د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

-طالبانو-دځانګړو-مراسموپه-ترځ-کې-په-رسمي-توګه-په-قطر-کې-خپل-دفتر-پرانیست-انځوریز

pattang
18.06.2013

-طالبانو-دځانګړو-مراسموپه-ترځ-کې-په-رسمي-توګه-په-قطر-کې-خپل-دفتر-پرانیست-انځوریز

بالاخره له ډير ځنډ ورسته نن مازیګر شپږ نیمې بجې طالبانو په قطر کې خپل دفتر د ځانګړو مراسمو په ترسره کولو په رسمي ډول پرانیست. لمړی په قطر کې میشت د طالبانو لوړپوړي استازي او د هغوی د سیاسي کمیسیون کارکونکي د دفتر وداني ته ورسیدل چې ورسره د قطر هیواد دبهرنیو چارو د وزارت مرستیال هم ګډون درلود او د پټۍ په پرې کولو سره یې ددې سیاسي دفتر رسمي افتتاح وکړه.

په دې کسانو کې د طالبانو لوړپوړي چارواکي چې له هغوي نه یو شمیر سیاسي کارکونکي او دیپلوماتان وو، شرکت وکړ. په نوموړو کسانو کې د سیاسي چارو کارپوه قاري دین محمد، دطالبانو د تحریک په مهال په متحده اماراتو کې دهغوي سفیر تکړه لیکوال او کارپوه مولوي جان محمد مدني، په پاکستان کې دطالبانود واکمنۍ په مهال د سفارت غړی سهیل شاهین، ډاکټر محمد نعیم وردګ او یوشمیر نورو لوړپوړو طالب مشرانو ګډون کړی وو.

په دې سربیره په نوموړې غونډه کې سیاسي شنونکو، ډیپلوماتانو، دمدني ټولنې غړو او دګڼ شمیر خبري رسنیو استازو هم ګډون کړی وو.

تر هر څه مخکې د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال خپله مقدماتي وینا وکړه او دا ګام یی په افغانستان او سیمه کې دسولې او امن په راوستلو کې زیات اړین وباله.

ورپسې د اسلامي امارت دقطر دفتر رسمي ویاند ډاکټر محمد نعیم دغونډې حاضرینو ته وروپیژندل شو، دنوموړي له معرفي کیدلو نه ورسته نوموړي د اسلامي امارت اعلامیه په عربي ژبه واوروله چې په څنګ کې ورسره سهیل شاهین هم موجود وو.

د اعلامیې په متن کې راغلي وو چې د قطر دفتر له نړۍ سره د روابطو د قایمولو او اړیکو جوړلو په موخه پرانستل شوی چې له همدې ځایه به نړیوال د یو مستقیم ادرس په توګه له طالبانو سره رابطه کولای شي.

نوموړي د قطر له حکومت نه په مننه وکړه او وویې ویل چې ددې دفتر په خلاصولو کې دقطر حکومت ورسره زیات مرسته وکړه، نوموړي د اعلاميې له لوستلو نه ورسته د ژورنالستانو پوښتنو ته جوابونه وویل.

په پای کې د سیاسي چارو کارپوه قاري دین محمد چې د جاپان د دوشیشا پوهنتون په بلنه یې د طالبانو په استازیتوب هلته هم شرکت کړي وو، له ژورنالستانو سره په دري ژبه مرکې وکړي او دهغوي پوښتونه ته یې ځوابونه وویل.

له مراسمو نه سمدستې ورسته د سپیني ماڼۍ چارواکو هم خپله اعلامیه صادره کړه او ددې دفتر خلاصول یې د سولې دخبرو په چټکتیا کې مهم ګام وباله.

د سیاسې کارپوهانو له نظره ددې دفتر افتتاح د طالبانو لپاره یو مثبت او ګټور ګام دي، او دا دهغوي ستره سیاسي بریا بلل کیدای شي چې ددولس کلونو مقاومت ورسته یې امریکا دې ته راضي کړه چې هغوي د یو مقابل په توګه وپیژني او د سیاسې دفتر په پرانستنې یې مجبور کړي.

[img:65b4fb7583]http://www.nunn.asia/images/taliban/qatar_office/istqbal.jpg[/img:65b4fb7583]

[img:65b4fb7583]http://www.nunn.asia/images/taliban/qatar_office/janmohammad_and_wazeer1.jpg[/img:65b4fb7583]

[img:65b4fb7583]http://www.nunn.asia/images/taliban/qatar_office/janmohammad_and_wazeer.jpg[/img:65b4fb7583]


[img:65b4fb7583]http://www.nunn.asia/images/taliban/qatar_office/iftitah.jpg[/img:65b4fb7583]

[img:65b4fb7583]http://www.nunn.asia/images/taliban/qatar_office/shaheen_and_wazeer.jpg[/img:65b4fb7583]

