د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

چه دفهيم قسيم قواري ته ګورم

tandar
14.06.2013

چه دفهيم قسيم قواري ته ګورم او ځانته افغان هم وايې نوخدايه کاشکي دي زه افغان نه وي پيداکړي نن به مي دومره په رنج کي ژوند نه تيريدلو
فهيمه خليليه داخاوره دافغان داصلي بچي نه چا نه ده خوړلي او نه مهاجر شوي دمغلو جنګيزيانو دجنګ تسليم شوي بقايا نني افغان ګفته يې خرڅولي شي لکه تاسو غوندي
نيکونو مودرته ځاي درکړو خوتاسي مادر خطا دنستڼو ماران وختلي
[color=red:4b4445b532]داچه ګوري هريخواته لوړ لوړ غرونه
.............................................ډک له زمريانو په کي پريمانه سنګرونه
تورپټکي په سر دشهادت جام يې په لاس کي
..........................................په الله اکبر لري ايمان ورسره نشته کفنونه
هم يې ځواني هم يې جذ به هم يې دشمن شته
......................تندروايې راځي ورسره يوشوبيا به کله جهادونه کوو[/color:4b4445b532]
ديوه لوي او ازاد هيواد په هيله
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
جمعه د ١٣٩٢ لمريز کال د غبرګولي ٢٤
ملي اجماع - كه د وطن پلورو اجتماع - او كه د بن فاجعې تكرار
په دې ورځو كي د كابل حكومت له ځينو چارواكو؛ د ارگ ناستو په شمول؛ د ملي اجماع شعارونه اورو، وايي تر انتخاباتو وړاندي بايد ملي اجماع رامنځته شي، د راتلونكو انتخاباتو لپاره بايد په دوه دريو نوماندانو توافق وكړو!! د ملي اجماع خبره د لومړي ځل لپاره د خليلزاد له لوري عنوان شوه، ورپسې د شمالي ټلوالي ځينو تورو څېرو هغه مطرح او تأييد كړه، بيا كرزي هغه د حل يوازينۍ لار وگڼله او دا دئ اوس د ده لومړي معاون مارشال فهيم ترې دفاع وكړه خو په داسي لهجه چي د خليلزاد او د كرزي د وروڼو له راوړاندي كېدو سره ئې مخالفت وكړ او هغوى ئې امريكايان وگڼل!! دا ئې هم وويل چي اوسنى حاكم ټيم هيڅ بديل نه لري، د دې ټيم تشه بل څوك نشي ډكولى، او په هېواد كي داسي ډله نشته چي تر دې ټيم غوره وي. ده خپل مخكني ملگري هم وغندل چي ولي وايي موږ له پاكستان سره د ډيورنډ د كرښي په ارتباط كومه لانجه نه لرو، غوښتل ئې د ډيورنډ كرښي په ارتباط له يوې خوا د كرزي له دريځ ملاتړ وكړي او له بلي خوا په شوراى نظار كي د خپلو ملگرو هغه شرمناكه خبره جبران كړي چي د ډيورنډ د كرښي په ارتباط ئې كړې او په ولس كي ئې هغوى سخت منفور كړي. په دې اړه څو خبري د پام وړ دي:

معلومېږي چي امريكايان غواړي د بن مخكنۍ خونړۍ تجربه بيا تكرار كړي، بيا ئې خپل زوړ او پوخ جاسوس خليلزاد گمارلى چي د بن مخكنۍ ناستي په څېر يوه بله ډرامه جوړه كړي، دا ځل يو بل كرزى د ارگ پر گدۍ كښېنوي، اوسني ارگ ناستي د فهيم په شمول وېرېږي چي د دوى ځاى كوم بل ټيم ونه نيسي، له خليلزاد سره د شمالي ټلوالي توافق دا وېره په دوى كي راولاړه كړې ده، د خليلزاد له ملي اجماع سره د دوى توافق خو په خپله له ده سره د دوى مخالفت همدا حقيقت په گوته كوي، خبره قطعاً داسي نه ده چي فهيم له خليلزاد سره په دې دليل مخالفت كوي چي امريكايي تابعيت لري، مگر كرزى د خليلزاد په څېر او له هغه سره يو ځاى د يونيكال امريكايي كمپنۍ يو مأمور نه وو؟ ولي له سپينتا سره مخالفت نه كوي، سپينتا تر خليلزاد كه له هره پلوه ډېر بد نه وي نو تر هغه له هيڅ پلوه كم نه دئ، سپينتا كمونست دئ، د جرمني تابعيت لري، د امريكايانو په وينا لومړى د خارجه وزير په توگه وټاكل شو او چي د ولسي جرگې له لوري سلب اعتماد شو نو د امريكايانو په وينا د جمهور رئيس د امنيتي چارو مشاور او د امنيت شورى مشر وټاكل شو، له ډالرو ډكي هغه كڅوړي چي د سي آى اې، ام- 6 او ايراني اطلاعاتو له لوري ارگ ته وركول كېدې، په حقيقت كي د ده په واك كي لوېدې، غربيانو د دې لپاره غوره كړى چي هغه له اسلام او مجاهدينو سره كلكه او نه پخللا كېدونكې دښمني لري او ايران د دې لپاره چي هغه د پښتنو سخت دښمن دئ. ستاسو به حتماً په ياد وي چي كله سي آى اې او ام-6 د ډالرو د كڅوړو رسوايي بربنډه كړه نو همدغه سپين سترگي دروغجن سپينتا وويل: زه له دغو ډالرو او د ملي امنيت شورى ته د هغه له سپارلو خبر نه يم!!! خو په سبا ئې كرزي وويل: هو؛ دا پيسې راغلې دي او د ملي امنيت شورى دفتر ته سپارل شوې دي، ايران هم راكړې دي، خو څو مياشتې كېږي چي هغه ئې قطع كړې دي، او دا پيسې ډېري گټورې (خوندوري) وې او موږ د مريضانو د تداوي او د ځينو كورونو د كرايه په اړه ترې كار اخيستى!!!

