د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پښتون بايد د هر پښتون سره يووالۍ وکړي؟

م ن غروال
16.12.2004

.................. [color=green:7a8e91e87c]د لوی عادل او حق المبين الله جل جلاله په نوم او توکل![/color:7a8e91e87c]
په وطن مَين مسلمان درنو او پتمنو افغانو خويندو او وروڼو سلامونه او نېکې هيلې عرض کوم!
يووالۍ په هر ملت کي د چارو او د تصميم دبري لومړۍ ستن بلل کيدائ شي٠ افغان ملت هم بايد چې يووالۍ ولري اوسره يو شي٠ دا به يو ډير توانمن او پياوړۍ ولس وي او د ډيرو افغاني سياسي باالخصوص دکورنيو ستونزو او جګړو د مخنيويو لپاره په ړومبي ګام کي يواړينه او بنسټيزه وسيله وي٠
زه غواړم دلته دا وپوښتم چې آيا له هغو افغانانو سره چې د افغان مسلمان ولس په وينو يي لاسونه سره وي ، پدې وجه چې ګواکي پښتون دي، يووالۍ وشي؟
د قاتلانو او جلادانو نيول او د عدالت محکمو ته سپارل به آيا د افغان ملت يووالۍ له ګواښونو سره مخامخ کړي؟
دا جلادان او قاتلان که د کمونستانو په دوره کي وؤ او که د نجيب سقوط وروسته بيا هم بايد د مرحمت لاس پري تېر شي ځکه چې پښتون دي؟
افغاني کمونستانو (پښتنوکمونستانو) به څومره پښتانه وژلي وي، هغه هم پرته له هر ډول حقوقي پروسې سرته رسولو؟
تاسوڅه نظر لرئ چې د قاتل او جلاد سره اتحاد مونږ ته کومه نيکمرغي له ځانه سره لري؟
په درناوې
محمد نادر غروال


ازادخيال
19.12.2004

غروال صيب سلامونه
که اشاره دې دخلک ديموکراتيک ګوند ته وي نو غټه تيروتنه کوې، خو که مطلب دې څو کسه مشخص کسان وي ولو که د ددې ګوند او يا دبل ګوند نو بيا دې تشويش په ځای دی.
بايد ووايم چې داسې سوال په ډير نامناسب وخت کې مطرح کوی . بايد يو څه انتظار وويستل شي ا او کله چې او ضاع ټينګه شي، مشخص افراد که په هرلباس کې وي او جنايات يې سرته رسولي وي، بايد محاکمې ته راکش شي. نه بايد کوم خاص ګروپ يا ګوند ته ګوته ونيسي چې دا په اوس وخت کې ډيرې بدګمانۍ او نااميدۍ را پيداکولای شي. که په مجموع کې دجناياتو مسله مطرح وي نو باوروکړه چې داوسنيو مجاهد صيبانو جناياتونه خو په لس ګونو ځلې له خلقي منسوبينو څخه زيات دي. که دمنسوبيت په حساب دګوند غړي له سياسي پروسي وويستل شي نو ميدان به يواځې ډيرو نالوستو کسانو ته خالي پاتي شي او حالت به له بده بد تر شي. اکثريت مجاهدين يواځې د مذهبې زده کړو پرته نور هيڅ ډول زده کړې نه لري او دسياسې-ټولنيز ژوند له بهير نه کاملا نا خبره ډله ده. خو بل مقابل دخلک ديموکراتيک ګوند اکثره پاک غړي دلوړو زده کړو څښتنان او کارپوهان دي، چې دا هيواد ورته ډيره اړتيا لري.


