د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

صلح او جنګ، اور او به غوندې

میرویس
11.06.2013

ډیرو ګرانو او محترمو وطنوالو، اسلام علیکم
پداسې حال کې چې په سیمه ایزه او نړیواله سطحه د افغانستان د معضلې د حل دپاره کوښښونه روان دي، او مطبوعات وایي چې طالبانو هم د افغانستان د حکومت سره د سولې د خبرو اراده ښودلې ده، ولې د طالبانو د ټیتو لیکو افراد لاهم قتل او قتال ته دوام ورکوي خپل ځانونه، او بې ګناه مسلمانان وژني؟
آیا د طالبانو د ښکته سطحې افراد ددی حرکتونو نه، آګاه ندي، او که د هغوی مشران چې په بنګلو کې ژوند کوي، او د تحریک د مالي منابعو نه په استفاده مزې چړ چې کوی، خپل پیروان هسې عبث وژني، او بې ګناه افغانان شهید کوي؟

خبریال پدې باب دا مضمون چاپ کړیدئ:
======
آل ثاني:قطر د سولې د بهیر په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی
10 Jun 2013, 5:42
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي، قطر ته د خپل سفر په لړ کې، نن له غرمې مخکې د دغه هېواد له امیر حمد بن خلیفه آل ثاني سره په امیري دیوان کې وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د لا پراختیا او د افغانستان د سولې د بهیر د چټکتیا په باب خبرې وکړې.
حامدکرزي په دغه کتنه کې د قطر له امیر والاحضرت حمد بن خلیفه آل ثاني څخه مننه وکړه چې د مخکیني سفر د پریکړو د عملي کولو لپاره یې د قطري پانګوالو ځانګړی هیات کابل ته را واستولو.
په دغه کتنه کې د هېواد جمهوررئیس د قطر امیر ته بلنه ورکړه چې افغانستان ته سفر وکړي.
د قطر امیر والا حضرت حمد بن خلیفه آل ثاني کابل ته د دغه هېواد د پانګوالو او سوداګرو د هیات له سفر او په افغانستان کې د پانګې اچونې لپاره د هغوی د چمتوالي له امله خوښي څرګنده کړه.
ده، وویل چې افغانانو د څو لسیزو جګړو له امله ډیر کړاوونه لیدلي دي او د قطر دولت د هغوی حالت درک کوي. د قطر خلک افغانانو ته ځانګړی احترام لري.
والاحضرت حمد بن خلیفه آل ثاني زیاته کړه چې د قطر دولت د افغانستان د سولې د بهیر د چټکتیا او د افغانستان د دولت او د طالبانو ترمنځ د مذاکرې لپاره د زمینې د برابرولو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
د دغې کتنې په پای کې د قطر امیر د حامدکرزي د هغې بلنې له امله چې والا حضرت حمد بن خلیفه آل ثاني دې کابل ته سفر وکړي، مننه وکړه، وې ویل چې زړه یې ډیر غواړي چې له افغانستان څخه لیدنه وکړي او په یوه مناسب وخت کې به افغانستان ته سفر وکړي.
د یو بل خبر له مخې، د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي، نن سهار په دوحه کې په خپل استوګنځي کې د بروکنګز انستیتوت له مشرتابه هیات او د قطر د سوداګرو د اتحادیي له مرستیال شیخ علي بن عبدالله آل ثاني سره په جلا جلا ډول وکتل او د علاقې وړ موضوع ګانو په باب یې ورسره خبرې وکړې.
که څه هم افغان ولسشمر حامدي کرزي د قطر پرته د نورو هېوادونو څخه هم غوښتي تر څو د افغانستان د شخړي د هوارولو او په دي هېواد کې د سولي او ټيکاو په رامنځته کيدو ور سره مرسته وکړي خو سره له دي پر له پسي غوښتنو او هڅو کوم هېواد چې په دي برخه کې رول لري مرسته نه د کړي.
افغان ولسمشر نه يوازي قطر بلکي د سولي په تړاو يې ځيني نورو هېوادونو ته هم سفرونه کړي دي او په همدي تړاو يې غوښتني کړي تر څو په افغانستان کې نوره جګړه پاى ته ورسيږي.


خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي 10/06/13.


pattang
12.06.2013

وروره داخبره دکرزي ددولت دي ، طالبان به خبرې له اشغالګرې
قوې سره کوي چې ددوی مخ ورک شي او طالبان ا رامي راولي !
ددوی په کونه تيز نه تکياکېږي څکه چې طالبان اوس دګاونډويو له
خواڅخه په درنه سترګه کتل کېږي او رسميت پيدا کوي !!

ددې جاهل دولت يو نه ټول يې مورزادي له اصله پيدا شوي احمقان
دي !
زه يې ځينې خبرې اورم دوی د بشريت نوم ته يو لوی پېغور دي !


میرویس
14.06.2013

پتنکه وروره، اسلام علیکم
اول خو دا چې دغه ژبه چې استعمالوی، د اسلام د مقدس دین د یوه مؤمن پیر سره نه دا چې ښايي نه، بلکه د مسلمانانو او اسلام بې حرمتي او ګناه ده. له بلې خوا، درسته ورځ لګیا یاست د طالبانو غیر اسلامي کارونه تائیدوي او نا حقه یې بری زمه کوئ.
چرا مدح اش کنم، که بیالایدم خرد = چرا هجوه اش کنم، که بفرسایدم زبان.

پتنګ وروره، که تاسې د افغانستان اسلامي تحریک خپل نماینده او یا نطاق مقرر کړي یاست، موږ ته ووایاست، چې پس لدې ستاسې خبرې د طالبانو رسمي عکس العمل وګڼو، او که داسې نه وي، نو پریږدئ چې د اسلامی امارت نطاقان ځواب ووایي.
تاسې هسې خوشي درمسال ته خټې مه کوئ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more