زه او ډېر نور يې ولا که په ستروکتور پوهېږو ،په تحليل
او تجزيه کې يې عاجز پاتې يو !

زما يوو شاګرد په پوهنتون کې چې عملې تمرينونه يې زما پر غاړه
وو په امتحان کې يې يوtransformation د
of complex function
په برخه کې ليکلی وو چې ما هيڅ قضاوت نشوی پرې کولی خو دا
شاګرد مې را وغوښت او پوښتنه مې ترې وکړه چې دا څه مانا
ورکوي چې له درې بعده فضا څخه څلور بعده تنزوري فضا ته تللی
يې او بيا کمپليکسې يوې خطي فضا ته ؟

هغه ځواب راکه او راته وئې وېيل چې دغه transformation
خو ډېره ښه ښکاري او زه يې پخپله هم په مانا او ستروکتور نه
پوهېږم خو اميد مې کاوو چې تاته به ښه ښکاره شي او نومرې به
راته راکړې !

لر غونيه وروره ستا تيوري دمنلو او منطقي منلو وړ نده زه نه
پوهېږم چې له کوم ځای څخه دا سر چينه اخلي ؟ ؟ او هدف يې
څه شی دی ؟ ؟
کومه لاره لرې ؟ عملي اقدام دې را په ګوته که !

مننه


tandar
30.06.2013

لاروي صيب کوردي ودان تا مطلب په پيجي کړو

دپتنګ صيب دليکني په ارتباط خپله ژوندي خاطره ليکم
يوه ورځي ددي مدرسو دچړيانو نه چه تقريبا ١٨ کلن و په بس کي له پيښور نه اسلام ابادته هم سفر شو خوپس له قيصو نه ماتري پوښتنه وکړه چه په مدرسه کي مو ټول تنکي ځوانان څه دپاسه ١٠٠٠ کسه شپه اوورځ ژوند کوي ايا ددي ځوانانو په مينځ کي شهواني غلبي ،، لواطت،، هم په جبر اويا خوښي کله کله مينځ ته راغلي؟
اوکه راغلي دمولوي صاحبانو نه ورته جزا سنګسار وه اوکه ..اوکه بله جزا.؟
ځوان راته وويل چه مونږ ټولو ته سبق راکول کيږي چه په شهواني هيجاني حالت کي نفلونه وکړي او قران شريف ولولي دغه حالت مو خنثي کيږي
زه هم دغه خبره کوم چه دغه طبقه خوهمدغو امريکايانو او عربانو اعاشه کړه او مينځ راوړله البته د isi په همکاري چه څوک سترګي پري نشي پټولي نو نن ولي دميري ځامن شول ؟ اوپه مقابل کي ورته شمالټلوال دکرزي په مشري راپورته اوټول وطن يې اشغال کړواودوي يې وشړل؟
ولي يواځي پښتون وژل کيږي ، کوريې ورانيږي، بچيان يې دعلم اودانش نه بي بهره کيږي ؟
دبرلين دديوال نړيدل تجليليږي خو زمونږ دډيورند کرښه چه دواړه خواوته يې يووجود اويوه وينه پرته ده نورهم جلا کيږي ؟
په پښتنو کي يوالي ولي نشته؟
اوپښتانه به کله ويښيږي ؟
ديوه ازاد هيواد په هيله

[quote:2a5b53e1ed="larghonay laraway"]ګورئ ما مخکې درته ويلي وو چې کرزی او ملاعمر دواړه د امريکا ګوډاګيان دي.
کرزي ته يې د ولسمشر رول ورکړی ؤ او ملاعمر ته يې د حکومت د مخالف!
دا لرې نه ده چې امريکا به کرزی او د ملاعمر ډلګۍ سره نژدې کړي يا به يوې ته قدرت ورکړي خو خبره دا ده چې اخر ولې؟
زما په نظر خو ملاعمر ډېره سپکه معامله وکړه. دومره سپکه او ناروا معامله چې تاريخ به يې هېره نه کړي!
ملاعمر پوره دولس کاله د امريکا په اشاره ونڅېدو او ښه ډېر پښتانه يې ووژل، له زده کړې يې بې برخې کړل او له سياسته يې لرې کړل.
همدا راز يې په اقتصادي او اجتماعي لحاظ هم تر خاورو لاندې کړل.
اوس کيدی شي چې د ملاعمر ډلګۍ ته امريکا قدرت مدرت ورکړي خو ډېر سپکه او بې شرمه له جنايته ډکه معامله يې وکړه او ډېر بدرنګه رول يې ولوباوه![/quote:2a5b53e1ed]


