د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

پاکستاني طالبان به د افغان طالبانو پر لار لاړ شي؟

میرویس
20.06.2013

د فورم ګرانو ګډونوالو اسلام علیکم
اوس چې افغان طالبان دیته آماده شوي، چې د خپل ملک د حکومت سره دسولې د ټینګښت په لاره کې خبرې اترې وکړي، او دغه راز د متحده ایالاتو سره کومې معالملې ته ورسیږي، آیا دا جریان به د پاکستان طالبان د خپل حکومت سره خبرو اترو او روغې جوړې ته اړ نکړي؟
پدې برخه ډیر دلایل مجود دي، چې ټي ټي پي یا د پاکستان په طالبانو باندې فشار راشي چې دا کار وکړي.
هرڅوک پدې برخه کې خپل نطر او انګیرنې څرګندولئ شي.
په درناوي.


هجران
27.06.2013

السلام عليکم....
افغان طآلبان اوپاکستاني طالبان دواړه داوايي چي زموږ ملک دي کفری قوانینو پاک سي .
اوترډېره حده افغاني اوپاکستاني طآلبان دهمهدفي له وجي سره جوړ دي.
پاکستاني طالبانوڅوځلي له دولت سره روغه وکړه خوبيرته ماته شوه.
خوبياهم زماپه انددافغاني طالبانوروغه خو چي رامنځته کيږي نو داشرط به ضرور وي چي دګران هيوادبه ټول سيسټم اسلامي سيسټم جوړيږي ،فسق،فسادفحشا،کفروغیره به له دی هيوادڅخه ټوليږي ، که داشرطونه عملي نه شي هيڅکله به جوړه نه وشي.
اوپاکستاني طالبانو همداشرط وايي .نوکه داشرط عملي شي نوجوړه به وسي اوپه هيوادکي به روغه وشي .
(داخط چي زه ليکم نويوتقرير په يوه محفل کي چي په مسجدکي جوړسوئ دئ شروع دي چي دسورصلیب په وړاندي شهيدپه مناسبت جوړشوئ دئ).
خودپاکستاني طالبانوجوړه دافغاني طالبانوترجوړي پوري تړلي نه ده ، بلکي ترخپلوهدف پوري تړلې ده.
پاکستان طالبانودافغاني طالبانويوبندي هم په تبادله کي راايله کړ


میرویس
03.07.2013

هجران وروره، اسلام علیکم
تاسې د طالبانو د رواني او لفظې جنګ ناندرۍ یادې کړیدي. متل دئ چې وایي [دومره اورښت نه کیږي، لکه آسمان چې تنیږي].
طالبانو په دوحه کې د خپل سیاسي دفتر د پرانستلو په وخت کې وویل چې دوی، خارجي آجنډا نلري او هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خاورې نه پر بل ملک ګذار وکړي. د هغوی ددې خبرې معنی د القاعدې سره د مزي پریکون ؤ.
یو وار چې طالبان صلح ومني، نو بیا به د پاکستان د طالبانو سره هم خپلې جنګې اړیکې پرې کوي، او د افغانستان ګټې به د پاکستاني طالبانو له ګټو نه مرجح ګڼي.

په افغانستان کې چې امنیت ټینګ شي، بیا به پاکستاني طالبان د هغه ملک د پوځې عملیاتو په وخت کې سرحدې عبور او مرور هم ورته دشوار شي او د پاکستاني پوځي عملیاتو سره به چندان مقاومت هم نشي کولای.

له بلې خوا د پاکستان خلک به هم ګوته ورته نیسي، پداسې حال کې چې افغان طالبانو د خپل حکومت سره روغه وکړه، پاکستاني طالبان به هم د عامه اذهانو رایې ته یا غاړه ږدی، او یا به د ولس کم توم پاتې ملاتړ د لاسه ورکوي.
په احترام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more