د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

افغانستان، د امریکا متحد ایالتونه او طالبان د دوحې له خبرو څه غواړي؟

اتل
21.06.2013

محترمو لوستونکو، اسلام علیکم
دا لاندې تحلیلي مضمون ډیر مهم ټکې لري، او په لړستلو ارزي.
ستاسې نظر ځه دئ:
===============
افغانستان، د امریکا متحد ایالتونه او طالبان د دوحې له خبرو څه غواړي؟
• Friday, 21 June 2013 13:44
• Written by: تاند
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانستل کېدو وروسته دا پوښتنې رامنځته شوې چې د دې دفتر هدف به څه وي او درې خواوې په ذهنونو کې څه هدفونه لري.
دا ممکنه ده چې درې خواوې هیڅکله هم په یو ځای خبرو کښېنني، خو د افغانستان حکومت، امریکا او طالبان هر یو د سولې له خبرو ځان ته بېله هیله لري.
طالبان چې له بېلابېلو ډلو جوړ شوي، داسي ښکاري چې د سولې د خبرو پر مسله په خپل منځ کې سخت سره وېشل شوي وي.
سخت دریځي طالبان، په تېره بیا د دې ډلې د پوځي برخې غړيو په هر راز خبرو کې پر ګډون سخت اعتراض کړی.د طالبانو نور لوړ پوړي غړي، چې ځیني یې لا هم په پاکستان کې بندیان دي، د اوربند غوښتنه کوي.
خو طالبان به خبرې د دې لپاره پیل کړي چې د اعتماد د رامنځته کولو لپاره د افغانستان د حکومت له محبسونو څخه د خپلو بندیانو د خلاصولو امتیاز ترلاسه کړي. دوی به د اعتماد د رامنځته کولو لپاره له امریکا څخه هم وغواړي چې د ګوانتنامو له بند څخه پنځه طالب بندیان خوشي کړي.
طالبان به د خپلو مشرانو پرضد د بندیزونو د پای ته رسېدو غوښتنه هم وکړي.
دغه راز طالبان به هڅه وکړي چې د امریکا د متحدو ایالتونو له لوري د یوې مشروع ډلې په توګه په رسمیت وپېژندل شي.
د دوی بله غوښتنه به ښايي دا وي چې د افغانستان اساسي قانون دې بدل شي او همداراز دې دوی ته د افغانستان په عدلي او قضايي چارو کې زیات واک ورکړای شي.
په لندن کې مېشت د افغانستان د چارو کارپوه مټ والډمن په دې اړه وايي:
«طالبان ښايي په عدلي سیستم، فساد ضد ادارو، تعلیم او ټولنیزو چارو کې د زیات نفوذ غوښتونکي وي. دا تر ټولو د پام وړ ځایونه دي چې طالبان به وغواړي هلته اغېز ولري په تېره بیا په عدلي – قضايي برخه کې. د طالبانو مشران احساس کوي چې دوی عدالت ښه په ځای کولی شي.
خو طالبان به د ښځو او دغه راز د قومي اقلیتونو، چې په وروستیو لسو کلونو کې یې په دولت کې زیات نفوذ ترلاسه کړی دی، له مخالفت سره مخامخ شي.
قومي اقلیتونو د دولت مهمې چوکۍ ترلاسه کړي ښځو هم ډېر حقونه ترلاسه کړي دي چې د طالبانو د واکمنۍ په دوره کې یې نه لرل.»
د افغانستان د چارو کارپوه او د لندن د کینګز کالج استاد اناتو لیفین وايي، د مختلفو قومي او مذهبي ډلو له ملاتړه پرته به سوله رانشي.
لیفین زیاتوي:

«په نهایت کې په افغانستان کې د طالبانو او نورو غښتلیو قوتونو ترمنځ، چې د شمال له پخوانۍ ټلوالې ترکیب شوي دي، سوله ډېره مهمه ده. په حقیقت کې که د دوی موافقه ترلاسه نه شي، سوله نه شي راتلای او جګړه به دوام وکړي.»
د افغانستان حکومت څه غواړي؟
د افغانستان حکومت له امریکا سره د خبرو لپاره په قطر کې د طالبانو د دفتر پر پرانستل کېدو نارضایتي ښکاره کړې ده. د افغانستان حکومت ټینګار کوي چې طالبان دې د افغانستان د سولې له عالي شورا سره خبرې وکړي.
داسي ښکاري چې د کرزي حکومت په دې اندېښمن دی چې د طالبانو دفتر ته رسمیت ورکړای شوی، پر هغه د طالبانو د اسلامي امارت لوحه او بیرغ لګول شوي.
که څه هم دا مسله د ښاغلیو کرزي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له خبرو وروسته حل شوه خو د افغانستان د حکومت غوښتنه دا ده چې طالبان دې د افغانستان حکومت په رسمیت وپېژني، وسله دې پر مځکه کښېږدي او د افغانستان اساسي قانون دې ومني. دا هغه شرطونه دي چې د افغانستان حکومت پخوا مطرح کړي و.
والډمن وايي، د افغانستان حکومت لېواله دی چې د قدرت په هرراز وېش کې د طالبانو واک محدود وي او تر وسه وسه زیات واک په خپل لاس کې واخلي.
دی وايي:
«که څه هم لا څرګنده نه ده چې د افغانستان حکومت په خبرو کې برخه اخلي، خو که یې دا کار وکړ، دوی به هیله لري چې د حکومت په چارو کې د طالبانو د نفوذ ساحه محدوده کړي. که د خبرو له لارې د جګړې د حل لاره راوځي په نهایت کې یې باید واک ووېشل شي.»
د امریکا حکومت څه غواړي؟
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د جون په نولسمه وویل، د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرې د افغانستان د لانجې د حل او د افغانستان او سیمې د ثبات د یقیني کولو تر ټولو ښه لار ده.
اوباما له طالبانو غوښتي چې له القاعده سره اړیکې وشلوي، تاوتریخوالی بس کړي او د ښځو او اقلیتونو حقونو ته غاړه کښېږدي.
ستونزې څه دي؟
لومړۍ ستونزه دا ده چې د کرزي حکومت به له ۲۰۱۴ وروسته نه وي. د ده پر ځای به نوی ولسمشر غوره شي.
طالبان وايي چې یوازې له امریکایانو سره خبرې کوي خو د امریکا په مشرۍ د ناټو محارب پوځیان به په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه ووځي. یوازې به محدود شمېر سلاکاران او روزونکي پاتې شي چې د افغانستان د حکومت او امریکا ترمنځ د هغو د شمېر او د مسوولیتونو په اړه پرې خبرې روانې دي.
بله لویه ستونزه دا ده چې ممکن د ولسمشر کرزي پر ځای په پخوانۍ شمال ټلوالې پوري یو تړلی کس د افغانستان ولسمشر شي. په دې صورت کې ممکن په افغانستان کې د پخلاینې شرایط لا پېچلي شي ځکه چې د شمال ټلوالې غړي، چې په کلونو یې له طالبانو سره جګړې کړي دي، په اسانه نه حاضرېږي چې طالبانو ته په حکومت کې برخه ورکړي.
خو دا هم ممکنه ده چې د شمال ټلواله د پښتنو په استازیتوب طالبان په حکومت کې ورګډ کړي. په هغه صورت کې به د افغانستان په راتلونکي حکومت کې پښتانه بیروکراتان او تعلیم یافته کسان نه وي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more