داسي معلومېږي چي دا چارواكي د اسلام له دښمنانو او د مسلمانانو له قاتلانو سره د ملگرتيا له كبله د الله تعالى په قهر اخته شوي، زړونه ئې مسخ او تور شوي، د قرآن د دغو آيتونو مصداق گرځېدلي چي فرمايي: ختم الله على قلوبهم، صم بكم عمى فهم لايعقلون، نه پوهېږي چي په هېواد كي څه تېرېږي، په كوم لوري درومي، د دوى برخليك به څنگه وي، دوى اوس هم دا گمان كوي چي بيا به دبن د غونډي په څېر او د يوې شيطاني اجماع او اجتماع په ترڅ كي په قدرت كي ابقاء شي، دې ته متوجه نه دي چي د 2001 او 2014 تر منځ ژور توپيرونه دي، هغه مهال امريكايانو كابل ورته نيولى وو، د هېواد پر فضاء بي 52 جهازونه گرځېدل، امريكايانو په ټولي نړۍ كي د وېري او رعب داسي فضاء جوړه كړې وه چي هيچا د دوى په ضد د څه ويلو جرأت هم نه شو كولو، چا دا گمان هم نه كولو چي په افغانستان كي به څوك د دوى په ضد مقاومت وكړى شي، ايران، پاكستان او ټول اسلامي هېوادونه دې ته چمتو شول چي پر افغانستان د امريكايانو د يرغل ملاتړ وكړي، اته څلوېښتو حكومتونو عملاً په يرغل كي د دوى ملگرتيا وكړه، اوس امريكايان سرټيټي او نامراد وځي، له ماتي وروسته وځي، سپك شوي، هيمنت او رعب ئې په ټولي نړۍ كي ختم شوى، ولس ئې له جگړي متنفر دئ، فوځيان ئې ستړي او ناهيلي دي او د جنك گټل ورته محال برېښي، ناټو تر 2014 د وتلو پرېكړه كړې ده، نه پوهېږو د دوى ذليل لاسپوڅي اوس څنگه گمان كوي چي د ملي اجماع امريكايي غونډي او غولوونكو انتخاباتو په نامه به افغانان دوكه كړي او په اقتدار كي به پاته شي!! د يولك پنځوس زره بهرني ځواكونو د حمايې تر چتر لاندي ستاسو حالت داسي وو چي په كابل او حتى ارگ كي مو ځان خوندي نه گڼلو، د كابل ولسواليو ته نشوى تللى، د دې ځواكونو له وتلو وروسته به ستاسو حالت څنگه وي؟!! رښتيا ووايئ: آيا ستاسو ډېرو همدا اوس د اروپا او امريكا وېزې پر خپلو پاسپورټونو نه دي لگولې، آيا ډېرو مو خپلي كورنۍ بهر ته نه دي لېږلې؟!! مگر انگرېزانو او امريكايانو خپلو جاسوسانو او ترجمانانو ته همدا اوس اوس وېزې نه دي وركړې؟!! كه بخت ورسره ياري وكړه نو يقيناً چي كرزى به هند ته ځي، او ښايي د دغو ځواكونو تر وتلو وړاندي به هلته پناه يوسي، احتمالاً يو معاون به ئې ورسره وي، بل به ئې ايران ته ځي، سپينتا به جرمني ته ځي، هغه مخكني وزيران به انگلستان ته تښتي چي د افغانستان د پلورلو اسناد ئې ورسره لاسليك كړي وو، شيعه ايران پلوه مشران به خپل متبوع هېواد ايران ته درومي، دوستم به اوزبكستان ته، كمونيستان به روسيې ته نه بلكي اروپا ته تښتي... د ټوپك اخيستلو او غره ته د ختلو لويي لويي خبري نوري پرېږدئ، له وړې خولې سره لويي خبري نه ښايي، څوك چي د سټيج لوړي ته په ختلو كي هم ستونزه لري او د بل مرستي ته اړ وي نو غره ته به څنگه خېږي؟!! په دې پوه شئ چي نور به نه په پنجشير كي پناه ځى لرئ او نه په كولاب كي اډه، تاسو خپل قومونه تاجك، هزاره او اوزبك په پرديو وپلورل، پرون په شوروي اشغالگرانو او نن په امريكايي اشغالگرانو، د دوى پر سر مو سودا وكړه، له خپلو پښتنو وروڼو سره مو جنگول، خو نه د دوى د حقوقو لپاره بلكي د خپلو جيبونو ډكولو او قصرونو جوړولو لپاره!! كوم احمق به بيا د قوم په نامه ستاسو څنگ ته ودرېږي؟

