د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د پاکستاني مجاهدو ډلو تر منځ حقیقي جهاد!

میرویس
26.06.2013

ډیرو محترمو لوستونکو، اسلام علیکم
پاکستاني طالبان، د القاعدې او نورو خارجي ترورستانو او افراطیانو ملاتړ، د خپل ولس قتل، خود کشي، غلا، د خارجي سیلانیانو وژل، قطاع طریقي، په زور او جبر د سوداګرو او نورو نه باج اخیستل، د علمي مؤسسو سیزل او په افغانستان کې د مسلمانانو قتلول جهاد بولي.

دهغوی دا جهاد د ټولو اسلامي احکامو سره په نقاضت کې دئ، او د اسلامي دساتیرو له دایرې نه بهر دئ.

اوس چې د پاکستان په اصطلاح نورو مجاهدو ډلو ټپلو دپاکستاني طالبانو په مقابل کې صف آرایي کړیده، او غواړي چې دا ډله وټکوی، دا د کومي ډلې په اصطلاح جهاد دئ؟ آیا دا هم د بدعتیانو جهاد دئ او که داهم د طالبانو غوندې لړایي ده؟
======
د پاکستاني طالبانو ترمنځ د جګړې ادعا شوې
د خپريدو وخت: 09:31 گرینویچ - چارشنبه 26 جون 2013
شنونکي وايي، مومندو ایجنسۍ یوه غرنۍ سیمه ده چې ډېرې لوړې ژورې لري او د پاکستاني طالبانو لپاره یو خوندي ځای و.
پاکستاني طالبانو ویلي، چې د مخالفو وسله والو ډلو یې مومندو قبایلي سیمه کې د پلویانو پرضد لوی عملیات پیل کړي.
په سیمه کې د طالبانو یوه ویاند عمر مکرم خراساني اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال طاهر خان ته پر تیلې فون ویلي، چې د انصارالاسلام او لشکر طیبه سلګونو وسله والو د ځايي لښکرو په ملاتړ د چارشنبې پر ګهیځ د مومندو ایجنسۍ غرني جړوبي دره او شاوخوا سیمه کې لوی بریدونه پیل کړي.
ورته مطالب
• دیر کې د اورپکو او پولیسو نښته پای ته ورسېده
تړلي موضوعات
• پاکستان
خراساني دا هم ویلي، چې د مخالفانو وسله والو ډلو پلویانو د پولې بلې غاړه د سرکاڼو په شونګړې او مایه کې هم د پاکستاني طالبانو پر پلویانو بریدونه کړي.
د پاکستاني طالبانو او د مخالفو ډلو ترمنځ په سیمه کې له تېرو څو اوونیو راهیسې کړکېچ روان دی.
که څه هم ترمنځ یې د جوړجاړي خبرې وشوې، خو د یو او بل پرضد یې بریدونه دوام لري.
د طالبانو ویاند دا تور هم لګولی، چې مخالفو ډلو یې "د پاکستاني امنیتي ادارو په لسمون د دوی د پلویانو پضد لوی بریدونه پیل کړي، چې له سیمې طالبان وباسي".
خراساني دا هم وویل چې "زموږ په سلګونو وسله والو د خپل ځان د دفاع لپاره ځوابي بریدونه پیل کړي".
هغه وویل چې د مرګ ژوبلې راپورونه یې هم ترلاسه کړي، خو په اړه یې دقیق معلومات نه لري.
"لشکر طیبې وړاندې د طالبانو پرضد بریدونو کې د ورګډېدو په اړه د طالبانو ادعا رد کړې وه."
د طالبانو ویاند احسان الله احسان وړاندې پر لشکر طیبه او انصارالاسلام تور لګولی و، چې د حکومتي ځواکونو په ملاتړ یې په ګډه مومندو ایجنسۍ کې د طالبانو پرضد د لویو بریدونو پلان جوړ کړی.
دی وايي، چې دغه کسان غواړي، دغه سیمه تر خپل کنټرول لاندې راولي.
لشکر طیبې وړاندې د طالبانو پرضد بریدونو کې د ورګډېدو په اړه د طالبانو ادعا رد کړې وه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more