م ن غروال
24.12.2004

محترم ورور ښاغلۍآزاد خيال سلامونه او نېکې هيلې ومنئ!
داسي د بطلان خط ما هم په ټولوندي راکاږلۍ او انصافاً به هم درسته نه وي٠ اما راغلو هغو ته چې نه يې خپله کوم ډول خدمت کړۍ وي او نه يي هم کوم وخت کوم ډول د عدالت او انصاف خبره کړې وي او همدا ډول تل او حتی اوس هم د(دخلق يا پرچم ګوند) له جانيانو او قاتلانو پلوي کوي او ځانوته د نجيب سقوط ورسته د جناياتو له امله غواړي برأت ورکړي، هغو ته زما مستيقمه وينا او ليکنه ده٠ کوم چې تاسو يي هم يادونه ګړې ده لکه څنګه چې د نجيب سقوط وروسته جنايات شوي دي حتی روسانو به هم نه وي کړي، دا بل اړخ د مسئلې دي دا زه هم منم او د سترګو ليدلي حالات وؤ اما پدې وسيله دي ځان ته نه څوک برأت ورکوي او نه دې هم له قاتلانو دفاع کوي٠
زما همدرده وروره که د ننيو بدبختيو د بنسټ او علت په لټه کي شو نو پرته د ديموکراتيک ګوند ( چې دديموکراسې اثار خو پکي له ــ الف نه تر ــ ي ــ پورې نه هم وؤ او نه هم کوم جزوي ترين عمل چې لااقل په ديموکراسۍ يي تکيه کړي وي اصلاً وجود نه درلود، دا نجيب ډير زيار وکړ چې له ديکتاتورۍ ديموکراسۍ ته راواوړي، اما له بده مرغه هغه وخت دوئ ته ډير نا وخته وؤ) بل څوک يي مسئول نشي کيدائ٠
بعضي يي اوس هم دې همدې ګوند د برياليتوب خوبونه ويني او غونډي کوي او وياړ کوي چې ولا عجب ښايسته ګلان يې د افغان راتلونکو بچو ته کرلي دي چې مه کوه پوښتنه!!!
غواړم وليکم چې دا تور مخي قاتلان نور په وطن کي چانس نه لري٠
په درناوې


Re: پښتون بايد د هر پښتون سره يووالۍ وکړي؟

مرورپښتون
01.07.2005

[quote:29e66a8c39="غروال"].................. [color=green:29e66a8c39]د لوی عادل او حق المبين الله جل جلاله په نوم او توکل![/color:29e66a8c39]
په وطن مَين مسلمان درنو او پتمنو افغانو خويندو او وروڼو سلامونه او نېکې هيلې عرض کوم!
يووالۍ په هر ملت کي د چارو او د تصميم دبري لومړۍ ستن بلل کيدائ شي٠ افغان ملت هم بايد چې يووالۍ ولري اوسره يو شي٠ دا به يو ډير توانمن او پياوړۍ ولس وي او د ډيرو افغاني سياسي باالخصوص دکورنيو ستونزو او جګړو د مخنيويو لپاره په ړومبي ګام کي يواړينه او بنسټيزه وسيله وي٠

زه غواړم دلته دا وپوښتم چې آيا له هغو افغانانو سره چې د افغان مسلمان ولس په وينو يي لاسونه سره وي ، پدې وجه چې ګواکي پښتون دي، يووالۍ وشي؟
د قاتلانو او جلادانو نيول او د عدالت محکمو ته سپارل به آيا د افغان ملت يووالۍ له ګواښونو سره مخامخ کړي؟
دا جلادان او قاتلان که د کمونستانو په دوره کي وؤ او که د نجيب سقوط وروسته بيا هم بايد د مرحمت لاس پري تېر شي ځکه چې پښتون دي؟
افغاني کمونستانو (پښتنوکمونستانو) به څومره پښتانه وژلي وي، هغه هم پرته له هر ډول حقوقي پروسې سرته رسولو؟
تاسوڅه نظر لرئ چې د قاتل او جلاد سره اتحاد مونږ ته کومه نيکمرغي له ځانه سره لري؟
په درناوې
محمد نادر غروال[/quote:29e66a8c39]