طالب ISI
01.07.2013

د larghonay laraway
صاحب خبره خو ماته سمه ښکاري ، البته خبره داده چې افغانانو ته او افغانستان ته څه په ګټه او څه پا تاوان دي.

- که د کرزي په ځای شمالي ټلواله وي، نو پدې خو پوهیږم چې امریکاء به لیکل کوي او دوی به امظاء کول.
- کرزی صاحب خو لویه جرګه را غواړي. کوښښ کوي چې پوځ پرې جوړ کړي، د وطن جوړولو لپاره یو څو پیسې ترې را وشکوي.
- حکمتیار هم د امریکا څخه مرسته ترلاسه کوله، خو هغه د ړنګولو وسایل ترې اخیستل
- طالبانو هم د جهادې ډلو رول اداء کړ، پیسې له امریکا څخه ای،اس،ای ته تللې، هغوی طالبانو ته ورکولې.
- د جنګ قربانیان عام افغانان و، که طالب دی، که ملي اردو، که پولیس یا عام اولس. بل خواته هغه امریکایې اجیر پوځي چې په امریکا کې د بیکاری له کبله پوځ ته تللی او هغوی دلته را لیږلی. د بوش او بلیر اولاد لومړی کرښې ته نه ځې.

خو د امریکای داسې غلامې ده چې ملا صاحب عمر به تر اوسه فکر کوې چې دی په الهی نصرت چلیږې، حقیت کې به د پاکستان او امریکا په مټ جنګولو کیږي.

دغه جهادې رهبرانو خپلو کې لږ سره ووژل؟
یو بل یې څومره کافر کړل، نن هغه د نجیب عسکر او عام مجاهد دواړه خوارې دي، ښځې یې تور سر سپین کړ، یتیمان یې خوار پاتې شول، مور یې له غمه مړه شوه، خو سیاف، خلیلی، کمونست، شله، شورا ټول پارلمان کې ناست دې. دوه نیم زره ډالره معاش لري، دسترخوان پیسې لري، پیره دار لري...


Samsor Afghan
01.07.2013

شهیر ورور نړی مننه او کور ودان ستاسو د نیک فکر او د حقیقت په بنیاد لکینی نه

لرغونی ورور

دا زه هم منم چی کرزی هم دوی راوستلی خو فرق پکی دا دی چی دا حکومت په هر صورت د افغان ولس په ګټه ده او په دلایلو مو هم مخکی زیاتی خبری کړی دی.
خو
پاتی شوه د طالب مسله هغه دا چی ستا خبره دوی مخکی هم ډیر منفی رول درلود خو لکه زمونژ بعضی ساده ملګری او ولس د هغوی په کړنو بی ځایه غلط شوی ووه دوی فکر کاوو او اوس هم ساده ګان شته چی دا فکر کوی چی طالب به دا وطن آزادوی امریکا ته به ماتی ورکوی
خو اوس
یی په د سترګی پټی دی چی هغوی هم لکه چی د کرزی ډلی ډالر خوړل او ډالر خواره بلل کیدل دوی هم اوس ډالر خواره شوی دی او په قطر کی داسی مزی کوی چی پوښتنه یی مه کوه.
پتنګ او دا بل ورور تندر اوس هم طالب ته دوعاوی کوی چی دوی به وطن آزادوی خو نه دا خبره نه ده
زه وایم چی
طالب دا ځلی رسما او په ښکاره ډول د امریکی او آی اس آی د غلامی رشمه نه بلکی ځنځیر په غاړه کی وا چاوه او تر څو چی دوی ژوندی وی او غپلی شی نو امریکا به یی د خوار ملت ته ورشکاری او غوړ غوړ هډوکی به پری خوری.