عجيبه ده! د څو سپكو جاسوسانو او ملي خائنانو داسي غونډي ته د ملي اجماع نوم وركوي چي د پرديو په وينا او د هغوى د حمايت تر وزر لاندي جوړېږي، طرح ئې د سي آى اې له لوري او د دې ادارې د يوه سپك او بدنام وطن پلوري جاسوس په لاس كابل ته لېږل شوې!! دغه غونډه به د امريكا د خوښي يوه بله ناولې څېره د نوي جمهور رئيس په توگه غوره كوي، او بيا به همدا له يوه دوه نورو نوماندانو سره ملت ته وړاندي كېږي چي رأيه وركړي، صندوقونه به ئې له جعلي كارټونو ډكېږي، او يو به (همغه چي امريكايانو لادمخه ټاكلى) د منتخب جمهور رئيس په توگه اعلانېږي!! خو خبر نه دي چي د تقدير لومه ئې كوم لوري ته بيايي او كوم تور برخليك ورته منتظر دئ!!

دا هم ډېره ډېره عجيبه ده چي فهيم ادعاء كوي د اوسني حاكم ټولگي بديل نشته!! دا په داسي حال كي چي د نړۍ تر ټولو مفسد ټيم همدغه دئ چي امريكايانو پر افغانانو تحميل كړى، په خپله امريكايان وايي چي د نړى اوله درجه مفسد حكومت د كابل اوسنى حكومت دئ!! هو؛ دا د غلو، وطڼ پلورو، جاسوسانو او مفسدينو ټولگى بديل نه لري، هيڅوك په وطن پلورني او فساد كي ورسره سيالي نشي كولى!! د افغانستان په اوږده تاريخ كي تر دې زيات ذليل او مفسد حاكم ټولگى نشو موندلى!!