غرواله وروره سلام٠
هغه بل ځای کې مې ستا ليکنه ولوسته نو ډېر خوښ شوم چې دا دپښتنو يو بل دوست هم پيدا شو خو کله مې چې ستاسو دغه ليکنه ولوسته نو خدای شته چې بېرته ناهيلی شوم او دپښتنو نيکمرغي راته ډېره له ستونزو ډکه وليده شوه ځکه
تاسو بيا خپلې سياسي موخې پرمخ وړی٠ تاسو ددې وطن دتباهی غاملين يوازې خلکيان او کموستان بللي دي،حال دا چې په ځينو ځايو کي ،بلکې په زياتره مواقعو
مجاهدين تر دوی کم نه ؤ، کموستانو وطن په روسانو خرڅ کړی ؤ ﻻکن مجاهدينو
داسلام په نوم په زرو نورو پردو خرڅ کړ او څومره بېګناه کسان چې کمونستانو وژلي دي تر هغو ﻻ ډېر بې ګناه کسان مجاهدينو وژلي دي که کمونستانو خپل سياسي مخالفين وژل نو مجاهدينو دسياسي مخالفينو پرته دپيسو او نورو مادي
ګټو لپاره ډېر بې ګناه کسان ووژل ، خو ته چې دانصاف پسې ګرځې دهغوی يادونه دې هم بايد کړې وای٠ بله خبره دا چې ،موږ بايد دا درک کړوچې عقيده دهرچا خپل
کار او خپل حق دی، پښتون که مسلمان وی هم زموږ وروردی او که کمونست وی هم زموږوروردی٠ دا چې دی کمونست دی دا به دی پخپله د خدای پاک په وړاندې ځواب وايي خو زما لپاره دومره کافي ده چې هغه پښتون دی او بس٠
ستاسو له لوري د سم او معقول غبرګون په هيله٠


م ن غروال
01.07.2005

ښاغلۍ مرَه وَر ورور سلامونه ومنئ!
حقيقت او د ټولنې واقعيتونه نبايد خپلو کي سره داسي غلبيل شي چې وچ تاوده سره يو ځاي اور کي وسوځي٠
که پورتنې ليکنه او نور وطنيز سياسي بحثونه مو په ټول افغان کي لوستي وي نو مونږه جناياتو ته جنايت او کوونکو ته يې هم جانيان ويلي دي٠
تر ډيره زياته مونږه د مجاهد په نامه له ياغيانو هم سر شکولۍ دي٠ او په پورتنې ليکنه کي هم ترې ياده شوې ده فکر کوم اندېښنه مو لږه له وخته تر مخه ده، اما مهمه نده، مهمه دا ده چې تاسو د ټولنې بنسټيزې هغه ستونزې په پام کي ولرئ چې اوسمهال د ګران هېواد د سولې او بيا رغونې مخې ته خنډ نشي او بې ځايه نور د پښتنو د ورکېدو او وژلو موجب ونه ګرځي٠
هغو پښتنو چې پښتانه يې له تيغه تېر کړي دي له هغو سره زه نه بلکه د افغانستان اسلامي قضی به انشأالله تعالی خبرې وکړي٠ هغوئ نه يوازې چې د پښتنو د خدمت وسيله نشي ګرځيداي بلکه په غوړو غوړو او خوښونکو شعارو به نور هم پښتون يا افغان ملت دتېر په شان د تباهۍ کندو ته ورنسکور کړي٠
