د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ددي سپيڅلي خاوري اوملت نه به داستعمار اوظلم لمن څوک او کله ټوله کړي ؟

tandar
15.06.2013

ددي سپيڅلي خاوري اوملت نه به داستعمار اوظلم لمن څوک او کله ټوله کړي ؟
داارمان به مو په ژوندون ترسره شي؟
که نن هغه افغانيت،جيګي شملي ننګ ناموس هغه ديري هغه حوجري ټولي په سين لاهو شويدي ؟
ډيرڅه مي په زړه دي ٣١ کاله له مجبوريته په بهر کي ژوند کوم خودخاوري ازادي اودملت چاوديدلي پښي مي نن داشغال په حالت کي شپه اوورځ په اور سوځوي
نشو کوالاي لکه پخوا غوندي دجوارو ډوډي باندي قناعت خوپه يوه مشر راټول او ملي او شخصي ناموس ته نجات ورکړو؟
ديوه لوي او ازاد هيواد په هيله


پتوال
16.06.2013

......................................... بسم تعالی.............................

دروند ورور باوري صاحب او ګرانو ګډونوالو السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

مونږ په یو شرط کولی شو او بالکل کولی شو چې دې هدف ته ورسیږو، که چیرې د الله تعالی مرسته خپله کړو!
د الله سبحانه و تعالی مرسته په ایمان خپلیږي، نو پوره او سلامته مرسته د ایمان په سلامتۍ سره لاسته راځي. د ایمان نخښه څشی دی؟
د ایمان نخښه لومونځ دی او بشپړه نخښه یې پنځه وخته په جمع لمونځ کول دي!!!
د وطن آزادي د الله تعالی د رضا له پاره ګټل د الله امر دی! خو د الله تعالی لومړنی امر لمونځ دی ، بشپړ لمونځ په «ورکعوا مع الراکعین » سره ادا کول!
دویم امر د الله تعالی ، آزادي ده، د لمانځه آزادي،د اسلام آزادي، د اسلامي ملت او اسلامي حاکمیت آزادي یعنې د الله تعالی د بندګۍ کولو آزادي او ددې آزادۍ د ګټنې او ساتنې په لاره کې جهاد دی !
د اسلام لومړنی نسل اصحاب کرام رضي الله عنهم وو، هغوی د لمانځه د آزادۍ په لاره کې د اسلام لمن له مکې او مدینې څخه پیل او د څه تکلیف له احساس پرته يې آن د هسپانیا، هند او اندونیزیا پورې ورسوله الله اکبر!
زمونږ پلرونه او نیکونه هم ځکه بریالی وو چې د ایمان په وسله سنبال وو، هغوی تل جهاد کړی او د جهاد نخښه اتحاد او په یوه مشر راټولېدل دي!
نو مونږکه اتحاد غواړو نو د جهاد له پاره يې باید وغواړو، که جهاد غواړو نو د افغان ملت د اسلامی آزادۍ او اسلامي واکمنۍ له پاره يې باید وغواړو!
که اسلامي آزادي او اسلامي واکمني غواړو نو د ایمان د سلامتۍ او بشپړتیا له پاره يې غواړوچې اساس یې بشپړ لمونځ او نور دیني فرایض پر ځای کول دي. د ایمان بشپړتیا په دنیا کې پر دنیایی چارو تسلط میندلو او پرمختګ له پاره او په آخرت کې د الله تعالی د رضا او رضوان ( فی الدنیا حسنة و فی الاخرة حسنة) له پاره غواړو او بس!
داچې زمونږ اتحاد ضعیف دی علت يې صرف همدادی چې زمونږ ایمان ضعیف دی،داسې ضعیف چې خدای مکړه په نشت حساب دی، نو کله چې ایماندار
نه وي نو یو ایماندار مشربه له کومه پیدا کړو؟
[color=blue:dc4df56462]نو راځئ چې لومړی د خپل ایمان( لمانځه) او د ایمان د بشپړاوي غم وخورو او بیا د ایماندارو په منځ کې تر ټولو زیات ایماندار د ISI او CIA له لاس لرنې پرته خپل مشر وټاکو اود خپلو ایماندارو
پلرونو او نیکونو په شان د الله دویم امر جهاد د پرځای کولو له پاره په سوله ییز او وسلوال دواړه شکلونو ډګر ته ورودانګو او
د افغان اسلامي خاوره د استعماراو ظلمونو له هر شکل څخه خلاصه کړو !

افغان ملت دا اسلامي خاوره یواځې د یو بشپړ اسلامي ملت په توګه بشپړې آزادۍ او خپلواکۍ ته رسولی شي او بس !
ومن الله التوفیق![/color:dc4df56462]


larghonay laraway
18.06.2013

د پتوال صيب د خبرو له تاييد سره سره يوه بله هم ورزياتوم
دا ارمان مو هغه وخت پوره کيدلی شي چې پښتانه عقل او شعور ومومي او د ځان، ناموس او وطن پر سر له ډېرې معامله ګرۍ لاس واخلي.
باور وکړئ چې دې وطن ته هره نادوده، هر استعمار او هره بدنامي همدې پښتنو راوستې ده.
باور وکړئ که کرزی او ملاعمر نه وای نو اوس به په افغانستان کې نه دشمالي ټلوالې د سپيو دومره لنډه غري وای او نه د کوبايي لنډه غرانو!


پتوال
19.06.2013

بالکل سمه ده لاروی صاحب:

[color=blue:995d952223]
پښتانه باید له عقل نه کار واخلي
.......................... د شعور ډیوه یې نه ده لګولې

عقاید هم تفکر غواړي پښونه
........................ تا لا ځان او دنیا نه ده پېژندلې

اوس پیړۍ ده یویشتمه په تاریخ کې
....................تا لا اوس هم خپله لار نه ده موندلې

تعقل اجتماعي دي ! وایه کله:
....................... په خپل سر مقاومت پایله لرلې ؟؟؟

دا بیځایه تجربې دې نورې بس که
.............. چې دوستي دې تل دوښمن پورې تړلې

رهبران دې خاینان دي چې آبرو دې
..................... کمونیست او مجاهد په بل پلورلې

KGB یا CIA یا ISI ته
................... یوې خواته خو هریو پوره ورکړې

هسې نه چې په روان مقاومت کېم
........................ ISI وي په طالب ... منډلې

آیا نلري پښتون په سر کې څه چې:
....... ورور ته نر او بل ته یی چينګه خوله نیولې؟؟؟[/color:995d952223]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more