مارشال په خپلي وينا كي په دې هم ټينگار وكړ چي د هېواد لپاره پارلماني نظام غوره دئ، دا دليل ئې وړاندي كړ چي نن هر څوك كرزي ته ښكنځلي كوي، بايد داسي مسئوله اداره رامنځته كړو چي د ښكنځلو مخه له جمهور رئيس د هغه لوري ته واوړي!!! ډېره عجيبه ده، دا هم شو دليل!! څوك به دا خندوونكى دليل ومني، څوك نه پوهېږي چي د هېواد په اوسني وضعيت كي د پارلماني نظام معنى له دې پرته بل څه نشي كېدى چي د هېواد د تجزيې لپاره لار آواره شي، دا د تجزيې په لوري تر ټولو خطرناك لومړى گام دئ، عجيبه ده دوى له مجاهدينو غواړي چي اوسنى امريكايي اساسي قانون ومني حال دا چي د دوى دغه مطالبه سل په سلو كي د اوسني اساسي قانون خلاف ده، نه پوهېږو مارشال خپلو واليانو ته تر دې زيات څومره صلاحيت غواړي، كرزى نه شي كولى عطاء تبديل كړي، انور جگدلك د تلويزيون له لاري وايي: كه څوك ما لري كړي نو ښايي خپله وظيفه پرېږدم خو نه كندز پرېږدم او نه خپله مبارزه!! نږدې ټول واليان په ځانگړې د مهمو ولاياتو واليان د بهرنيو په خوښه او امر ټاكل شوي، كرزى ئې د بدلولو توان او صلاحيت نه لري، دا بهرني ځواكونو د افغانستان د تجزيې پلان لري، واليانو ته د صلاحيت انتقال او پارلماني نظام د هغوى منصوبه ده، دا اوس د بلخ په څېر باميان او داى كندي د مستقلو ايالتونو حيثيت لري، داى كندي د جنوب تر ډېرو ولسواليو د نفوس له پلوه وروسته دئ، خو د ايران ډالرو او امريكايانو منصوبې ارگ دې ته اړ كړ چي د ولايت په توگه ومنل شي، د هزاره جاتو ټول ملكي او نظامي ادارې او واك ئې هزاره وو ته سپارل شوي، واليان، قومندانان، ملكي مأمورين، امنيتي ځواكونه، ښوونځي، پوهنتون، استادان، قاضيان ... ټول د هزاره توكم په واك كي دي، له شيعه پرته بل څوك په كي نه ترسترگو كېږي، د پښتنو ټولي زمكي ئې غصب كړې دي، هغوى نه پرېږدي چي خپلو سيمو ته ولاړ شي او خپلي زمكي تصاحب كړي، كوچيان نه پرېږدي چي خپلو مېنو، څړځايونو او ورشوگانو ته ولاړ شي، د هغو امنيتي ځواكونو له لوري پر دغو مظلومو كوچيانو بريدونه كوي او له سيمي ئې باسي چي د فوځ او پوليس دريشي ئې په تن دي، د امريكايانو هغه خاص ځواكونه له همدغو هزاره ملېشو جوړ شوي وو چي په وردگ ميدان كي د هغوى وحشيانه جناياتو ټوله نړۍ ولړزوله، كرزى ئې دې ته اړ كړ چي ووايي: په يوې اونۍ كي بايد دا ځواكونه له سيمي وايستل شي، او دفاع وزارت ته ئې امر وكړ چي دوى خلع سلاح كړي. دوى بايد په دې پوه وي چي د امريكايانو د مټو په زور چي كومه مستي كوي، پاى به ئې ډېر عبرتناك وي، هغه ورځ به راورسېږي چي مظلوم كوچيان او پښتانه به د خپلو غصب شوو حقوقو ترلاسه كولو لپاره ملاتړي، هغه مهال به دا د پرديو په زور مست ظالمان او غاصبين نه يوازي د هېواد په شرق، غرب، جنوب او مركز كي خپلي زمكي، كلي، نوي جوړ شوي ښارگوټي له لاسه وركوي بلكي په باميان او داى كندي كي به هم د دوى په وړاندي تم نشي، ايران ته به تښتئ او ايرانيان به همغه څه ورسره كوي چي پرون ئې ورسره كړي، د نړى په هيڅ هېواد كي له هيڅ مهاجر سره دومره ظلم او وحشيانه سلوك او بې رحمانه چلن نه دئ شوى چي په ايران كي له هزاره وو سره شوى!!

په دې كي هيڅ شك نشته چي د دې ټيم برخليك به ډېر تور او عبرتناك وي، الله تعالى به د ټولو هغو خيانتونو سزا وركوي چي له مظلوم افغان ولس او له اسلام سره ئې كړي. دوى دي هم منتظر وي، موږ هم منتظر يو، وبه گورو چي الله تعالى له دوى سره څه كوي او له مجاهدينو سره څه.


صبور
18.06.2013

برادر نهایت محترم پتنگ خان اسلام علیکم،
یک حرف را لطفاً برایم مانند یک مسلمان بنویس که هدف خودت از دامن زدن آتش نفاق و برادرکشی در افغانستان چه است؟
اگر ما همدیگر را مانند تو و امثال تو مخاطب سازیم، افغانستان هیچگاه آرام و آباد نخواهد شد، این کاری است که دشمنان کشور ما از سالهاست که انجام میدهند.
آیا سی سال جنگ، و ملیونها شهید بس نیست. آیا خودت و امثال خودت میخواهید که چند ملیون افغان بیگناه و مسلمان دیگر نیز شهید شوند؟
اگر چنین نیست، پس مقصد و هدف خودت ازینگونه حرفها چه است؟
قرآن مجید میفرماید، هیچ مسلمان بر مسلمان دیگر برتری ندارد، تنها از نگاه تقوی و پرهیزگاری.
آیا خودت به هدایات قرآنی که وجیبهء هر مسلمان است، آشنایي و بلدیت دارید؟ اگر ندارید، لطفاً بروید و یک کمی مطالعه نماید، تا اینکه بدانید که در دین مبارک ما بین عرب و عجم، سیاه و سفید، پشتون و ازبک هیچگونه فرق و درجهء وجود ندارد، مگر از نگاه تقوی و ایمان آنها.

من نه تاجیک هستم، و نه هم پشتون و نه ازبک وهزاره، و...
فقط یک افغان مسلمان پر افتخار و سر بلند هستم.

زنده و جاوید باد سرزمین قهرمانان و شیرمردان (افغانستان)

با احترام،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more