[img:65b4fb7583]http://www.nunn.asia/images/taliban/qatar_office/shaheen_and_naeem.jpg[/img:65b4fb7583]

[img:65b4fb7583]http://www.nunn.asia/images/taliban/qatar_office/bairagh_porta.jpg[/img:65b4fb7583]

[img:65b4fb7583]http://www.nunn.asia/images/taliban/qatar_office/bairagh_wadani.jpg[/img:65b4fb7583]

[img:65b4fb7583]http://www.nunn.asia/images/taliban/qatar_office/gait1.jpg[/img:65b4fb7583]

محب/ نن ټکی اسیا


tandar
19.06.2013

دزړه له کومي ټولو په وطن مينو ازاديخواهانو ته دبري مبارکي وايم
ديوه ازاد هيواد په هيله


pattang
19.06.2013

تند ر صیب له احساساتو د مننه !
خو دغه دسولې خبرې د افغانستان لاسپو څي رژيم رد کړې ، تاجک
اوزبک او هزاره دا کار نه غواړي هغوي په افغان و‍‍ژنه کې خپل دالر
پيدا کوي خدای پاک دې طالبانو وروڼو ته قدرت ورکړي !

[quote:265660a232="tandar"]دزړه له کومي ټولو په وطن مينو ازاديخواهانو ته دبري مبارکي وايم
ديوه ازاد هيواد په هيله[/quote:265660a232]


pattang
19.06.2013

شبونمله له باکه نېته دې مننه !
اوس به مالو مېږي چې څوک سوله نه غواړي ؟
----------------------------------------------
« هغوی چې طالبانو غروته شړلي وو او cia بيرته راوستل
کله سوله غواړي !

« هغوی چې له cia نه په دروغو او چالاکي په ملياردو ډالر
واخيسل او په خپلو منځو کېيې سره تقسيم کړل او اولس او ملک
يې وږی پرېښود ، کله سوله غواړې !

« هغوی چې چوکۍ یې چور کړې ، په درواغو غلطې شهادت نامې
لري کله سوله غواړي !

« هغوی چې جنګي او ايتنيکي ټېکداران دي او خپل سياسي او
اقتصادي ګټې ساتي کله سوله غواړي !!

« هغوی چې د اقتصاد، تجارت …. او نورو کارونو وزيران دي
او په دا دولسو کالو کېيې نه يو سياسي سيستم جوړ که ااو نه يې
د ملي اقتصاد خښته کېښوده خو په زرګونودالر اخلي ماڼۍ
جوړوي نو هغوی کله سوله غواړي او بېکاره پاته کېږي !!

« هغه بېکاره غيرې مسلکي په خارج کې بېکاره افغانان چې اوس
په کابل کې لوړې چوکۍ لري ، کله سوله غواړي خو بيا بېکاره
پاته کېږي !

« جنګي جنايتکاران او قاطلا ن کله سوله غواړي ، بيا خو محاکمه
کېږي !
………………………………………………………………………
« چرسيان ، بد فعله ، شرابپیان، بې استعداده لوپران کله سوله
غواړي !

نو د طالبانو وروڼو د الله مل شي !


اتل
20.06.2013

ډیرو ګرانو او محترمو وروڼو، اسلام علیکم و رحمت الله وبرکاته
خالق عالمیان دې د طالبانو پر دې نیک اقدام برکت واچوي، اود پروردیګار نه عاجزانه تمنا لرم چې طالبانو ته ددې توا او قدرت ور وبښي، چې د حقیقي اسلامي حکومت په جوړولو کې مرسته وکړي، نه د خرافاتواو افراطیت په بیرته جاري کولو کې.
طالبانو نن د الله جل جلاله ددې فرمان پیروي وکړه چې وايي:
( وَإِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ)
ترجمه: او که میل وکړي کفار صلحې ته نو ته هم میل وکړه صلحې ته او توکل وکړه په الله (او مه وېرېږه له مکره ددوي) بې شکه چې دغه (الله) هم دئ ښه اورېدونکي. (د تولو اقوامو) ښه عالم (دانا پر ګردو (ټولو) احوالو.

زه پدې کامله عقیده لرم، اوس چې طالبانو د الله امر ته غاړه کيښوده، الله جل جلاله به هم د هغوی په نیکو اعمالو کې برکت واچوي.
خو ترهغې چې طالبانو د بې ګناه مسلمانانو د قتال نه لاس نه وي اخیستئ، زه نه پوهیږم چې د هغوی د صلحې او روغې جوړې دخبرو اترو دا نیک عمل به د الله په دربار کې قبول او مقبول وګرزي او که نه؟
خو د افغان ولس هیله داده چې دطالبانو سرته سد ورشي او د ولس د وژلو په عوض، ولس ته د خدمت مصدر وکرزي.
آمین.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more