[quote:e7c29df34e]تاسو ددې وطن دتباهی غاملين يوازې خلکيان او کموستان بللي دي،[/quote:e7c29df34e]
که ټول افغان لږ تر نظره تېر کړئ فکر کوم پورتنۍ جمله به مو بېرته وخلئ اما د تباهۍ بنسټ؟ دا خو بيا بل شۍ دي او نبايد د هغه وخت جانيانو ته د نجيب سقوط وروستو حالاتو په پرتله داسي وانګيرو چې ګواکې دوئ مبرأ دي، البته چې نه!
[quote:e7c29df34e]تاسو بيا خپلې سياسي موخې پرمخ وړی٠ [/quote:e7c29df34e]
دا پدې اړه لري چې تاسو تر کومه زما ليکنې لوستي او قضاوت مو زما په هکله کومه سياسي موخه ده٠
[quote:e7c29df34e]کمونست دی دا به دی پخپله د خدای پاک په وړاندې ځواب وايي خو زما لپاره دومره کافي ده چې هغه پښتون دی او بس٠ [/quote:e7c29df34e]
نه وروره! زما منطق يې نه مني٠ کمونست؟ هېواد کي کمونستان ټول د خلق ديموکراتيک (ديکتاتور) ګوند غړي نه وؤ هغه يو څو لوړ رتبه ګوندي چارواکي وؤ چې مسئولين هم هغوئ شميرل کيږي، نه هر د ګوند غړۍ!
او بيا ما په لومړۍ ځل د ازاد خيال ورور په ځواب کي ليکلي :
[quote:e7c29df34e]داسي د بطلان خط ما هم په ټولوندي راکاږلۍ او انصافاً به هم درسته نه وي٠ اما راغلو هغو ته چې نه يې خپله کوم ډول خدمت کړۍ وي او نه يي هم کوم وخت کوم ډول د عدالت او انصاف خبره کړې وي او همدا ډول تل او حتی اوس هم د(دخلق يا پرچم ګوند) له جانيانو او قاتلانو پلوي کوي او ځانوته د نجيب سقوط ورسته د جناياتو له امله غواړي برأت ورکړي، هغو ته زما مستيقمه وينا او ليکنه ده٠ کوم چې تاسو يي هم يادونه ګړې ده لکه څنګه چې د نجيب سقوط وروسته جنايات شوي دي حتی روسانو به هم نه وي کړي، دا بل اړخ د مسئلې دي دا زه هم منم او د سترګو ليدلي حالات وؤ اما پدې وسيله دي ځان ته نه څوک برأت ورکوي او نه دې هم له قاتلانو دفاع کوي٠ [/quote:e7c29df34e]
دلته ماته خامخا پوښتنه پيدا کيږي چې مره ور ورور زما د ليکنو يې لا اقلاً کومه برخه لوستې ده که نه تاسو به داسي :
[quote:e7c29df34e]خو ته چې دانصاف پسې ګرځې دهغوی يادونه دې هم بايد کړې وای٠ [/quote:e7c29df34e]
نه وای ليکلي٠ خوکوښښ تل دا شوۍ دي چې نور بايد هېواد د جګړې اور ته ورټيل ونه وهل شي او پښتون په پوره اندازې قرباني ورکړې او نوره يې بس ده٠ نو ځکه مو تل دا اصل
[quote:e7c29df34e] د سم او معقول غبرګون [/quote:e7c29df34e]
لاره تر خپل حد او توانه ټينګه او کلکه نېولې ده٠
په درناوې


