د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ابۍ مړه تبه شکېدلې ولې ټول غلي شوۍ!

pattang
23.06.2013

ابۍ مړه تبه شکېدلې ولې ټول غلي شوۍ!
ټول داسې غلې ناست يې لکه چې د طالبانو دفتر دزړه مرض درته
پيدا کړی وي !

په ملت او انسانيت او اسلاميت مو بايد زړه ورحمېږي !
د افغان ناموس، وقار، وياړ،کلچر، او نور ديني او پښتني کرامتونه
بايد وساتل شي او دافغان ملت په خپله خوښه اواراده د هرسياسي
عمل او حرکت فيصله وکړي !
داټول کارونه هلته امکان لري چې صليبيان اودالرخواره ګوډاګيان
يې ورک شي !
نالت پر هغوی چې انساني او اسلامي اخلاق په دالرو خرڅوي !
طالبان وروڼو ددغو ټولو اخلاقي فسادونو او حالت ،دوا
او ژغورونکي دي !


پښتون:
23.06.2013

http://www.taand.com/?p=2379
تاند- وروسته له دې چې د شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړ چې که طالبان په ښه نیت خبرې نه کوي نو د دوی نوی جوړ شوی دفتر به بند کړي، طالبانو نن وویل چې د بیرغ د نه پورته کولو او د اسلامي امارت د لوحې د نه ځړولو شرطونه مني او حاضر دي چې خبرو ته دوام ورکړي.

د لندن ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې د اسوشیتید پریس خبري اژانس په قول نن راپور ورکړ چې په دوحه کې د طالبانو ویندوی سهیل شاهین وویل، سره له دې چې د طالبانو په منځ کې د بیرغ او د اسلامي امارت د لوحې د لېرې کېدو پر سر غوسه شته، دوی خبرو ته تیار دي.
سهیل شاهین له دوحې څخه اسوشیتید پریس خبري اژانس ته په ټېلفوني مرکه کې وویل چې د امریکا متحدو ایالتونو تراوسه پوري له طالبانو سره د خبرو په اړه تماس نه دی نیولی.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی جیمز ډابینز پرون دوحې ته ورسېد چې له طالبانو سره خبرې وکړي.

وروسته له دې چې د افغانستان د ولسمشر د سخت عکس العمل له کبله د قطر حکومت د طالبانو له دفتره د دې ډلې بیرغ او د اسلامي امارت لوحه لېري کړل راپورونه خپاره شول چې طالبان له خپل دفتره د لوحې او بیرغ د کښته کېدو په اعتراض کې نه غواړي خبرې وکړي.

[color=red:46b95f9548]د امریکا د بهرنیو چارو وزیر غالباً د طالبانو دې پرېکړې ته په پام پرون وویل، که طالبان خبرې نه کوي دفتر ته یې اړتیا نشته او دوی به یې وروتړي.[/color:46b95f9548]

ده همداراز وویل چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی په دوحه کې ده څو مالومه کړي چې ایا طالبان خبرې کوي او که یې نه کوي.

په قطر کې د طالبانو له دفتره د لوحې او بیرغ له کوزولو وروسته نیویارک ټایمز او اسوشیتید پریس خبري اژانس په جلا جلا راپورونه کې په کوټه کې د طالب مشرانو له قوله وویل چې طالبان هم په دې غور کوي چې خبرې وکړي او که یې ونه کړي.

د طالبانو یوه ویندوی ذبیح الله مجاهد د نیویارک ټایمز راپور ته په اشارې له رسنیو وغوښتل چې یوازې د طالبانو د تحریک د رسمي ویندویانو په خبرو باور وکړي.

د قطر په خبرو کې وروستیو نهیلوونکو خبرونو ډېر افغانان خوابدي کړي. دوی وايي له ډېرو کلونو وروسته د سوله ییز حل یوه هیله رامنځته شوې او باید د ملت او هیواد برخلیک د وړو مسایلو قرباني نه شي.


