د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پاکستان وايي، ممکن د ملابرادر په شمول طالب بندیان خوشي کړي

اتل
21.06.2013

ګرانو لوستونکو، اسلام علیکم
موږ هغه شي ته نیک او بد ویلای شو، چې اورو یې. دا چې د ګفتار تر شا څه مقصد نغښتئ دئ، او وروسته بیا څه کیږي، غیبي خبره ده، او په غیبي شیانو یو الله جل جلاله ښه پوهیږي.
ظاهراً دا ډیره مثبه ګڼل کیږي چې پاکستان ویلي چې کیدای شي د ملا برادر په شمول په پاکشتان کې زنداني طالبان خوشي کړي.

ملا برادر چې د طالبانو د تحریک دویم رتبه لوړ مقام ؤ، او میانه روه دئ کیدای شي د بند نه د هغه آزادې د طالبانو سره مرسته وکړي، چې خپله وسله واله جګړه په سیاسي مبارزه بدله کړي.
==================
پاکستان وايي، ممکن د ملابرادر په شمول طالب بندیان خوشي کړي
خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- پاکستاني سرچینو نن وویل چې دا هیواد ممکن د عبدالغني برادر په شمول جګپوړي طالب بندیان خوشي کړي څو په افغانستان کې د سولې هلې ځلې قوت ومومي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي مقام د جرمني خبري اژانس ته د طالب بندیانو په اړه وویل:«دا کار اوس کېدای شي. دا مسله هیڅکله له پامه نه ده غورځول شوې.»
د جرمني خبري اژانس وايي، یوه امنیتي چارواکي ورته د نوم د نه ښودلو په شرط ورته وویل، د بندي طالب مشرانو د خلاصون امکان شته خو د هغو د دقیق شمېر په اړه لا څه نه شي ویلی.
تر دې مخکې نن د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له پاکستانه وغوښتل چې افغان طالبان خوشي کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د پاکستان له لوري د طالب بندیانو خلاصون به د سولې له خبرو سره مرسته وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، که پاکستان رښتیا هم په عمل کې د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړي نو په اوس وخت کې تر ټولو ګټور ګام د هغو مطرح طالب مشرانو خوشې کیدل دي چې د پاکستان په زندانونو کې شپې سبا کوي.
پاکستان په دوحه کې د طالبانو د دفتر د پرانستنې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په دې برخه کې یې اساسي رول لوبولی دی.


tandar
21.06.2013

پاکستان په نوتولدانو کي حسابيږي خير دي که اتوم يې جوړکړي اوداستعمال اخطيار يې نه لري
اصلا پاکستان دخپلي نابودي په لارروان دي
چه دده بادار cia ماته وخوړله دا د isi ماته ده
امريکا اوغربيان څه کړي تور پنجابي هم ګذارونه کوي
.........................دپټان اګهي نه ډاريدل پرون بچيان نن په پټان باندي وارونه کوي
راځي چه تاريخ داحمدخان اوميرويس خان بيا ور په ياد کړو
.........................چه داسي سباياد شو لکه مونږ چه په نيکوباندي فخرونه کوو
ديوه شعر يوه برخه وه
ديوه ازاد هيواد په هيله


پتوال
23.06.2013

يا خو د خوشے کيدونکو بنديانو به اوس په بسانده توګه مغزوينځنه شوے وي نو ځکه ئےاوس ISI د خپل چوپړوړ او باوري کسان بولي او آزادوي يی
او يا خو هغوي د مشر ملا صيب له خوا د شړشويو طالبانو په نامه اعلام او له اغيز څخه لويږي!


Sangar Watan
23.06.2013

اودا هم امکان لري چې پاکستان د ملابادر پشان وګږي دې مبادا ورځې لپاره دبنديانو تر نامه لاندې چيرته ميلمان کړي او اوس ئي د ورقو په څير میدان ته راکاږي٠


اتل
27.06.2013

محترمو وروڼو، اسلام علیکم
لکه چې زموږ هیلې ټولې خاورې ایرئ شوي؟
موږ فکر کاوه چې پاکستان به ملا عبدالغني برادر خوشئ کړي او دسولې په پروسه کې به مثبته ونډه واخلي.
خو وړمه ورځ اخبارونو لیکلي وو، چې پاکستان دملا برادر د خولې ویلی چې هغه نه غواړي چې د پاکستان د بند نه آزادشي، ځکه چې ملا برادر پدې عقیده دئ چې د پاکستان د بندي خانې نه د سولې په پروسه کې زیاته مثبه ونډه اخیستئ شي. پاکستان وویل چې ملا برادر د اړونده اړخونو سره په تماس کې دئ.
په درناوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more