د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

اندونیزیا د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي

Hashmat Kahn
10.06.2013

ډیري خلک په دي نظر دي چې افغانانو ته په کار ده چې له تشدد څخه لاس واخلې او په سوله او ورورولې کې ژوند وکړي. دسولي مقصد ته په رسیدو افغانان باید د هغو کسانو په وړاندي ودریږي چې تشدد ته لمن وهې او سولي او ثبات ته خنډ ګرځې. په دي وروستیو کې د اندونیزیا د عالمانو د غورځنګ رئيس افغانستان ته راغلې وه چې د سولي لپاره کار وکړي او جګړه ته د پاي ټکې پریږدي.
ستاسو په فکر داندونیزیا د عالمانو د غورځنګ د رئيس هلې ځلې به مثبتي پایلي د سولي په ډګر کې ولري؟

د اندونيزيا د عالمانو د غورڅنګ رئيس په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسيدو غوښتونکی دی.
نوموړی له افغانستان څخه د ليدنې پرمهال وويل ترهګريز فعاليتونه په ځانګړي ډول ځانمرګي بريدونه له ملکي وګړو پرته هغو کسانو ته جدي زيان رسوي چې دغه بريدونه ترسره کوي.
بلخوا د حج او اوقافو وزير له دې اندونيزيايي چارواکي سره د ليدنې پرمهال د افغانستان د سولي په خبرو اترو کې د نوموړي هيواد د ډيرې ونډې اخيستو غوښتنه وکړه.
د اندونيزيا د علماوو غورځنګ ريس د سه شنبې په ورځ افغانستان ته په سفر کې د حج او اوقافو وزارت له چارواکو سره کتنه او خبرې وکړې.
د حج او اوقافو وزارت د دې کتنې موخه د افغانستان د سولې په برخه کې د اندونيزيا د همکاريو پراختيا ګڼي
له بلې خوا د اندونيزيا د علماوو غورځنګ ريس د افغانستان د سولې له بهير څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او په افغانستان کې د نوموړي هيواد د يوه کلتوري مرکز د جوړولو خبر ورکوي.
د حج او اوقافو د وزارت معین، داعي الحق عابد وویل: «یو نیم کال وړاندې د سولې عالي شورا پخواني ریس اندنیزیا ته سفر درلود، دغه هیواد له موږ سره همکاري لري، خو د قطر په شان نه، خو موږ غواړو او هڅه کوو چې دوی د سولې په خبرو اترو کې ډیر دخیل کړو.
د اندونیزیا د عالمانو د غورځنګ ریس، ډاکټر اسد علي وویل: «زما پيغام سوله، ورورولي او له جګړې ډډه کول دي افغانان بايد د زده کړو او روزنې په برخه کې جهاد وکړي او ځانمرګي بريدونه نه د خلکواو نه هم د اسلام لپاره کومه ګټه لري
د اندونيزيا د علماوو غورځنګ څه د پاسه څلويښت ميليونه غړي لري او په اسلامي او کلتوري برخو کې يو مخکښ مرکز دی، د حج او اوقافو وزارت په هيواد کې د دې غورځنګ همکاري ګټوره ګڼي.
دغه موضوع د طلوع د ویب پاڼې نه منسوب شوي ده.
په درنښت
حشمت
دامریکا متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
www.centcom.mil


pattang
10.06.2013

دغه خبره خو مونږ هم کوو خو صليبيان او دهغوی ګوډاګيان اول بايد
وشړل شي او يو اسلامي دولت جوړ شي !!
نالت په cia او nsd


پتوال
11.06.2013

خو اسلامي حکومت باید د کومې ډلې په دیکتاتورۍ او تعصب نه وي ولاړ ، بلکې اسلامي [color=blue:b66dd56b27]ساختار[/color:b66dd56b27]باید ولري :
[color=yellow:b66dd56b27] له ولسمشرسربیره ددفاع عدلیه او مالیې وزاتونو په شمول دې د کابینې یو ثلث طالبانوته[/color:b66dd56b27] ، [color=red:b66dd56b27]د داخلې او معارف وزاتونو په شمول دې یوثلث وزارتونه اسلامي ملتپالانوته[/color:b66dd56b27] [color=blue:b66dd56b27]او د بهرنیو چارو په شمول دې یو ثلث وزارتونه اسلامي ولسواکانو ته وسپاري [/color:b66dd56b27]او په دې ډول دې [color=green:b66dd56b27]اسلامي ملي ولسواک حکومت [/color:b66dd56b27]رامنځته کړي چې البته د اوسنی حکومت یوغړی به هم په کې شتون ونه لري !
د کاندیدانو د قانون په مټ دې دغه ساختار تضمین شي او د هغه په ساتنه دې له هرو پنځو کالو وروسته عمومي ټولټاکنې تر سره شي ! دا ساختار به ملي اسلامی سوله، ملي اسلامی واکمني او پرمختګ په هیواد کې خوندي کاندي .
نو لومړی دې د همدغه ساختار د پلې کولواو ساتلو په سر موافقه وکړي او جنګ دې ختم اعلام کړي!ومن الله التوفیق!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more