د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

عاصمه جهانګیر: که پاکستان کې ترهګر نه وي، ډرون حملې به هم نه وی

میرویس
17.06.2013

قدر منو لوستونکو، اسلام علیکم
دا لاندې مضمون ښيې چې، که خارجي ترهګر زموږ له سیمې نه ووزي، نه یوازې دا چې د بې پیلوټه الوتکو ګذارونه به ختم شي، بلکه په ټوله علاقه کې به سوله او امنت هم راشي
=======
که پاکستان کې ترهګر نه وي، ډرون حملې به هم نه وي
16.06.2013
سرچینه: ډان ورځپاڼه
لیکواله: عاصمه جهانګیر
ژباړه: هارون باچا
له پاکستانه خپرېدونکې د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ( ډان) پر وبپاڼه د پاکستان د وتلې وکيلې او د بشري حقونو د فعالې عاصمه جهانګير ليکنه خپره شوې ده.
په ليکنه کې ويل شوي، په ځانګړې توګه په شمالي وزيرستان کې موجودو غير ملکي ترهګرو کړيو د پاکستان خپلواکي تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

ترهګرو په پاکستان کې يو ګن شمېر پاکستانيان وژلي، ان دا چې له ځينو يې سرونه پرې کړي دي.
د پاکستانيو ځوانانو سختدریځه يا رېډيکل کېدل د ۱۹۸۰ مې لسيزې په کالونو کې پيل شول چې لا هم دغه عمل دوام لري.

د بهرنيو جګړه مارو د پاکستان په قبايلي سيمو کې ځای پر ځای کېدل دغلته د ډرون بريدونو له کېدلو مخکې پیل شول.

په ملاکنډ ډويژن کې د فضل الله او د وسله والو ملګرو لخوا يې پر عامو خلکو د ظلم زياتي تړاو هم له ډرون بريدونو سره نه وو او دا چې په تېرو وختونو کې په پاکستان کې فرقه يي شخړې هم سېوا شوې دي.

ليکنه وايي پکار دي چې په پاکستان کې د موجودو بهرنيو ترهګرو پر ضد کوټلی اقدام وکړي.
======
عاصمه جهانګیر وايي چې د پاکستان په خاوره کې د بهرنیو ترورستانو موجودګي، پدې ملک کې سولې، امنیت او ثبات ته خطره پیدا کړیده.
په حقیقت کې پاکستان هم د خپلې خاورې نه د خارجي، افراطیانو او ترورستانو د شرلو ملاتړ کوي.


pattang
17.06.2013

نوپردې خبرو يې د امريکا څه ??
داخو دپاکستان وظيفه ده !
تيروريسته USA دتيرور حق نلري !


larghonay laraway
18.06.2013

دا د عامو خلکو خبرې دي او رښتيا هم وايي چې که په افغانستان او پاکستان کې ترهګر نه وي نو امريکا دلته څه غواړي!
خو خبره همدومره اسانه هم نه ده.
ترهګر د امريکا او پاکستان له خوا جوړېږي او تمويلېږي نو ځکه به ډرون، جګړه او د امريکايانو شتون دلته دوام ولري.


میرویس
26.06.2013

اسلام علیکم، لرغونیه لارویه ستړئ مشې
ورورجانه، اصلي خبره هم عام ذهنیت دئ. د عام ولس انګیرنې تل دسیاست او منافقتونو نه پاکې او منزه وي. عام ولس ګوري چې په خارجي ملکونو باندې زموږ د ګران وطن نه، د ترورستانو د حملو نه مخکې ولې بې پیلوټه الوتکو پدې سیمه کې ګشت او ګذار نه لاره او حتی چا دغه ډول مؤثرې، دقیقي او کارې وسلې په خوب هم نه وي لیدلې.
د عامه افکارو اجماع دا خبره پهثبوت رسوي چې که په سیمه کې ترورستان نه واي، بې پیلوټه الوتکو څه بلا غوښته چې دلته راتللې.
الله مو مل شه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more