نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په بګرام کې څلور امریکايي سرتېري مردارشول
هجران
19.06.2013
په بګرام کې څلور امریکايي سرتېري مردارشول
پر بګرام هوايي ډګر د وسله والو طالبانو په توغندیز برید کې څلور تنه امریکايي سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
امریکایي چارواکو د دغه خبر له منلو سره ویلي، چې تېره شپه په بګرام هوايي اډه کې د یوه راکېټي برید په پایله کې څلور تنه امریکایان وژل شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن (چارشنبه د غبرګولي په ۲۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې جنګياليو یې تېره شپه شاوخوا لس بجې پر بګرام هوايي ډګر دوه توغنديز بریدونه کړي دي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه برید کې ۴ تنه امریکايي سرتېري ځای پر ځای وژل شوي او ۶ نور هم ټپيان شوي دي.
دا برید یوازې څو ساعته وروسته له هغه شوی، چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر تر پرانېستل کېدلو وروسته د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دغه دفتر پرانېسته د سولې د خبرو اترو لپاره یو مهم ګام بللی او ټاکل شوې، چې څو ورځې وروسته د امریکا او طالبانو نېغ په نېغه خبرې پیل شي.
(الحمدلله چي دبشریت دشمنان يووار بيا۴داني دعدالت وميدان ته وړاندي شول[هجران]).
© http://benawa.com/details.php?id=55646#ixzz2Qya7b1lu
tandar
19.06.2013
زيري دي په ځوي شه چه ځلمي شي اووطن ازاد کړي
ديوه لوي اوازاد هيواد په هيله