د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

معتصم آغا جان: طالبان د اسلامي امارت د راوستو په فکر کې ندي.

میرویس
17.06.2013

د فورم درندو ګډونوالو، اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت په اړه په تیرو ورستیو هفتو د خپرو شوم خبرونو په تائید د طالبانو د پرزیدلي حکومت د ماليې وزیر او د ملا محمد عمر آخند زوم، معتصم آغا جان وايي چې د طالبانو یوه ډله وختي د افغانستان د حکومت سره په خبرو اترو لګیا ده.
دا لاندې خبر روهي خپور کړیدي:
=====
معتصم آغا جان: طالبان د اسلامي امارت د راوستو په فکر کې نه دي

د طالبانو د وخت د ماليې وزير معتصم اغاجان په ترکيه کې له طلوع تلوېزيون سره په يوه مرکه کې ويلي، چې طالبان له افغان دولت سره د سولې د خبرو لپاره تيار دي. ده ويلي، چې که چېرې ټول اړخونه په خبرو کې صادقانه برخه واخلي افغانستان به ډېر زر سولې ته ورسېږي. ده وويل، چې طالبان په دې فکر کې نه دي چې خپل اسلامي امارت بيا راولي ، بلکې غواړي راتلونکی نظام د ټاکنو له لارې وټاکل شي. د ده په وينا طالبان دوې ډلې دي، چې منځلاري طالبان يې وار د مخه له افغان دولت سره په خبرو لګيا دي.

امين الله هوتک


pattang
17.06.2013

هغه اوس په ترکيه کې د cia ترځنګ بيده دی !


میرویس
18.06.2013

ډیر د قدر او احترام وړ پتګ صاحب، سلا مونه وړاندې کوم
زه څه چې باید ټول محترم لوستونکي دې هک حران کړي وي. دا څنګه کیدای شي چې ملا محمد آخند د امیرالمؤمنین په حیث منې او زوم یې د سي آی اې ایجنټ ګڼې؟
توبه وکاږه، د الله ددربارنه مغفرت وغواړه. ته د افغانستان دجهاد د کبیر مشر او د هغه د کورنۍ سپکاوئ کوي.

پدې پوهیږي چې زوم، یعنې د ملا محمد آخند لور معتصم آغا جان ته ناسته ده؟
ته په حقیقت کې بغاوت کوي، او یا هم ته پخپل سر د خپلې آرزو مطابق د طالبانو نه د شمال د ائتلاف پر خلاف جګړه غواړې، نه جهاد. داسې ښکاري چې ته د جهاد سره علافچ
قه نلرې، بلکه په ډیره وړه دایره کې درپچال یې او د هغه چا نه قصد اخلې چې کرکه ځینې لري. دا جهاد ندئ، بلکه لړایي ده. داسې ښکاري چې د ملت غم درسره نشته، ته خپله خصوصي او یا د بل چا آجنډا پر مخ بیایې. آغا جان خو د ملت د آرزو مطابق غږیدلئ دئ، او هغه ته یې چې د ملت غوښتنه د خپلې خود غرضه آرزو قرباني کوي.

آیا ته خبر یې چې آغا جان هغه څه وايي چې ملا عمر یې نشي ویلئ. آیا آغا جان د خپل خسر ترجماني نه کوي؟ آیاد آغا جان خبرې د طالبانو د میانه روې او وطندوستې ډلې خبرې ندي.؟
الله دې ستا تر کناه در تیرشي.


صبور
18.06.2013

برادران نهایت محترم سلام،
در قدم اول بسیار خوشحالم ازینکه ما افغانها میتوانیم ازین طریق با همدیگر حرفهای دل خود را بگویم، بدون اینکه دست به یخن شویم.
ما منحیث یک مسلمان و یک انسان حق داریم تا با عقل و ذکاوة خدا دادهء خود خوب را از بد فرق نموده و خوب را انتخاب، و از بدی ها دوری و اجتناب کنیم.

ثانیاً، از نوشته های شما برادران چنین معلوم میشود که گروه طالبان مانند سابق یک گروه واحد و یک جهت نمیباشند، قرار راپور های که در روزنامه ها و دیگر رسانه های کشور نیز نشر میگردد، معلوم میشود که رهبران طالبان ملا محمد عمر آخند و دیگران مانند معتصم آقا جان نیز از قدرت و شهرت در بین مردم افتاده اند، یا به عبارت دیگر که مردم ما دیگر به حرفهای آنها گوش نمیدهند، سوأل اینجاست که چرا مردم ما از آنها مأیوس و ناامید شده اند؟
آیا واقعاً طالبان به چندین دسته و گروپ تقسیم شده اند؟
ویا دستهای (خارجی های منافق) است که دربین آنها فتنه افگنی مینمایند؟

به امید جواب،


pattang
18.06.2013

صبور جانه ملا اغاجان له طالبانو وتلۍ او د سي ای اې په غېږ
للو ده ، دلاس‍پو څي دولت آود cia په ځېره په ترکيه کې ژوند کوي
او کابل ته ځي او راځي ! دا ټوله پروپاګنده ده ، دټولو طالبانو
مشرملا محمد عمر مجاهد د ی !


میرویس
13.12.2013

پتنګ صاجب. السلام علیکم
د طالبانو د جنګ په میدان کې د مکررو ماتو، په سلګونو جګړه مارانو د لاسه دورکولو، او دغه راز د سولې پروسې ته د وسلو سره د ډله ډله طالبانو اوښتل د ملا معتصم آغا جان دا خبره تائیدوي چې طالبان، نور د اسلامي امارت د راوستو په فکر کې ندي.

پتنګ صاحب، تاسې د څو تیرو هفتو حالات ولیدل چې طالبانو د جنګ په میدان کې ماتي وخوړې، جګړه ماران یې مړه شول او په ډلو ډلو طالبان حکومت ته ور واوښتل، او دطالبانو مظالم او خارجیانو ته یې د هغوی مزدوري تائید کړه او ویې ویل چې هغوی اوس پدې پوه شویدي چې طالبانو د جهاد په نامه دوی غولولي وو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more