د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

علامه اکـاډيـمسين عبدالشکور رشاد څوک وو !!


ع کريم حليمي
18.12.2004

په کال 1300 ميلادي د نومبر پر 14 مه د عبدلغفور په کور کښي يو کوچنۍ دنياته راغلي ٠
چه ده ژړل او خلکو خندل ٠ او په داسي حال کښي له دنيا ولاړي چه ده خندل او خلک ژاړي
.................................................(پوهاند عبدالشکور رشاد)
په لوي د بابړو په کوځه کښي وزيږېدي او اول معلم ئې خپل پلار (عبدالغفور وو
چه تاجر او عالم سړی وو ) چه د نسب سلسله ئې تر لوی ،ستر احمد شاه بابا پوري رسيږي
چه سر نيکه ئې( لکي ساپ خان نوميدي ٠ چه د عصر شهور سړی وو ٠ او د لکي خان لقب ئې په دې درلودي
چه خپل سکه ئې درلوده (يولک سکې )

د مرحوم پوهاند او علامه 12 ژبي زده وې چه پښتو ،فارسي ،عربي، اوردو، روسي٠٠٠٠ تر سانسګرټ پوري
او ٩٤ اثره ئې ليکلي چه ٤٣ ئې چاپ او نور ئې ناچاپه پاته دي ٠
او هم ئې د پښتو ټولني ډېر کتابونه تصحيح کړي او هم ئې حواشي پرليکي دي
او يو ئې د پښتو ژبي ادبي قاموس په ٦ جلده کښي ليکلي
اوهم ئې ٣٦١٠ صفحې ليکني پرېئيښي دي ٠
علامه په ١٣ کلني کښي د اولي پلا له پاره معلم مقرر سوي ٠ او تر عمر تر اخيره او هم علامه استاد ولاړي
بسمه تعالی ٠ وَ لا تَقُولُوا لِمَن يُقْتَلُ فى سبِيلِ اللَّهِ أَمْوَت بَلْ أَحْيَاءٌ وَ لَكِن لا تَشعُرُونَ
چه ساسي استاد هم وو ٠ چه په ويښو ځلميانو کښي په ځواني کي داخل سو ٠ او کله چه ويښ ځلميان د عصر حکومت په بندي خانو ننه ايستل نو د ځلميانو بېرق علامه لوړ وساتلي ٠ او يوه دوره ئې د قندهار د ښاروالۍ معونيت کړي وو ٠ او په ٨ مي ملي شوراته هم ځلميانو انتخاب کړي ٠ کله چه عرضه ئې حکومت ته ورکړه ٠ هغه وخت ئې ومنله چه درايو ورځته دوې ورځي پاته وي ٠ پر دغه سربېره بيا هم حکومت و وهمېدۍ ٠ او علامه صندق
ئې په زور، ظلم ايسته کړي ( غني خان قلعه دېګي د کندهار والي ) چه اصلي د ګرديز وو ٠ چه په دربار کښي ئې ګارډ شاهي هم وو تر ولايت له مخه ٠ ( جاسوس ) انسان
او علامه د لينن ګراډ کښي هم درس ورکړي ٠ او د نجيب په وخت کي د اکاډيمۍ غړي هم وو

علامه هيڅ وخت سياسي سرټټې او سرخمي نه درلوده ٠ او د هيڅ ظالم نظام ته ئې سرندي کښته کړي ٠
خو علامه پخپله داسي ويل ٠ چه هيڅ سياسي اشتبا مي نده کړې ٠ بيله چه د طالبانو سره مي 6 مياشتي کار وکړي
علامه رشاد صاحب يو لوی سروت پښتنوته پرې ايښۍ چه دوې پېړۍ د پښتنو پوره بسيږي

د پښتنو څه ډېر داسي مشران عالمان ولاړه ٠ خوپسله مرګه ئې خپل تأثيرونه پرې ايښي دي
خو علامه يو خاص حالت ښکاره کړ ٠ چه داسي
زموږ مبارک ص داسي ويلي ٠
څوک چه پر خدای ګران سي نو جبرائل ته امر وکړي چه فلان پر خدای ګران دي نو جبرائل ږغ وکړي د جنت پر مخلق چه فلان سړی پر خدای ګران دي ٠ او د جنت ملائکي د مځکي پر خلګو ږغ کړي چه فلان سړی پر خدای ګران دي ٠
نو د مځکي پر خلګو هم ګران سي ٠
نو داسي راته معلومه سوه چه علامه اصلأ پر خدای هم ګران وو او دي ٠
دغه خاطر ده چه په ټوله نړۍ کښي خلګ د علامه استاد په باب دعاوي کوي ٠

زه د نيويارک د افغانانو په نمايندګي د علامه و فاميل او ټولو دوستانو او علاقمندانو ته صبرجميل له خدايه غواړم ٠

الحمد لله و اخردعوانا ان الحمد لله رب العالمين و الصلاة و السلام على اخر المرسلين و السلام عليكم

يَأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا استَعِينُوا بِالصبرِ وَ الصلَوةِ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصبرِينَ(153) وَ لا تَقُولُوا لِمَن يُقْتَلُ فى سبِيلِ اللَّهِ أَمْوَت بَلْ أَحْيَاءٌ وَ لَكِن لا تَشعُرُونَ
وَ لَنَبْلُوَنَّكُم بِشىْءٍ مِّنَ الخَْوْفِ وَ الْجُوع وَ نَقْصٍ مِّنَ الاَمْوَلِ وَ الاَنفُسِ وَ الثَّمَرَتِ وَ بَشرِ الصبرِينَ
الَّذِينَ إِذَا أَصبَتْهُم مُّصِيبَةٌ[color=blue:fc7dfe143f] قَالُوا إِنَّا للَّهِ وَ إِنَّا إِلَيْهِ رَجِعُونَ[/color:fc7dfe143f]



ع کريم حليمي
19.12.2004

....................................................د علامه رشاد صاحب د شعر نمونه

نن افغان ولس ته پېښه فاجعه ده
........................ټکي اوري بلازيږي د غم شپه ده
وير راځغلي،درد راډنګي،مرګ حملې کړي
.............................وحشت خېر دی چه وسلې په وينوسرې کړي
بېره سته،اضطراب سته،ناکراري سته
..............................خدای دي نکا بې ابۍ بې ابريي سته


م ن غروال
19.12.2004

محترم ورور ښاغلۍ حليمي صاحب سلامونه او احترامات مې ومنۍ!
ستاسو ليکنه د يوه عاليقدره افغاني ليکوال په هکله د پښتونستان د بحث په خونه کي زيات خوشحاله کړم٠ اجازه راکړئ د زړه له کومي مننه وکړم٠
محترما! په حقيقت کي زمونږ افغاني ټولنې ته د دا ډول د قلم او ادب څښتنو کمښت لويه بدمرغي ده٠ او هر وطنپال افغان د زړه له کومي د دوئ په کمښت او وداع وير کوي او ځاي يي په ريښتيا ډير تش پاته کيږي٠
د ارواح ښادعلامه رشاد مړينه زمونږ د ادب ډېوې مړې کړې او د ادب او قلم پتنګان يي وژړول٠ نوره د ارواح ښادعلامه رشاد حجره سړه او دده شمع به نه وي او د قلم او ادب وطنپال افغانان به له دغې لويي نيکمرغه رڼا څخه په بدبختۍ بايد وويل شي چې محرومه وي٠ خو ياد به يي د تاريخ په زرينو پاڼو کي تل د لعلو قيمتي دانو په څير د افغان راتلونکي نسل ته د افغان د وياړونو له جملو څخه پاته وي٠
درود او سلام دې وي د ده په روح!
د زړه له کومي د تسليت عرض او خپله غم شريکي د ده ټولو پاتي شوي درنې کورنۍ او وطنپال مسلمان افغانو خويندو او وروڼوته پدې وسيله وړاندې کوم٠
په درناوي
ستاسو يو مخلص غروال



ع کريم حليمي
22.12.2004

محترم ورور ښاغلۍ او قدرمن غروال صاحب زماسلامونه او احترامات هم ومنۍ!
ماغوښته چي وختي څه وليکم د علامه رشاد صاحب په باب ٠ هيڅ جرأت مي سوای کولای ٠ چه د داسي متبحر
په باب ماغوندي سړی ليکنه وګړي ٠ او منتظر وم چه بل يو لايق ليکوال به څه وليکي ٠ بې حوصلې سوم ٠
نو په خپله ماته خوله اوګوډ قلم مي څه وليکل ٠

قدردان غروال صاحب !
اجازه غواړم ٠ چه زه ستاسوڅخه تشکر وکړم ٠ چه د درويش برګ سبز ته مو په درنه سترګه کتلي ٠

غروال صاحب ! د ډيسمبر په 19 تاريخ مو په نيويارک کښي ٠د ابوبکرصديق رض په مسجد جامع جماعت کښي
ډيره شاندادره فاتحه واخستل ٠ او ډيري دعاوي د علامه روح ته وسپارل سوې ٠
بنده ، حبيب مايار ، لطيف جان بابی د علامه پر ادبې سروت خبري وکړي ٠
او انشاالله دغه هفته به په مسجد افغان سيد جماالدين کښي يو ادبي مجلس د رشاد صاحب په باب جوړ کړو
دنيويارک دوستان دي هم خبر وي ٠
که څه هم ما و محترم وطنمل صاحب ته په شخصي بريښنا ليک سره خبر ور کړۍ وو ٠ چه موږ د فاتحي مجلس په
نيويارک کښي نيسو ٠ اماد دوی لکچي خوښه نوه او يا بل تخنيکي مشکل ممکن پېښ سوي دي

څه چه تاسو ليکلي زماله پاره complement ٠ مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more