د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

لیوال زمري:

Hashmat Kahn
12.06.2013

څو هیوادیز پوځي مشق او تمرین چې هدف یي د پوځي څو اړخیزو اړیکو ټینګول ، او سیمه ییزامنیت او ثبات دي په اردن کي د لیوال زمري ۲۰۱۳ په نامه پیل شو. دغه مشق او تمرین د جون میاشتي د ۹ تر۲۰ پوري به د اردن په مختلفو ځایونوکې تر سره کیږي. په دغه تمرین کې تر ۸۰۰۰ ډیر کسان ونډه لري چې د ۱۹ هیوادونو څخه راټول شوي دي.
د لیوال زمري ۲۰۱۳ مشق او تمرین دیو سپیځلي ګام د امریکا د متحده ایالاتو عمومي قومانداني لخوا د کوربه هیواد اردن او سیمه ییز هیوادونو په مرسته د سیمي دلا ښه کولو په امنیت کې به خورا مهم رول لوبوي.
په درنښت
حشمت
دامریکا متحده ایالاتودمرکزي قومانداني دبریښنایې خبرواترو تیم
www.centcom.mil


pattang
12.06.2013

داهم ديهودو او صليبيانو بله ننداره ده اول به د اردون ګوډاګی پاچا
دانګليسې ځوی تقويه کوي او بيا به ديهودو په ګټه له داسې له منځه
وړي لکه صد م عليه رحمه!!
نالت دصليب په چالبازي !


tandar
12.06.2013

خلک نه کاڼه ،نه ړانده او نه ليونيان دي
په اردن کي دغه تمرينات دسوري داسد دلري کولو لپاره کيږي يعني لوي تروريست امريکا اوانګليس قاتلان دقتل لپاره روځي لکه په انګلستان کي چه افغاني کلي اوکورونه جوړکړي اوخپل کوڅه ډب سپي په کي دافغان وژني لپاره روزي اوبيا يې افغانستان ته دافغان وژني لپاره ليږي
افغاني جاسوسانو هم له انګليسه د پناهنده ګي تقاضا کړي :oops:
دحساب ورځ لري نه ده انشاالله


larghonay laraway
13.06.2013

عجيبه نړۍ ده. امريکا د طالب او القاعده په نامه ډنډوره جوړه کړې چې په اصل کې القاعده مالقاعده له سره شتون نه لري بلکې د امريکا بچيان دي چې هر هېواد ته امريکا تلل وغواړي نو هلته يې مخکې تر مخکې واستوي خو نړيوال داسې کاڼه او ړانده دي چې ځانونه يې غلي کړي او هيڅ نه وايي!
نږدې ده چې امريکايان ځان د ټولنې نړۍ واکمنان معرفي کړي خو انشاء الله چې الله جل جلاله يې زوال راوستی او داسې به ورک او سپک شي چې هملته په امريکا کې يې هم بيا څوک په قرارا پرېنږدي!


پتوال
13.06.2013

خدای مکړه که امریکایان په افغانستان کې مات نشي د لیوال زمریانو ترڅنګ به تږي پړانګان او وږي لیوان هم په ختیځ کې رامنځته کړي،
خو د الله سبحانه وتعالی په مرسته به د امریکا په مشرۍ ټول لوېدیزوال دلته ماته خوري او نړیوال به يې له چټلو منګلو څخه خلاصیږي!
خو ددې دجال د غربي شبکې(CIA) له ماتولو څخه په شرق کې لومړی د هغه د شرقي شبکې (ISI) ماتول اړین دي . نو د CIA د ماتولو
له پاره باید د ISI په کونه کې کمین و نه نیسو او د لاس غوټه خولې ته رانه وړو!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more