د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

صلح: د الله تعالا رضا مندی ده.

اتل
11.06.2013

د فورم قدر منو ګډونوالو، اسلام علیکم
د بیلګو او قرائنو نه داسې ښکارې چې د سولې او زموږ د ګران وطن د آرامۍ، سوکالئ او نیکمرغي د بخت ستورئ دورئځو د تورو لوخړو نه په مدار مدار راوزي، او د ځلا دوړانګو ځرک یې لګیږي.
پداې حال کې چې د پاکستان نوي صدر اعظم نواز شریف ویلي چې افغانستان او سعودي عربستان ته سفرونه کوي چې طالبان د صلحې خبرو اترته راکاږي، خدمتګار په خپله ګڼه کې کاږلي، چې [طالبان د افغان حکومت سره د سولې خبرې کوي].
د خپلو مسلمانو افغانانو سره خو د خبرو اترو ثواب او د صلحې کولو خیر او نیکي پر خپل ځای پریږده، الله تعالا حتي د کفاور سره د صلحې کولو حکم کړیدئ

( وَإِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ)
ترجمه: او که میل وکړي کفار صلحې ته نو ته هم میل وکړه صلحې ته او توکل وکړه په الله (او مه وېرېږه له مکره ددوي) بې شکه چې دغه (الله) هم دئ ښه اورېدونکي. (د تولو اقوامو) ښه عالم (دانا پر ګردو (ټولو) احوالو.

پروردګار عالمیان دې موږ ته ددې توان او طاقت راکړي چې د الله جل جلاله د رضامندۍ د حاصلولو او د خپل ویرژلي ملت په ټپونو د پټۍ لکولو دپاره په ملک کې صلح راولو او په صلح او امنیت کې خپل عبادات وکړو او وطن ته مصدر د خدمت وګرزو، آمین.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more