سياست او روانې چارې
ملابرادر وايي، چې په پاکستان کې يې هڅې د سولې لپاره اغېزناکې دي
اتل
24.06.2013
ملابرادر وايي، چې په پاکستان کې يې هڅې د سولې لپاره اغېزناکې دي
په دې وروستيو کې افغان حکومت له پاکستان څخه غوښتنه کړې ده، چې طالب بنديان له زندان څخه خوشې کړي څو د سولې په خبرو کې مرسته وکړي او په دې لړ کې په ځانګړې توګه د ملابرادر پر خوشې کولو ټينګار کوي. پاکستاني چارواکي د ملابرادر د ساتلو لپاره خپل دلايل وړاندې کړي او وايي، چې ملابرادر په خپله نه غواړي چې افغانستان ته لاړ شي او هغه په دې اند دی چې د پاکستان له زندان څخه د سولې دخبرو لپاره زيات کار کولای شي. دغه چارواکي وايي، چې ملابرادر ته اجازه ورکړل شوې ده چې له ټولو اړخونو سره اړيکې ونيسي او په واقعيت کې دی د طالبانود مشرتابه او امريکايي استازو تر منځ د منځګړي رول لوبوي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يو لوړ پوړی چارواکی وايي، چې نوموړی نه يوازې له طالب مشرانو سره په خبرو بوخت دی، بلکې له تېرو څو مياشتو راهيسې د امريکايي او افغان حکومت له استازو سره هم خبرې کوي.
ملا برادر چې د طالبانو د مشر ملاعمر مرستيال و، په ۲۰۱۰ کال کې په کراچۍ کې د پاکستاني استخباراتو او سي آی اې ګډ ټيم له خوا ونيول شو.
عبدالله اڅړ