پتنګه منطقی فکر وکړه او له تروریستانو او غلامانو لاس واخله او تندر خو راته یو کلیوال او ملا تبیته سړی ښکاری داسی خلکو ته اکثرا پاکستان معاش ورکوی چی فقط په ویب پاڼو کی د دی حکومت په خلاف لیکنی او ویډیو ګانی نشر کړی تر څو افغان ولس یو ځل بیا داسی کندی ته ور واچوی چی د بیا راختو لاره هیڅ ونه لری.

نړی مننه


tandar
01.07.2013

سمسورصيبه خداي پاک دي راته ژوندي لره چه مستقيم داصلاحاتو په خاطر انتقاد وکړي
کليوالي خواص درسره منم خو دتور پنجابي معاش خوري اونوکري ته درته ههههههههههههههها کفايت کوي
ديوه ازاد هيواد په هيله

[color=red:8948d3e691] پتنګه منطقی فکر وکړه او له تروریستانو او غلامانو لاس واخله او تندر خو راته یو کلیوال او ملا تبیته سړی ښکاری داسی خلکو ته اکثرا پاکستان معاش ورکوی چی فقط په ویب پاڼو کی د دی حکومت په خلاف لیکنی او ویډیو ګانی نشر کړی تر څو افغان ولس یو ځل بیا داسی کندی ته ور واچوی چی د بیا راختو لاره هیڅ ونه لری. [/color:8948d3e691]

نړی مننه
_________________
دا به بیا لنډۍ مستیږی، تن به باسی له بستره
پـښتانه به را پاڅیـږی، پښـتونخـوا به آزادیـږی

دا به بیا د« احمد» چیغی،ریږدوی د لاهور مړاندی
دا به بیا په کړاکړ کی د« بیربل» ژامی ماتیږی

دا به بیا« سیدال» راباسی، د مرگ توره په غوجرو
آخوندان به ترینه تښتی، امامان به تری پټیـږی


Samsor Afghan
01.07.2013

سلامونه

که یی معاش نه منی وړیا خو ورته کار کوی ځکه له طالب نه دفاع د پنجاپی حمایت دی.

په درنښت


تشکر و سپاس از هریک شما!

صبور
01.07.2013

برادران نهایت محترم و گرامی سلام اعلیکم،
بعد از مدتهاست که چنین یک آرزوی داشتم، امروز واقعاً میخواهم از بارگاه خداوند متعال شکر گزاری نمایم که در بین مردم مسلمان، سربلند و پر افتخار ما انسانهای روشن و بادردی هم هستند که براستی در فکر مردم بیچاره و مظلوم شان هستند، و میدانند که این بازی های شیطانی و پلید سیاسی از کجا و برای چه اهدافی شوم بکار برده میشوند.
خداوند (ج) هریک شمارا در پناه و عصمت خویش قرار دهد، که بجای پکه کردن به این آتش، می آیید و یک فردای روشن، آرام و بدون صدای بم ها و فیر ها را آرزو میکنید، الله تعالی هریک شما را درین احساس نیک و انسانی تان کمک و همکاری نماید، آمین.


pattang
01.07.2013

دا چې د خپل تاريخي جنايت پټوالی مو بله لاره نلري نو دا غلط
رېتوريک مو مخته اچولی دی ! تاسو هرڅه وايي ،مونږ خپله لاره
نه پرېږدو او اوس مو اخېري سولګۍ دي !

ورځه ورځه اوښې د لاړې
اوښې د ځوځان غواړي
تنکۍ کابلۍ دې شين سترګي کافران غواړي !

[quote:35498b7956="Samsor Slimankhil"]سلامونه

که یی معاش نه منی وړیا خو ورته کار کوی ځکه له طالب نه دفاع د پنجاپی حمایت دی.

