د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

افغان طالبان، له پاکستاني طالبانو زیات متمدن دي

اتل
27.06.2013

ډیرو محترمو لوستونکو، اسلام علیکم
تمدن د هوا مارغه ندئ چې د چا کور ته ورشي. تمدن دمتداولو زده کړو، د بهرنیو تمدنونو سره د راکړې ورکړې او راشه درشه په برکت یوې ټولنې ته ورځي. آصلاً تمدن د اسلامي نړۍ د بینالنهرین نه لویدیځې نړۍ ته انتقلش، او مسلمانانو ونکړئ شو چې خپل تمدن ، خپل کړي. په علمې، تخنبکي، زراعتي، محیطي، طبیعي علومو، نوښتونو او نوو او عصري تولیداتو په درشل کې یو ملک او یا د انسانانو یوه کتله متمدنه کیږي او دغه رازادیان او مذاهب هم د خرافاتو او په دین کې د افراطیت د حیطې نه را ټوکیږي او ددین او مذهب د حقیقي دنیا سره آشنا کیږي.

زموږ طالبان چې یو وحت یې حکومت هم کړئ ؤ، د پاکستان تر طالبانو نه د بهرنۍ نړۍ سره زیاته آشنايي او راکړه ورکړه لري، او په عنعنوي ډول افغاني ټولنه تر پاکستاني ټولنې زیاته مذهبی میانه روی لري، نو د زموږ د طالبانو ددرائت او پوهې په برکت، په تیرو څو کلونو کې د پولیو واکسین ته اجازه ورکړه شوه.
نن سبا زموږ په ملک کې د پاکستان او نایجیریا په نسبت د پولیو واقعات فوقالعاده کم شویدي.
هرڅومره چې یوه ټولنه او یا یو ملک د علم او معرفت طالب کیږي، په هماغه اندازه تمدن، ترقي او پرمختګ ورسره راځي.
زموږ طالبان پدې حصه کې له پاکستاني طالبانو نه ډیر مخکې دي:
======
کريسټوپر:افغانستان د پوليو په له منځه وړلو کې له پاکستان او نايجريا مخکي دى
5 سرطان / چنګاښ 1392, 12:41
نړيوالي روغتيايي سازمان WHO وايي چي افغانستان په وروستيو کي د پوليو د نه تداوي کېدونکي ناروغۍ په محوه او مخنيوي کي تر پاکستان او نايجريا هيوادونو ډېر پرمختګ کړى دى.
په جينيوا کي د روغتيا د نړيوال سازمان د پوليو برخي ارشد مشاور ډاکټر کريسټوپر ماهر او په افغانستان کي ددغه سازمان د پوليو د برخي مشر ډاکټر ارشد قدوس نن له کندهار والي سره وکتل او په دغه مجلس کي يې د پوليو د محوې لپاره د افغاني ادارې هڅي او کوښښونه وستايل.
ډاکټر کريسټوپر وويل چي په عمومي توګه په افغانستان او په خاصه توګه په جنوب کي د ښې رهبرۍ او پرله پسې هڅو او کوښښونو په پايله کي د روان کال په تېرو اوو مياشتو کي هيڅ راز پېښه نه ده ثبت سوې چي خورا لويه خبره ده.
نوموړي وويل چي افغانستان ددغو ښو لاسته راړونو او مکررو کوښښونو په پايله کي اوس د نړيوالو لپاره د پوليو د محوې په هڅو کي يو مخکښ هيواد دى او په دې توګه له پاکستان او نايجريا څخه هم، چي تر اوسه پکښي دا وايروس سته ښې لاسته راوړني لري.
هغه زياته کړه چي ددوى په نړيوالو مجالسو کي هم د سهيلي حوزې په کچه چي مشري يې کندهار کوي د پوليو د له منځه وړلو لپاره استفاده سوي لاري چاري ستايل سوي او د نورو لپاره ورڅخه د موډل په توګه استفاده کيږي.
کريسټوپر له ولايتي ادارې وغوښتل چي خپلي مبارزې ته همداسي ادامه ورکړي او هم له نورو ولايتونو سره مرسته وکړي چي حالت په همداسي توګه پر مخ ولاړ سي.
د کندهار والي توريالي ويسا د نړيوال روغتيايي سازمان له دغه مقام سره په خبرو کي د پوليو د محوې په خاطر د يادي سوي ادارې هڅي او کوښښونه هم وستايل او زياته يې کړه چي ددوى ترڅنګ، يونيسف او د کندهار د عامي روغتيا رياست هم د پام وړ او خورا ارزښتان کارونه کړي دي.
نوموړي زياته کړه چي ټولي ادارې په خورا مينه او علاقمندۍ سره د يوه ښه احساس له مخي د ګوزڼ د مخنيوي او له منځه وړلو لپاره کار کوي او دغه مشترکي هڅي ددې سبب سوي چي پوليو د صفر کچي ته راټيټه سي.
هغه د خلکو د عامه پوهاوي سطحي لوړوالى د پوليو د ناعلاجه مرض د مخنيوي په برخه کي تر ټولو مهم عنصر ياد کړى او غوښتنه يې وکړه چي په دې برخه کي يوه ځانګړې او خاصه ستراتېژي استفاده سي.
کندهار والي د عامه پوهاوي سطحې د لوړولو لپاره د کور، مسجد او ښوونځي د سره وصل کولو خبره وکړه او دغه طرحه يې هدف ته درسېدو لپاره مهمه او اساسي وبلله، ځکه په خبره يې چي د ټولني هر فرد له دغو دريو ځايونو په يوه کي حتماً ژوند کوي او هلته ډېر څه ويني او اوري.



خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي سرطان / چنګاښ 5, 1392.on June 27, 2013.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more