د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دطالبانو سیاسي دفتر په قطر کې:

Hashmat Kahn
25.06.2013

لکه چې تاسې ټول خبر یاست طالبانو د سولې خبرو اترو لپاره یو سیاسي دفتر په قطر کې پرانیست. ددي دفتر په هکله ولسمشر کرزی داسې وویل: د دي دفتر د پرانیستو سره سم د سولې د عالي شورا او طالبانو تر منځ باید ژر تر ژره خبرۍ اترۍ پیل شې. یووار چې دغه خبرۍ اترۍ پیل شوي دغه پروسه باید ژرترژره افغانستان ته دننه را انتقال شې. همدا شان د طالبانو د جهش المسلمین پخواني مشر سید اکبر آغا وویل: افغانستان به د دغو دفتر د پرانیستو څخه ډیره ګټه پورته کړي او دسولې خبرۍ اترۍ به په چټکتیا پر مخ ولاړي شې. ددغو دفتر خلاصون یو حتمې او ضروری اړتیا ده.
ستاسو نظرد طالبانو سیاسې دفتر خلاصیدل په قطر کې او د سولې دخبرو اترو په هکله څه دي؟
څه به د سولې د خبرو اترو لوي خنډونه او مخه ونیسې؟
په درنښت
حشمت
دامریکا متحده ایالاتودعمومي قومندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
www.centcom.mil


pattang
25.06.2013

»‌ څه به د سولې د خبرو اترو لوي خنډونه او مخه ونیسې؟ »

دصلیبیانو شړل او ددوی ددالري غلامانو او جنګی جنايتکارانو
محاکمه!
جنايتکاره قاطله او اسلام دوشمنه امريکا مخ او څټ نلري !
ددوی نر او شځې فاحش اخلاق لري !
نالت پر دې ځناورو ، تېره ورځ يې بيا دمونږ دخپلوانو درې واړه
کوچنيان چې په انګړ کې يې مستي کوله ووژل ، الهې دې باد ، باران
بړبښکۍ دې ‍ظالم کام ته بلا کې چې دنورو په درد خبر شي !!


Samsor Afghan
26.06.2013

سلامونه او نیکی هیلی می ومنی

یو څو وخته نه وم لیکنی ټولی رانه پاتی دی نه یم خبر ملګرو په کومو موضوع ګانو بحثونه کړی.

پتنګ ورور د لیکنی هدف دا نه ده چی ته مونژ ته د امریکی په اړه خبری وکړی او یا کوم دروغجن مثال چی ولا زمونژ د خپلوانو دری ماشومان یی په انګړ کی وژلی دی وړاندی کړی.
که یی درسره وشاربم نو راته داسی وه وایه چی دا ماشومان کوم ولایت کی او کومه ولسوالی کی دی چی زه د دروغ معلوم کړم .

په درناوی


larghonay laraway
26.06.2013

السلام عليکم!
زما په نظر د سولې تر ټولو ستر خنډ حامد کرزی دی!
حامد کرزی اوس په يو حرفوي غل او فاسد انسان بدل شوی دی.
اوس نو د حامد کرزي، غلا او فساد تر منځ نه بېليدونکې اړيکې دي.
له همدې کبله حامد کرزی د شمالي غلې او فاسدې ټلوالې ډېر کلک ملاتړ کوي ځکه
چې ګټې يې ورسره شريکې دي.
نو شمالي ټلواله او کرزی هيڅکله هم نه غواړي چې د دوی قدرت او ګټې تقسيم شي.
په همدې خاطر به د سولې پروسه ګډه وډه کړي او قدرت به د ټلوالې او کرزي په انحصار کې پاتې شي!


Samsor Afghan
28.06.2013

ښاغلی لرغونی ورور!

