د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پاکستاني طالبانو بیا اسلام ته خیانت وکړ

میرویس
24.06.2013

محترمو، خویندو وروڼو، اسلام علیکم
د پاکستان طالبانو د هغو خارجي سیلانیانو د قتل مسؤلیت په غاړه اخیستي چې وړمه ورځ یې په پاکستان کې ووژل.

سره ددې چې طالبانو پخپل دې عمل اسلام ته څه ګټه ونکړه، بلکه اسلام یې بد نام کړ او نړیوالو ته یې د تشدد دین معرفي کړ. دوی اسلام او مسلمان امت ته دې ګټې پر ځای تاوان واړاوه:
============
په پاكستان كې ۱۱ ګرځندويان وژل شوي
دوشنبه ٠٣ چنګاښ ١٣٩٢ ساعت ٠١:٠٠
د پاكستان امنيتي چارواكي وايي چې د دغه هېواد په شمالي سيمه ګلګت كې نامعلومو وسله والو د ۲ پاكستانيانو په ګډون ۱۱ بهرني ګرځندويانو وژلي دي.
دوى زياته كړې، لومړنۍ څېړنې ښيي چې وسله والو د پاكستاني پوليسو په يونيفورم كې پر يادو ګرځندويانو ډزې كړې دي.
فاكس نيوز خبري اژانس د پاكستان د كورنيو چارو د وزير چودري نثارعلي خان له خولې ليكلي چې په وژل شوو ګرځندويانو كې ۵ يې اوكرايني، ۳ چينايي او يو هم روسى وګړى دى.
نوموړي په خپلو خبرو كې زياته كړې، اصلاً د ګرځندويانو په دغه ډله كې ۴ چينايي وګړي موجود و، چې يو يې ژغورل شوى دى.
پېښه د ګلګت اړوند د ننګه پربټ په غرنۍ سيمه كې رامنځ ته شوې ده. دغه سيمه د نړۍ نهمه درجه لوړه سيمه ګڼل كېږي، خو تر اوسه لا دا روښانه نه ده چې وژل شوي ګرځندويانو غوښتل غرونو ته وخېژي او كه يوازې د دغې سيمې نندارې ته راغلي و.
فاكس نيوز زياته كړې، په داسې يوه ناامنه هېواد هېواد كې چې سياسي، اقتصادي او امنيتي وضعيت يې د ډاډ نه دى، ګلګټ بلتستان ايالت بيا هم نسبتاً ارامه و او د ټول پاكستان په پرتله يې زيات ګرځندويان لرل، خو په ګرځندويانو دا وروستى بريد به د دغه هېواد د ګرځندويانو شمېر په صفر كې ضرب كړي.
په سيمه كې يوه مسوول چارواكي چې له رسنيو سره يې د خبرو كولو اجازه نه لرله، له نومښودنې پرته ويلي چې بريدګرو د پوليسو يونيفورم نه، بلكې د ګلګت سيمې د ګرځندوى پالو يونيفورم اغوستى و.
ياد كس زياته كړې، وسله والو دغه كسان په يوه هوټل كې تر پلټلو او لوټلو وروسته ووژل او د دغه هوټل د دوه ساتونكو له ډلې يې هم يو وژلى دى: ((مخ پټو وسله والو د هوټل دغه ساتونكى په دې جرم وواژه چې شعيه مسلمان و.))
شعيه ګان په پاكستان كې لږه كي دي چې د ټول هېواد ۲۰ فيصده نفوس جوړوي او له تېرو څو كلونو راهيسې د سني سخت دريځو تر سختو بريدونو لاندې دي.
تېر كال دا شپې ورځې هم په ګلګت كې د نامعلومو وسله والو له خوا د شعيه مسلمانانو پر بس موټر ډزې وشوې چې د ښځو او ماشومانو په ګدون په كې شاوخوا ۱۸ كسان ووژل شول.
فاكس نيوز كښلي، پاكستان به تر دې وروسته د بهرنيو ګرځندويانو په جذب كې پاتې راشي، ځكه چې ګرځندويان هغو سيمو ته د تګ لپاره زړه نه ښه كوي چې په هره برخه كې سخت دريځې وسله والې ډلې لكه وسله وال طالبان او القاعده فعاله وي: ((تر دې وروسته به يوازې بې باكه بهرني ګرځندويان په ګلګت كې د هوماليا او كراكروم غرونو ليدو ته ځي، كه څه هم په نړۍ كې د لوړوالي له اړخه لومړى او دويم ځاى لري.))
د ګلګت ښار د پوليسو مشر علي شېر وايي؛ دا يوه غرنۍ سيمه ده او وسله وال په درېشي کې ورغلي، پر هغوى يې ډزې کړي او تښتېدلي دي. د ګلګت بلتستان ايالت اعلى وزير مهدي شاه وايي؛ سيمه يې محاصره کړې او ډېر ژر به ځان تر وسله والو و رسوي: "دا پېښه د ننګه پربت کيمپ ته نيژدې شوې ده، هلته د تلو لپاره پوخ سړک نه شته، له هغه ځايه پر پينځه کيلوميتره خلک په پښو يا په اسونو مزل کوي، له دې پرته بله لاره نه شته، په تاريخ کې دا لومړۍ پېښه ده چې په دې سيمه کې وشوه، هلته امنيتي کسان هم موجود وو، خو پېښه د شپې د دولسو او يوې بجې تر منځ شوې ده، دغه سيلانيان په هوټل کې ويده وو، وسله وال ور ننوتي او ډزې يې ورباندې کړې دي."
د پاکستان صدراعظم نوازشريف دا پېښه په کلکه غندلې او ويلي يې دي چې په خپل هېواد کې به د سيلانيانو د خوندي ساتلو لپاره ګړندۍ هڅې وکړي. د پاکستان د داخله چارو وزير چوهدري نثار تېره مرکزي پارلمان ته په وينا کې د دې پېښې په تړاو ګلګت بلتستان اعلى سيکرتر او د پوليسو عمومي مشر له خپلو دندو موقوف كړي دي.
د دغه بريد پړه د پاكساني طالبانو تحريك پر غاړه اخستې ده.
د پاکستان مرکزي پارلمان په نننۍ غونډه کې د دې پېښې په خلاف قرارداد تصويب کړ. ګلګت بلتستان چې له پاکستان سره تړلى يو خپلواک ايالت دى، د پاکستان د څلورو واړو ايالتونو په پرتله امنيت پکې ښه وو، خو په تېرو دوو کلونو کې د سني وسله والو له خوا په کې شيعه مذهبه مسلمانان په نخښه شول او دا لومړى ځل دى چې بهرني سيلانيان په کې ووژل شول.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more