د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

طالبانو د الهي دساتیرو او د ولس ارادې ته غاړه اېښې ده.

اتل
19.06.2013

ډیرو قدر منو او ګرانو وطنوالو، اسلام علیکم و رحمت الله وبرکاته
نن ډیر د خوشحالئ خای دئ چې دا خبر اورو چې طالبان صاحبانو ته د قطر په بایتخت دوحه کې دفتر پرانستل شو، او دوی دیته آماده شوي چې د صلحې په خبرو اترو کې برخه واخلي
طالبانو وروڼو، پدې ترتیب د لوی پروردیګار د ساتیرو د پیروۍ تکل کړئ او د افغان ولس د ارادې درناوی ته یې اراده کړیده. الله جل جلاله دې دوی پخپل دې نیک اقدام کې بریالي کړي. دطالبانو دغه نیک اقدام به هغه وخت د فضیلت لوړو مدارجو ته وخیژي چې د بې ګناه مسلمانو وروڼو د قتال نه هم ډډه وکړي، او خپل دنیوي او اُخروي وجائب پوره کړي.
د خپلو مسلمانو افغانانو سره خو د خبرو اترو ثواب او د صلحې کولو خیر او نیکي پر خپل ځای پریږده، الله تعالا حتي د کفاور سره د صلحې کولو حکم کړیدئ. محترم طالبان نن خپلې دواړې فریضې پوره کوي:

( وَإِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ)
ترجمه: او که میل وکړي کفار صلحې ته نو ته هم میل وکړه صلحې ته او توکل وکړه په الله (او مه وېرېږه له مکره ددوي) بې شکه چې دغه (الله) هم دئ ښه اورېدونکي. (د تولو اقوامو) ښه عالم (دانا پر ګردو (ټولو) احوالو.

پروردګار عالمیان دې موږ ته ددې توان او طاقت راکړي چې د الله جل جلاله د رضامندۍ د حاصلولو او د خپل ویرژلي ملت په ټپونو د پټۍ لکولو دپاره په ملک کې صلح راولو او په صلح او امنیت کې خپل عبادات وکړو او وطن ته مصدر د خدمت وګرزو، آمین.
دا لاندې خبر روهي چاپ کړبدئ:
=========
طالبان وايي، چې ډېر زر به له امريکې او افغان حکومت سره خبرې پيل کړي

پرون طالبانو د قطر په مرکز دوحه کې رسماً خپل دفتر پرانيست. د پرانيستې په مراسمو او وروسته له رسنيو سره په مرکه کې د دغه دفتر وياند ډاکتر محمد نعيم وويل، چې دوی به ډېر زر له امريکايي پلاوي او افغان حکومت سره خبرې پيل کړي. ولسمشر بارک اوباما هم خبريالانو ته ويلي، چې ډېر زر به امريکايي پلاوی قطر ته د خبرو لپاره روان شي. ده د ولسمشر کرزي ستاينه وکړه چې په قطر کې يې د طالبانو لپاره د دفتر له پرانيستلو سره موافقه وکړه خو زياته يې کړه چې له طالبانو سره به خبرې اسانه نه وي. ده له القاعدې سره د جګړې پر دوام ټينګار وکړ او ډاډ يې څرګند کړ چې امريکا به القاعدې ته ماته ورکوي.
په دوحه کې د طالبانو وياند له امريکايانو سره د خبرو د پيل کېدو خبره وکړه، خو ويې ويل چې تر اوسه يې نېټه نه ده ټاکل شوې. ده وويل دخبرو اصلي موخه له اشغال څخه د افغانستان ژغورنه ده او ټينګار يې وکړ چې دوی به خپلو پوځي هڅو ته دوام ورکوي خو دا هڅې به يوازې په افغانستان پورې محدودې وي او اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخېستل شي، چې دا له القاعده او نړيوالې ترهګرۍ څخه د دوی د جلا والي اعلان دی. پرون ولسشمر کرزي هم خبريالانو ته وويل، چې ډېر زر به د سولې عالي شورا يو پلاوی دوحې ته لاړ شي او په خبرو کې به برخه واخلي، خو ده تاکيد وکړ چې دا خبرې بايد ډېر زر افغانستان ته انتقال شي.
بل خوا پرون د ناروې د بهرنيو چارو وزير په دوحه کې د طالبانو د دفتر د پرانيستل کېدو هرکلی وکړ او ويې ويل چې له څه مودې راهيسې په ناروې کې له طالبانو سره پټې خبرې روانې وې، څو د دفتر د پرانيستل کېدو موافقه ترلاسه شوه.
عبدالله اڅړ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more