سلامونه او نیکی هیلی می ومنی

د حامد کرزی په اړه ستاسو دا شننه هم اشتباه ده
دلایل

اول
اول خو حامد کرزی د امریکا په لاس حمایت کیژی دوی راوستلی بیا یی ورورسته په انتخاباتو کی کلک حمایت کړ او په دواړه پړاوو کی یی کامیاب کړ.
دوهم
کرزی د امریکا له غوښتنی هیڅ هم نه شی کولی که یی کولای شی اول به د امریکی هدف ورسره منی بیا به دی هم د خلکو په خاطر یوڅه کوی چی په راتلونکی کی د ځان په خاطر یو دلیل پیدا کړی وی چی ما ولی هغه کار داسی وکړ نو ځواب به ورته لری.
دریم
د قطر د دفتر په اړه کرزی هیڅ منفی نظر نه لری دا چی په مطبوعاتو کی کله کله یو څه وایی هغه د عام خلکو د پاره دی چی د دوی دید د د حکومت په اړه استوار پاتی شی.
څلورم
شمالی ټلواله هیڅ هم نه شی کولی نو که کرزی ځآن ظاهر د دوی خوا ته نیولی وی دا فقط د دوی خوشهاله کول او په حقیقت کی غلول دی نو اوس په د کار یو څه شمالی ټلواله هم پوه شوی او ډيره زیاته ډاریژی او که هره معامله کیژی څه کولی هم نه شی.

پنځم
په یوه خبره باید ټول سره پوه شو هغه دا چی امریکایان د طالبانو له دی دفتر نه لاندی اهداف په نظر کی نیولی دی:
۱ دوی به د ډیر اوژدی دوری لپاره له طالبانو د یو داسی ټریټ ( خطر ) په توګه استفاده وکړی چی جهان به هم ورسره په دی اړه مثب نظر ولری.
۲
امریکا به د اوژدی دوری لپاره له طالبانو نه د افغانستان داخلی چارو د پاره هم ډیره لویه ګټه پورته کړی که کوم کار یا پیښه د افغان دولت نه وی خوښه چی وشی یا عملی شی نو دوی به له د وسلی نه ډير په آسانه کار واخلی او افغان حکومت به هم مجبور وی چی ورسره یی ومنی.
۳
د طالبانو له د دفتر نه بله لویه ګټه او هدف دا ده چی نور امریکا د پاکستان له د موقف نه تنګه راغلی او نه غواړی نور طالبان د دوی په لاس کی وی او که په عملی توګه څه کارونه دوی له پاکستان نه وکړی نور سیاسی ګټی یی پاکستان ته نه ورکوی ځکه چی پاکستان په همدغو ګټو ودان او جوړ شوی نو نور امریکا پاکستان ته هم یو څه پلانونه لری چی شروع یی یو کال کیژی شوی ده.

شپږم
سوله هیڅ وخت هم نه کیژی یعنی تر څو پوری چی امریکا په داخل د افغانستان کی وی واړه او یا کله کله لوی شورشونه به کیژی او دا دفتر یی د شروع یو لوی مثال
کیدای شی.
وم ۷
د افغانستان راتلونکی به ډیر سم وی ځکه په زما په نظر همدا نظام که مخکی لاړ شی ځوان شخصیتونه به سیاست را داخل شی او دوی به انشا الله هغه څه وکړی چی د ملت په کی ګټه وی.

یو ځل بیا هم د کرزی طرفداری کوم او خوشحاله یم چی د امریکا د اهدافو په څنګ کی خپل ملت ته یو څه کولی شی او کړی یی هم دی.
خو
تاسو هم
یو ځل بی له کرزی دا حکومت په نظر کی راولی ( د امریکی دا لوی غوښتنی او ظلمونه او د ګاونډیانو دا لاس وهنه)

تاسو نه هیله کوم یوځل د ګروموف لیکنه ولولی چی پردیس مسافر یی ژباړه د ( سری لښکری په افغانستان کی) تر نامه لاندی کړی ده.
له املایی غلطی مافی غواړم ځکه خپله لیکنه نه می بیا ځلی نه ده لوستی

په ډیر زیات درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more