د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دوې هندوانې په یوه لاس کې نه نیول کیږي

اتل
20.06.2013

ډیرو محترومو لوستونکو، اسلام علیکم

هغه متل دئ چې وایي: دوې هندوانې په یوه لاس کې نه نیول کیږي.
ظالبانو صاحبانو له یوې خوا په ملک کې د سولې او امنیت د برقرارولو د خبرو اترودپاره د قطر په پایتخت دوحه کې سیاسي دفتر پرانیست، خو له بلې خوا یې کوښښ وکړ چې شپږ سکرراکټونه د پغمان غرونو ته وخیژوي او د کابل ښار وولي.
آیا د ړندو پدې غونډاسکیو کې به څومره بې ګناه ښاریان وژل شوي وو؟ آیا دا دسولې او منیت د مذاکراتو روحیه ده؟ آ
=============
پر کابل ښار باندي د توغنديو د توغولو مخه ونيول سول
20 Jun 2013, 7:47
د میدان وردګو ولایت د امنيي قومنداندۍ څخه په خپره سوي خبرپاڼه کې راغلي چې پولیسو هغه ۶ توغندۍ ونيولي کوم چې د سکر په نوم ياديږي.
د امنيي قومنداندۍ له لوري دغه نيول سوي توغندۍ توغول ته چمتو کړل سوي وي او موخه يې هم ددي توغنديو توغول وو.
د ميدان وردګو امنيه قومنداني وايې چې د دولت وسله والو مخالفینو غوښتل دغه دلیري واټن ویشتونکي توغندۍ د پغمان ولسوالی غرونو ته پورته کړي او پر کابل ښار یې وتوغوی.
د ميدان وردګو ولايت امنيه قومندان سردار محمد ځاځى وايې چې دغه توغندۍ يې د ځانګړيو عملياتو پر مهال نيولي دي او ددي توغنديو سره د تړاو په تور څوک نه دي نيول سوي.
هغه ويلي چې په دي اړه يې پلټني پيل کړي دي.په ميدان وردګو کې د سکر په نوم نيول سوي توغندۍ د ليري واټن څخه نښه ويشتلاى سي او دا توغندۍ تر اوسه تشخيص سوي نه دي چې په کوم هېواد پوري تړاو لري.


خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي 20/06/13.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more