په درنښت[/quote:35498b7956]


پتوال
07.07.2013

اي ورونو !
په هره لانجمنه مسئله کې د نړۍ خالق او واکمن (ج) او د هغه نازولي رسول (ص) ته مراجعه وکړئ په قران او سنتو کې ئې د حل لار ولټوئ او د حل هغه لار لکه د خداي رسۍ (حبل الله) په منګولو کې ټينګه ونيسئ نو ژر دي چې بري مو په برخه شي!
که څوک وايي چې ددغې لار دعوه خو طالبانو کړې تر اوسه يې ولې د لانجې کوم حل په برخه نشو ؟؟؟
نو دا خبره سمه نه ده، طالبان تر اوسه پورې ځان ناکام نه، بلکې بريالي بولي او نا هيلي هم نه پيژني!
داچې نهايي بري يې ځنډېدلي او منزل ته يې مزل اوږود شوي له تيروتنو او نيمګړتياو به خالي نه وي، ستاسې او نورو تنقيدونه پر طالبانو باندې د هغوي له تيروتنو پرته په بلې سرچينې پورې مه تړئ . طالبانو له خپلې برخې نه هم ډير کار کړي ، مونږ هم بايد خپل مسوليت تر سره کړو ، مونږ او تاسو ته ښايي د مسلمان افغان ملت د استازو په توګه په همدغه سمه او سيخه لار روان شو چې الله او د هغه رسول يۍ امر کړي دي، بې له دې چې د طالب او مجاهد صيب تيروتنې ، نيمګړتياوې حتي ځينې وحشتونه يې تکرار کړو، نه نه !، مونږ بايد د ملت په سطحه د اسلامي حل لارې سره ډګر ته ورودانګو او د نيمګړتياو او تيروتنو کلکه مخه ونيسو!
بايد له ولسواليو او کليو څحه يۍ راپيل کړو، د سولې له پاره ديني او ملي اشخاص ، عالمان او مخور کسان سره راټول او د سولې د غورځنګ د مخکښانو په توګه يې تنظيم او مخکې کړو، چې له سولې پرته د هېڅ قدرت تمه نه کوي او په هېڅ طرف او قدرت کې يې کله هم برخه نه وي اخيستې!
د سولې غورځنګ به د هېڅ طرف ، نه داخلي او نه بهرني قدرتونو، سازمانونو او موسسو مرسته نه مني او يواځې د خپلو غړو او افغان ولس په بسپنه به خپلې چارې روانې ساتي!
مونږ کولاي شو د سولې د غورځنګ پلويان د کنفرانسونو او مټينګونو له لارې په بهرمشتو افغانانو کې هم راټول او هيواد ته د فعاليت له پاره له ځان سره انتقال کړو او هر تن ته په خپلو خپلو برخو کې د فعاليت او سازماندهۍ پروګرام ورکړو !

نو راځئ چې د سولې ابتکار په لاس کې واخلو او عملي ګامونه پورته کړو ، که نيتونه مو سم وي باور ولرئ چې الله سبحانه وتعالي به له مونږ سره مرسته وکړي! امين امين يا رب العالمين!
تاسو په کې څه نظر لرئ؟


ښاغلي تندر!

Hashmat Kahn
11.07.2013

لکه چې ولسمشر اوبامه ویلي ”هره جګره باید پای ومومي“ القاعده شبکه ورانه او ویجاړه شوه ، اسامه بن لادن او د هغه جګپوري نايبان مړه شول. او افغان امنیتي ځواکونه د دي توان لري چې له طالبانو او نورو اورپکو سره مخامخ وجنګیږي او د امریکا شتون ته په افغانستان کې لږه اړتیا شته. د امریکا متحده ایالات د اوږد مهالو مرستو له افغانانو سره ژمن دي او دغه مرستي او ملګرتیا به افغانان په دي وتوانوي چې خپل امنیت په خپله ټینګ کړي او هغه پاتې ترهګر ګروپونه چې غواړي افغانستان ته امنیتي ګواښ پیښ کړي له منځه یوسې. یوپیاوړی، ټینګ او پرځای ولاړ افغان ملي پوځ د تل پاتي سوله او امنیت ډاډ ورکولي شې.
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more