د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

صلح: سیمې ته بې ساري ګټې او نیکمرغۍ راوړي.

اتل
10.06.2013

ډیرو محترمو وطنوالو، اسلام علیکم
داسې ښکاري چې د پاکستان نوئ حکومت دیته متعهد دئ چې په سیمه کې د سولې او امنیت د ټینګولو په لاره کې کوټلي ګاونه واخلي. دا خبره هرچاته اظهر من الشمس غوندې روښانه ده چې په سیمه کې د صلحې او امنیت د راتلو نه پرته په پاکستان کې هم صلح او امنیت نا ممکن دي.

زموږ وروڼو طالبانو ته هم پکار دي چې پخپل ملک کې د صلح او امنیت دراوستلو په لارکې خپله اسلامي وجیبه هبره نکړي. د صلح ټینګول د هر مسلمان وجیبه ده. مسلمانان، په تیره بیا زموږ طالبان باید د صلحې ابتکار غیر اسلامي ملکونو ته پرینږدي، بلکه پخپله دوی د پاکستان او افغان حکومت سره د سولې په راوستو کې د امن د قهرمانۍ لقب تر لاسه کړي. طالبان چې په افغانستان کې د خارجي قواوو دموجودیت سره مخالف دي، باید دا خبره هم ثابته کړي چې دوی د ټولو خارجیانوسره مخالف دي، که غربیان دي، او که القاعده. طالبان باید د صلحې د راوستلو په رقابت کې خارجیانو ته ماتې ورکړي، نه د خپلو وطندارانو د وژلو او قتلول په سیالۍ کې.
دا لاندې مضومن تاند چاپ کړيدئ:
=======
نوازشریف د سولې خبرو ته د طالبانو د تیارولو لپاره کابل او ریاض ته سفر کوي
| یکشنبه, 09.06.2013, 09:26 PM | (583 لیدل شوی)

تاند- پاکستاني رسنۍ وايي د دغه هیواد صدراعظم میا نوازشریف په پام کې لري چې راتلونکې اوونۍ افغانستان او سعودي عربستان ته لاړ شي.
راپورونه وايي چې د پاکستان حکومت د جمعیت عملمای اسلام ګوند(س) له مشر مولانا سمیع الحق سره په پرله پسې تماس کې دی او د دې تماسونو هدف دا دی چې طالبان خبرواترو ته حاضر کړای شي.
د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې په دې اړه د افغانستان او سعودي عربستان سفیرانو ته ویل شوي چې خپلو هیوادونو ته مالومات ورکړي.
ویل کېږي چې نوازشریف د هغه څه خلاف چې ډېرو افغانانو فکر کاوه چې بیا به هم د خپلو تېرو دوو دورو په شان د افغانستان د ویجاړولو پالیسۍ ته دوام ورکړي، په پام کې لري چې په سیمه کې د سولې بیرغوال (علمبردار) شي.
په نوي یمه لسیزه کې وروسته له دې چې نوازشریف په لاهور کې د افغانستان د ملي اردو له منځه وړل او د افغانستان سل کاله وروسته غورځول خپله کارنامه وبلله، د افغانانو په منځ کې بد شهرت ترلاسه کړ او تراوسه پوري ده ته د شک په سترګه کتل کېږي.
نوازشریف تر انتخاباتو مخکې خپلو خلکو ته ژمنه ورکړه چې په پاکستان کې د ناامنۍ د پای ته رسولو لپاره به له طالبانو سره خبرې وکړي او د بې پېلوټه الوتکو د حملو مخه به ونیسي. نوازشریف او ډېر نور پاکستانیان باور لري چې دا دواړه هدفونه ترهغو لاس ته نه ورځي چې په افغانستان کې سوله نه وي راغلې. ښايي له همدې کبله نوازشریف د صدارت پر چوکۍ تر کښېناستو سمدستي وروسته غواړي چې افغانستان او سعودي عربستان ته سفرونه وکړي څو افغان طالبان هم خبرو ته چمتو کړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more