د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دافغانستان حالت تر وېتنام بدتر دی

هجران
18.06.2013

دافغانستان حالت تر وېتنام بدتر دی

http://eslahonline.net/1086

on February 9, 2009 2:55 am in افغانستان, خبر او تحليل / 2 تبصره ها

د نړۍ د ستر فرعون بوش له تګ وروسته د هغه بل ورور اوباما د امریکا د واک په ګدۍ ګدۍ کیناست او له کیناستو سره سم يې خپلې فرعوني دعوې پیل کړې او په لومړۍ ورځ يې وویل چی امريکا ماتې نه خوري.

خو د څو ورځو په تېرېدو وروسته خپله اوباما او د اوباما حواریینو په دې اقرار وکړ ، چې په افغانستان کې د دوی شته پوځیان ډېر کم او له طالبانو سره د جګړې توان نه لري نو ضرور ده ، چې افغانستان ته دېرش زره نور عسکر راولېږل شی تر څو په افغانستان کې موجود مقاومت کمزوری کړی.

د اوباما د بهرنیو چارو وزیرې هيلري کلنټن هم د اوپاما د حکومت دریځ ښکاره کړ او زیاته يې کړه چې امریکا نور په افغانستان کې جګړې کوي نه بيا رغونه ، ځکه چې د افغانستان حکومت خپله د نشه یی توکو په قاچاق او د طالبانو په بیا راپورته کېدو کې ونډه اخلي.

بلخوا د جنوبي اسیا لپاره د امریکا ځانګړي استازي رچرډهالبروک ويلی دي ، چې په افغانستان کې اوسنی حالت تر وېتنام زياد خراب دی.

نوموړی ویلي چې مونږ به ډېر زر په افغانستان کې د خپل پوځ د قوماندان جنرال پټریاس به واسطه اداري فساد ته د پای ټکی کېږدو.

نو دا ټول چې د امریکا د حکومت مسوولين دی په خپله یې اقرار وکړ ، چې امریکا ماتې خوړلې او نور نه شی کولی چې د خلکو مرسته وکړی بلکې د خلکو سره د همکارۍ پر ځای به خلک ووژني او خلک به له منځه وړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more