د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د عواقبو دړکه یې ورکړیده

میرویس
12.06.2013

په دین او وطن مینو خویندو وروڼو، اسلام علیکم
د پاکستان تحریک طالبان یا ټي ټي پي افغان طالبانو ته تر ژبه لاندې اختار ورکړی دئ. افغا ولس بیا بیا د افغانستان د اسلامي امارت نه غوښتي چې خارجي ترورستان او پاکستاني طالبان افغانستان ته ورسره رانولي، ځکه چې دا د افغانانو نفس نه مني چې پاکستاني طالبان او نور بیګانه ګان هغوی بې عزته کړي.
پاکستاني رسنۍ وايي چې افغان طالبان له پاکستاني پلوه قبایلي لښکر او ملېشه ځواک سره په باجوړ ایجنسۍ کې د پاکستاني طالبانو پرضد د جګړې لپاره میدان ته راوتلي دي.
خو پاکستاني طالبان وايي چې د افغان طالبانو له مشرانو سره یې تماسونه نیولي او هغوی یې د دې مسلې پر عواقبو خبر کړي دي.
دا چې د پاکستاني طالبانو دا مرموز ګواښ به څه وي، کیدایشي هر ځوک خپل نطر ورباندې څرګند کړي:
======
د پاکستاني طالبانو پرضد د پاکستان پلوو طالبانو ګډه جبهه
| شنبه, 08.06.2013, 05:57 PM | (828 لیدل شوی)

تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې افغان طالبان له پاکستاني پلوه قبایلي لښکر او ملېشه ځواک سره په باجوړ ایجنسۍ کې د پاکستاني طالبانو پرضد د جګړې لپاره میدان ته راوتلي دي.
پاکستاني طالبان وايي چې د افغان طالبانو مشرانو ته یې خبر ورکړی چې خپل کسان د پاکستاني طالبانو پرضد له جګړې راوګرځوي.
یوه پاکستاني خبریال جیونیوز تلویزیون ته وویل چې ممکن نورو کسانو د افغان طالبانو له بیرغ او نومه استفاده کړې وي.
خو پاکستاني طالبان وايي چې د افغان طالبانو له مشرانو سره یې تماسونه نیولي او هغوی یې د دې مسلې پر عواقبو خبر کړي دي.
که دا خبره تایید شي چې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو پرضد جګړې ته داخل شوي دا به د دواړو خواوو ترمنځ لومړنۍ نښته وي.
د پاکستاني طالبانو ویندوی احسان الله احسان د خپلو تحریک پرضد د یو شمېر ځواکونو د یوځای کېدو خبره تایید کړه، ویې ویل چې لشکر طیبه، انصارالاسلام او مومند فورس د دوی پرضد جګړې ته تیاري نیولې ده خو ده د افغان طالبانو په اړه له څه ویلو ډډه وکړ.
احسان الله احسان وویل چې د حمله کوونکو په وړاندې به د ځان دفاع وکړي.
د افغان طالبانو په اړه ویل کېږي چې پاکستان یې د افغانستان پرضد استعمالوي او د پاکستاني طالبانو په اړه ویل کېږي چې اوس یې د افغانستان حکومت د پاکستان پرضد استعمالوي. خو د دواړو په جګړه کې د ډیورند کرښې په دواړو خواوو کې په ملیونونو پښتانه زیانمن شوي دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more