د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

بي پیلوټه الوتکو، د نورستان د پاره د طالبانو والي وژلئ دئ

میرویس
24.06.2013

ګرانو لوستونکو، اسلام علیکم
خدای خبر چې که په اصطلاح د نورستان د ولایت دپاره د طالبانو نامزدوالي مولوی دوست محمد خان بي پیلوټه الوتکو د خپلو دریو ملګرو سره نه واي وژلئ، چې دوی به څومره نور بې ګناه مسلمانان قتل کړئ وای؟ دغه الوتکې د سیمې نه د القاعدې د ترورستانو او نورو خارجي افرطیانو د شړلو او یا وژلو دپآره دلته راغلي دي، چې له یوې خوا د ترور مخه ونیسي او له بلې خوا هغه سوله او آرامي چې د سیمي د خلکو نه دغو بدعتیانو په یغما وړېده بیرته پا بر جا کړي.

د سیمي خلک ځکه ددغو الوتکو د عملیاتو ملاتړ کوي، چې د ترورستانو د مرګ او میر نه وروسته د هغوی اولادونه په ارامۍ تعلیم کوي او ولس په ډاډه زړه خپل ژوند پر مخ بیایي:
======
ډرون بريد لوړپوړى طالب وژلى
يكشنبه ٠٢ چنګاښ ١٣٩٢ ساعت ٠١:٠٠
د نورستان لپاره د طالبانو نومول شوى والي د ډرون په هوايي بريد كې وژل شوى دى.
د نورستان ځايي چارواكو تېره ورځ وويل چې د دغه ولايت لپاره د طالبانو نومول شوى والي مولوي دوست محمد خان له خپلو درېوو ساتونكو سره د بهرنيو ځواكونو په ډرون بريد كې وژل شوى دى.
د دغه ولایت د والي ویاند ظاهر بهاند وویل، مولوی دوست محمد خان له خپلو ساتونكو سره د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ وژل شوی دى: ((دغه بريد چې په پايله كې يې د نورستان لپاره د طالبانو نومول شوى والي او درې ساتونكي وژل شوي، د جمعې په شپه ۱۱ بجې تر سره شوى دى.))
د نورستان او كونړ واليانو تميم نورستاني او سيد فضل الله وحيدي هم دغه پېښه تاييد كړې، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا ويلي چې له سيمې څخه د تازه معلوماتو د نه لرلو له امله دغه پېښه اوس نه شي تاييدولاى.
نورستان چې د هېواد په ختيځ كې له پاكستان سره سرحد لري، له ځينو ولسواليو څخه يې كله نا كله د ناامنيو رپوټونه ور كول كېږي.
د دغه ولايت د برګمټال او كامدېش ولسوالۍ نسبتاً ستراتيژيك موقعيت لري او وسله غواړي پر دغو ولسواليو تر ولكې وروسته شمالي ولايتونو ته هم نفوذ وكړي.
د دغه ولايت په وانټ وايګل ولسوالۍ كې هم له تېرو دوو كلونو د وسله والو د خال خال موجوديت رپوټونه ور كول كېده، خو تېره اوونۍ په دغه ولسوالۍ كې افغان امنيتي ځواكونو پراخ چاڼيز عمليات وكړل او سيمه يې په بشپړ ډول له وسله والو پاكه كړې ده.
څو ورځې وړاندې د نورستان والي تمیم نورستاني ویلي و، چې د نورستان برګمټال او کامدېش ولسوالیو ته نږدې زر تنه وسله وال راننوتلي دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more