د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

نني واکدارن ټول د cia مزدوران دي

tandar
08.06.2013

نني واکدارن ټول د cia مزدوران دي
ورځ دحساب راتلونکي ده دوطن خرڅوني او ملت وژني اوغلاموني تپوس به تري کيږي انشاالله
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي
....................................................................................
محمود سعيد
07.06.2013 20:55
د حکيم نعيم په نوم يوه افغان ليکوال د سيا د پيسو د ورکړې په اړه يوه مستنده ليکنه کړې ده. دا ليکنه په دري ژبه خپره شوې ده. د سکالو د مهموالي له کبله د دې ليکنې ژباړه ستاسې مخې ته ږدم.
په دې وروستيو کې د First In په نوم يو کتاب چې د امريکا د متحده ايالاتو استخباراتي بنسټ CIA د يوه پخواني کاکوونکي ګري شرون له لوري ليکل شوی دی؛ په امريکا کې چاپ شو. دې کتاب په امريکا کې ډېر مينه وال موندلي دي او د افغانستان په اړه پکې نوې کيسې بربنډې شوې دي.
ګري شرون په افغانستان او سهيلي آسيا کې د امريکا له پخوانيو او تجربه لرونکو مامورينو څخه دی چې د خپل پنځه دېرش کلن ماموريت په دوران کې ئې په يو ډول نه يو ډول له افغانستان سره تړاو درلودلی دی.
ښاغلي شرون د ثور له کودتا يوازې څو مياشتې وړاندې په اسلام آباد کې د امريکا په سفارت کې په کار پیل وکړ او وروستۍ دنده ئې د (زامه ماتوونکي) په نوم د سي آی اې د هغه لومړني اووه کسيز ټيم مخکښتوب وو؛ کوم چې د سپتمبر د يوولسم له پېښې څو ورځې وروسته پنجشېر ته ورسېد. هغه وايي چې د خپلې ټولې دندې پر مهال ئې د افغانستان د وروستيو درې لسيزو له مخکښو څېرو سره کتلي دي او احمدشاه مسعود او مسعود خليلي ئې خپل نږدې ملګري ګڼلي دي.
د کتاب لومړۍ برخه د ښاغلي شرون د هغو ياداښتونو برخه ده؛ کوم چې د هغه د وروستۍ څلوېښت ورځنۍ دندې پر مهال ئې ليکلي دي. دا مهال د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له ۲۶ د همدې کال د نومبر تر څلورمې پورې دی. په امريکا کې د سيا د نورو کارکوونکو له لوري هم ورته کتابونه ليکل شوي دي؛ ولې د دې کتاب ځانګړنه دا ده چې د هغو پيسو يادونه پکې شوې ده؛ کومې چې د سيا له لوري د شمالي ټلوالې رهبرانو او قوماندانانو ته ورکړل شوې دي.
په دې کتاب کې ويل شوي دي چې د څلوېښتو ورځو په ترڅ کې، پنځه ميليونه ډالر د ټلوالې رهبرانو ته ورکړل شوي دي. دا پیسې چې د امريکا له لوري خپلو ګوډاګيانو ته د ورکړل شوو پيسو ډېره وړه برخه جوړوي؛ په دې ډول دي:
انجينير عارف: د پنجشېر په بازارک کې د سپتمبر په شپږويشتمه شپه، پنځه سوه زره ډالر.
قسيم فهيم: د پنجشېر په بازارک کې د سپتمبر په اووه ويشتمه نېټه، يو ميليون ډالر.
استاد سياف: په ګلبهار کې د سپمتبر په نهه ويشتمه نېټه، سل زره ډالر.
استاد سياف ته د پيسو د ورکړې کيسه داسې کوي: کله مې چې د سل ډالري لوټونو يوه بسته چې په يوه رڼه پلاستيک کې پېچل شوې وه، د خونې په منځ کې پر مېز کېښوده؛ د نورو قوماندانانو پر خلاف چې په لومړيو کې هڅه کوي، پيسو ته پاملرنه ونه کړي؛ سياف په يوه ټوپ پیسې ورواخيستې. په رډو سترګو ئې هغو ته وکتل او بيا ئې لکه ګرم کچالو خپل يوه ملګري ته ور وغورځولې او ويې ويل: لومړی ځل دی چې له چا څخه نغدې پیسې قبلوم...
د سياف دا کړنه د سعودي د استخباراتو د مشر شهزاده ترکي الفیصل د هغې خبرې پخلی کوي چې ويل ئې: هر کله چې له سياف يا نورو افغان رهبرانو سره ګورم؛ له خبرو مخکې به مې د بانک کتابچه راکښله.
انجينر عارف: په بازارک کې د اکتوبر په لومړۍ او دوهمه نېټه، ۳۲ زره ډالر.
انجينر عارف: په بازراک کې د اکتوبر په اوومه، دوه سوه پنځوس زره ډالر.
قوماندان عطا نور: د اکتوبر په اوولسمه د فهيم په لاس دوه سوه پنځوس زره ډالر.
ګري شرون قوماندان عطا ته د پيسو د لېږلو لامل له دې کبله د عطا غصه ګڼي چې ګواکي د ستوري په نوم د سي آی اې بل ټيم، د مزار شريف په جنوب کې له دوستم سره يو ځای شوی وو. هغه ليکي: له دوستم سره د عطا نښته، تر هغه مهاله چې د سيا يو ټيم له دوستم سره وو؛ زموږ لپاره د اندېښنې وړ وه. ما وغوښتل چې عطا ته د پيسو په لېږلو د هغوی تر منځ د جګړې مخنيوی وکړم او وښيم چې سيا له ټولو قوماندانو سره په يوه واټن کې قرار لري.
په دې هيله چې يوه ورځ ټولې هغه پيسې چې د سيا له لوري ځان جوړو شوو او باد راوړو رهبرانو ته ورکړل شوې دي، په دې لړ کې زياتې شي؛ تر څو د هېواد د دريو خونړيو لسيزو په تاريخ کې يو کلک سند شي.
اخيستنې:

(1) Schroon, C Gary. First In: an Insider’s Account of How the CIA Spearheaded the war on Terror in Afghanistan. Presidio Press, New York, 2006.

(2) Coll, Steve. Ghost Wars: The Secret history of the CIA, Afghanistan, and bin Laden from the Soviet Invasion to September 10,2001. Penguin Books, New York, 2005.

(3) Schroon, C Gary. First In: an Insider’s Account of How the CIA Spearheaded the war on Terror in Afghanistan. Presidio Press, New York, 2006


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more