مرورپښتون
09.07.2005

[quote:034304fddd="غروال"]ښاغلۍ مرَه وَر ورور سلامونه ومنئ!
حقيقت او د ټولنې واقعيتونه نبايد خپلو کي سره داسي غلبيل شي چې وچ تاوده سره يو ځاي اور کي وسوځي٠
که پورتنې ليکنه او نور وطنيز سياسي بحثونه مو په ټول افغان کي لوستي وي نو مونږه جناياتو ته جنايت او کوونکو ته يې هم جانيان ويلي دي٠
تر ډيره زياته مونږه د مجاهد په نامه له ياغيانو هم سر شکولۍ دي٠ او په پورتنې ليکنه کي هم ترې ياده شوې ده فکر کوم اندېښنه مو لږه له وخته تر مخه ده، اما مهمه نده، مهمه دا ده چې تاسو د ټولنې بنسټيزې هغه ستونزې په پام کي ولرئ چې اوسمهال د ګران هېواد د سولې او بيا رغونې مخې ته خنډ نشي او بې ځايه نور د پښتنو د ورکېدو او وژلو موجب ونه ګرځي٠
هغو پښتنو چې پښتانه يې له تيغه تېر کړي دي له هغو سره زه نه بلکه د افغانستان اسلامي قضی به انشأالله تعالی خبرې وکړي٠ هغوئ نه يوازې چې د پښتنو د خدمت وسيله نشي ګرځيداي بلکه په غوړو غوړو او خوښونکو شعارو به نور هم پښتون يا افغان ملت دتېر په شان د تباهۍ کندو ته ورنسکور کړي٠
[quote:034304fddd]تاسو ددې وطن دتباهی غاملين يوازې خلکيان او کموستان بللي دي،[/quote:034304fddd]
که ټول افغان لږ تر نظره تېر کړئ فکر کوم پورتنۍ جمله به مو بېرته وخلئ اما د تباهۍ بنسټ؟ دا خو بيا بل شۍ دي او نبايد د هغه وخت جانيانو ته د نجيب سقوط وروستو حالاتو په پرتله داسي وانګيرو چې ګواکې دوئ مبرأ دي، البته چې نه!
[quote:034304fddd]تاسو بيا خپلې سياسي موخې پرمخ وړی٠ [/quote:034304fddd]
دا پدې اړه لري چې تاسو تر کومه زما ليکنې لوستي او قضاوت مو زما په هکله کومه سياسي موخه ده٠
[quote:034304fddd]کمونست دی دا به دی پخپله د خدای پاک په وړاندې ځواب وايي خو زما لپاره دومره کافي ده چې هغه پښتون دی او بس٠ [/quote:034304fddd]
نه وروره! زما منطق يې نه مني٠ کمونست؟ هېواد کي کمونستان ټول د خلق ديموکراتيک (ديکتاتور) ګوند غړي نه وؤ هغه يو څو لوړ رتبه ګوندي چارواکي وؤ چې مسئولين هم هغوئ شميرل کيږي، نه هر د ګوند غړۍ!
او بيا ما په لومړۍ ځل د ازاد خيال ورور په ځواب کي ليکلي :
[quote:034304fddd]داسي د بطلان خط ما هم په ټولوندي راکاږلۍ او انصافاً به هم درسته نه وي٠ اما راغلو هغو ته چې نه يې خپله کوم ډول خدمت کړۍ وي او نه يي هم کوم وخت کوم ډول د عدالت او انصاف خبره کړې وي او همدا ډول تل او حتی اوس هم د(دخلق يا پرچم ګوند) له جانيانو او قاتلانو پلوي کوي او ځانوته د نجيب سقوط ورسته د جناياتو له امله غواړي برأت ورکړي، هغو ته زما مستيقمه وينا او ليکنه ده٠ کوم چې تاسو يي هم يادونه ګړې ده لکه څنګه چې د نجيب سقوط وروسته جنايات شوي دي حتی روسانو به هم نه وي کړي، دا بل اړخ د مسئلې دي دا زه هم منم او د سترګو ليدلي حالات وؤ اما پدې وسيله دي ځان ته نه څوک برأت ورکوي او نه دې هم له قاتلانو دفاع کوي٠ [/quote:034304fddd]
دلته ماته خامخا پوښتنه پيدا کيږي چې مره ور ورور زما د ليکنو يې لا اقلاً کومه برخه لوستې ده که نه تاسو به داسي :
[quote:034304fddd]خو ته چې دانصاف پسې ګرځې دهغوی يادونه دې هم بايد کړې وای٠ [/quote:034304fddd]
نه وای ليکلي٠ خوکوښښ تل دا شوۍ دي چې نور بايد هېواد د جګړې اور ته ورټيل ونه وهل شي او پښتون په پوره اندازې قرباني ورکړې او نوره يې بس ده٠ نو ځکه مو تل دا اصل
[quote:034304fddd] د سم او معقول غبرګون [/quote:034304fddd]
لاره تر خپل حد او توانه ټينګه او کلکه نېولې ده٠
په درناوې[/quote:034304fddd]
ډېردروند ورورغروال صېب،
زما زړه دې بېا خوښ کړ٠مننه له داسې معقول اوسم ځواب نه ، زما په اند که موږ دټولومرڼوېا مسائلوپه هکله پداسې معقوله اوخوږه لهجه خبرې وکړو نو ټولې ستونزې به مو حل وي ٠اوله ستاسو نه بخښنه غواړم که دخوابدۍ لامل مو ګرځېدلی وم٠ مننه ٠
دپښتنو دستر ملت دنېکمرغۍ په هیله٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more