پتوال
23.06.2013

د دفتر پرانسیتل د طالبانو له پاره یو ستر بری دی خوپه یو شرط په خپل سیاست کې خپل ستر دریځ وساتي ، په دې معنی چې نه له ISI اونه CIA سره معامله ګري وکړي . په دې سیاسی ګام سره یې د کابل غولاټی حکومت ښه وارخطا کړی
او باید په عاقلانه او ملي تدبر سره نور سیاسی ګامونه هم پورته کړي، پرې نږدي چې خبرې له بمبست سره مخامخ شی اوهمدارنګه له پرمختګ سره سره باید ملي ګټې ، ملي وحدت او د هیواد ځمکمنۍ بشپړتیا او استقلالیت ته ژمن پاتي شي!هیڅکله په د هیوا په یوه خاوره کې دوه موازي حکومتونه ونه مني او نه په داخلي چارو کې د ISI او CIA ته د لاسوهنې کوم ستَو خلاص پریږدي!
طالب رهبري باید ویښه او بیداره وي چې د ISI تور سپي يې د نوازش په ژبه سټي او له لوړو ملي ګټو څخه يې اغفالوي، هسې نه چې د افغان ملت ملي او تاریخي سیاسی ګټې په خطر کې وغورځوي (!!!!).

له بلې خوا د قطر دفتر باید د امریکا له اختیاره ووځي چې ګنې کله يې زړه وغواړي بیرته يې بند کړي(!) ، دا دفتر باید د طالب د حق په توګه د ملګرو ملتو له خوا په رسمیت منل شوي وي چې بیرته يې نه امریکا او نه قطر استفراق کولي شي. د سوچه ملي اسلامي ځواک په توګه د طالب ورونو ستر بری د لوی خدای له درباره غواړم !


pattang
23.06.2013

پښتون خانه او نورو !
د جان کېري د امريکې دفرعوني دعوي «خلاصول تړل » طالبانو ته
کومه ګټه او نقص نلري ، څکه که دفتر وي او که نه وي دطالبانو
اساسي او حياتي غو ښتنه صليبي اشغال ته ټکی کېښودل دي !!
له بلېخوا طالبانو ته صليبيانو په خپله پټه مستعمره دوحا کې ځای
ورکړی که صليبي ځناورو اړ تيا نه ورته لرلی نو بيايې ولې دفتر
ورکاوو ! طلبانو په پټو سترګو دفترته منډې ندي کړې خپل شرائط
لري ! طالبان اوس هم موفقانه په جنګ کې روان دي او حتا دکابل
دښار په منخ کې هم فاسد رژيم وهي !

جان کېري دعطا پوخ ملګری دی او ګډ رازونه سره لري او
مونږ پردې پوهيږو او خبر يو !


tandar
23.06.2013

دپتوال صيب لانديني نظر بايد دطالبانو اولين شرط وي
په غير له هغي نه ټولي غونډي به هسي دجوارو دپولي په سر تمامي شي
دهمدغي دفتر نه امريکايان او نور ممالک کولاي شي دطالبانو نماينده ګانو ته په رسمي ډول خپلو ممالکو ته دعوت ورکړي
ديوه ازاد هيواد په هيله
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
له بلې خوا د قطر دفتر باید د امریکا له اختیاره ووځي چې ګنې کله يې زړه وغواړي بیرته يې بند کړي(!) ، دا دفتر باید د طالب د حق په توګه د ملګرو ملتو له خوا په رسمیت منل شوي وي چې بیرته يې نه امریکا او نه قطر استفراق کولي شي. د سوچه ملي اسلامي ځواک په توګه د طالب ورونو ستر بری د لوی خدای له درباره غواړم !


pattang
23.06.2013

-شاهین-د-اسلامي-امارت-پر-بیرغ-او-د-سیاسي-دفتر-پر-نوم-نیوکو-طالبان-غوصه-کړي

[img:f626e1f0f8]http://www.nunn.asia/images/shahim.jpeg[/img:f626e1f0f8]
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي چې د امریکا هغو غوښتنو، چې له سیاسي دفتر څخه دې د اسلامي امارت نوم او بیرغ لیرې شي، طالبان غوصه کړي.

