د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پاکستان : دافغان جوړجاړي په عمل کې يې هره مرسته کړې ده

میرویس
20.06.2013

د فورم ډیرو قدر منو لوستونکو، اسلام علیکم
دا لاندې خبر د ګڼ شمیر علتونو پر وجه ډیر اهم او په زړه پور نه برېښي؟
===========
پاکستان : دافغان جوړجاړي په عمل کې يې هره مرسته کړې ده
فاروق فراق
20.06.2013
دپاکستان دخارجه دفتر وياند اعزاز چوهدري وائي افغانستان کې دجوړجاړي دعمل برياليتوب ته رسولو دپاره پاکستان هرقسمه ممکنه مرسته کړې ده.
دزيارت په ورځ ميډيا ته د اووۀ نيز احوال تيرولو په وخت دبهرنو چارو ددفتر وياند وويل پاکستان دافغانانو په مشرۍ په دغه هيواد کې دجوړجاړي دعمل مکمل ملاتړ کوي اؤ زياته يې کړه چې په دغه عمل کې ټولې خواوې شاملول پکار دي.
هغه وويل په افغانستان کې دامنيت دټينگښت باوري کولو لپاره پاکستان دامريکا اؤ طالبانو ترمينځ دخبرو هم ملاتړ کوي.
وياند وويل قطر کې دطالبانو ددفتر پرانسته دقطر دحکومت ، امريکا اؤطالبانو ترمينځ معامله ده.
دهغه وينا وه په دوحه کې چې به کومې خبرې اترې کيږي، هغه دافغان جوړجاړي دعمل برخه ده.
ديوې پوښتنې په ځواب کې دپاکستان دخارجه دفتر وياند وويل تر دې مهاله په پاکستان کې دبندي طالبان مشر ملا برادر دخوشې کولو په معامله خبرې اترې نۀ دي شوي.
همدغه شان دپاکستان په قبائيلي سيمو دامريکا دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو دميزائيلي بريدونو په اړه اعزاز احمدچوهدري وويل ډرون بريدونه دپاکستان دعلاقائي سالميت څخه سرغړونه ده.
دهغه وينا وه پاکستان امريکا سره دډرون بريدونو معامله په هرکچ راپورته کړې اؤ ددې داودرولو لپاره به خپلې هلې ځلې دوامداره ساتي.
دپاک ايران گيس پائپ لا ئن په حواله دخارجه دفتر وياند وويل هيواد کې دانرژۍ په بحران دقابو موندلو لپاره به دغه منصوبه عملي کولى شي.
همدغه شان پاکستان ته دامريکا دخارجه وزير جان کيري ددورې په اړه هغه وويل چې دغه دوره ځنډول شوې نۀ چې منسوخ کړل شوې اؤ په دغه حواله به دنوې نيټې اعلان ډير زر وکړل شي.


میرویس
19.09.2013

نوم دې(یامتکوین )غوندې لوستل کیږي، اسلام علیکم
ورور جانه، پدې فورم کې په پښتو ژبه افهام او تفهیم کیږي. تاسې کله په داسې رسم الخط شیان لیکۍ چې موږ نه پرې پوهیږو، او کله هم په انګریزي ژبه اعلانونو غوندې شیان په فورم کې اچوئ، او هغه هم د فورم د ګډونوالو د بحثونو په ځواب کې.
تاسې لطفاً د مطلب شیان په پښتو ژبه ولیکئ، او یا نور دغسې کارونه مه کوئ.
فورم اداره یې باید غم وخوري.
وسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more