د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

بی-پلوټه-الوتکي-دیوې-کورنۍ-درې-ماشومان-مړه-او-اوه-تنه-نور-ټپيان-کړل

pattang
07.06.2013

[img:911b3a40ea]http://www.nunn.asia/images/Foreign_troops/crimes/mashoman_qatal_shwee.jpg[/img:911b3a40ea]

[color=red:911b3a40ea]اوس به نو دا بې ناموسه يرغل پلوي دې تيرور ته څه وايې ؟؟[/color:911b3a40ea]

نن ټکی آسیا: د کونړ ولایت چارواکي وايي چي نن سهار د کونړ ولایت په ماڼوګی ولسوالي کي د بهرنیانو بی پلوټه الوتکي د یوې کورنۍ درې تنه ماشومان وژلي او دریو ماشومانو په ګډون اوه تنه نور یې ټپيان کړي دي.

وژل شوي ماشومان دوه هلکان او یوه انجلۍ ده.

د کونړ والي سید فضل الله وحیدي پژواک خبري اژانس ته ویلي چي پيښه نن سهار د دنګلیک په کي د طرباز خان په نامه د یوه کس پر کور د برید له امله را منځته شوې ده، چي له کبله یې یاده مرګ ژوبله ورسیده.

نومړي ویلي چي ټپيان روغتون ته لیږدول شوي، او روغتیايي حالت یی ښه بللی دی.

د کونړ څخه خبریال زرداد شینواري نن ټکی آسیا ته په یوه را لیږل شوي ایمیل کي په لاندي توګه رپورټ ورکړ.

حزب الله صافی یو تن عاینی شاهد وایی چی د امریکا د بی پیلوټه الوتکی په برید کی دده ما ما کور ویجاړ شوی او دوه تنه ماشومان پکی وژل شوی او یو شمیرنور ټپیان دی
دده په وینا چی کله یی د ماشومانو جنازه ترسره کړه یو ځل بیا ددوی سره څیرمه کور باندی د ډرون خمله وشوه چی ګن تنکی ماشومان یی ژوبل کړل ده د امنیتی ځواکونو هغه خبری رد کړی چی ویلی وه یاد عملیات یی بریالی روان دی او وسلوالو طالبانو ته یی درنه مرګ ژوبله اړولی ده
یو بل تن عاینی شاهد انور درانی وایی چی مرګ ژوبله ټوله ماشومانو ته اوښتی ده نوموړی یاد برید په کلکه وغانده او زیاته یی کړه چی د بشر حقونو ټولنی دی یادی پیښی وڅیړی ده له کرزی غوښتنه وکړه چی نور دی بهرنیان خپل سرو کارونو ته نه پریږدی
له بل لوری وسلوال طالبان هم ددولت کړی ادعا نه منی ددی ډلی ویاند قاری یوسف احمدی وایی چی دوی ته په وایګل ولسوالۍ کی هیڅ ډول مرګ ژوبله نه ده اوښتی ده دا خبره هم رد کړه چی ګواکی د وایګل ولسوالی د نیولو لپاره عملیات روان دی
تر اوسه دولت په دی اړه غبرګون نه دی ښودلی او لا په خپلی خبری ټینګار لری.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more