سهیل شاهین له اسوشیټید پریس خبري اژانس سره په خبرو کې څرګنده کړې چې اوس دوی په دې غور کوي چې ایا له امریکا سره خبرې وکړي او که ویې ځنډوي.

ځینې خبرې رسنیو داسې اوازې خپرې کړې وې چې ګویا طالبان د اسلامي امارت د نامه او بیرغ څخه تیر شوي، خو ښاغلي شاهین دا اوازې رد کړي او ویلي یې دي چې تراوسه په دې اړه پریکړه نه ده شوې.

دغه راز د طالبانو د سیاسي دفتر یو بل غړي نن ټکی آسیا ته ویلي چې په هیڅ قیمت د اسلامي امارت د نامه او بیرغ څخه تیریدلو ته چمتو نه دي.

نوموړي د جان کیري د هغه ګواښ، چې د طالبانو دفتر به وتړي، په غبرګون کې وویل: ودې تړي، مونږ بې نومه او بې بیرغه دفتر ته هیڅ ضرورت نه لرو، خو امریکایان بله هیڅ لار نه لري پرته له دې چې د اسلامي امارت نامه او د سپین بیرغ منلو ته غاړه کیږدي.

سهیل شاهین دا هم ویلي چې طالبانو درې کاله د (اسلامي امارت) تر نامه لاندې له امریکایانو سره مذاکرات کړي، او دا ډیره عجیبه ده چې اوس يې په وړاندې اعتراض کیږي.

نن ټکی آسیا ته باوري سرچینو ویلي، له هغې ورځې چې د طالبانو بیرغ او د اسلامي امارت لوحه له دفتره لیرې شوې، طالبانو خپل دفتر تړلی او هیڅوک دفتر ته نه ورځي. همدارنګه ټاکل شوې وه چې امریکايي چارواکي د دفتر له پرانیستنې دوه ورځې وروسته له طالبانو سره ملاقات وکړي، خو د طالبانو سیاسي دفتر له امریکایانو سره ملاقات رد کړی او تر هغه یې ورسره خبرې ځنډولي تر څو د اسلامي امارت نوم او بیرغ بیرته خپل ځای ته نه وي ورغلي.

خو امریکایان ادعا کوي چې له طالبانو سره خبرې ددوی له خوا ځنډول شوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پر وړاندې غوصې هغه وخت راوپاریدلې چې کرزي د اسلامي امارت له نامه او بیرغ سره مخالفت څرګند کړ.

یو شمیر کتونکي په دې اند دي چې دا ناممکنه ده چې کرزی په امریکایانو اعتراض وکړي چې ولې یې د اسلامي امارت له نامه او بیرغ سره موافقه کړې، خو څرنګه چې کرزی د شمالي ټلوالې په انحصار کې دی مجبور دی هغه څه ووايي چې شمالي ټلواله پرې خوشحالیږي.

کتونکي په دې نظر دي چې روسیه او ایران غواړي امریکایان په سیمه کې نور هم ذلیل کړي، او د شمالي ټلوالې له لارې غواړي دا پروسه عملي کړي، په دې معنی چې نړیوال پوهیږي امریکا د طالبانو غوښتنو ته د سرټیټولو پرته بله هیڅ لار نه لري، نو دا به په نړیواله کچه د امریکا لپاره یو بل شرم وي چې له دومره سخت مخالفت وروسته به بیا د اسلامي امارت نوم مني او سپین بیرغ ته به یې غاړه ږدي.


pattang
23.06.2013

ززززز


tandar
23.06.2013

يره که ملاعمر هم اوس يوه ژوندي بيانيه خپره کړه نوپه کرزي او شمالټلوالو به ژيړي تبه راشي :oops:


پښتون:
23.06.2013

هاهاهاهاها
تندر صیب ،که ژوندې یا آزاد وی نو حتمي به یی ستاسو غوښتنه عملي کړې وی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more