د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

هو-زه-ياغي-يم

pattang
05.06.2013

هو-زه-ياغي-يم

لیکوال: محمد ادريس .

[img:f49a15e418]http://www.nunn.asia/images/u26_3.jpg[/img:f49a15e418]

دا مهال چې زه دا مقاله ليکم، د وردګ ولايت د نرخ د ولسوالۍ
اوسيدنکي په لاريون اخته دي، نن په همدې ولسوالۍ کې د يوې پوځي
اډې تر څنګ درې مړي پيدا شول، د نرخ اوسيدونکي وايي دا د هغه
کسانو له جملې دي چې څو مياشتې دمخه اشغالګرو ځواکونو نيولې
وو. د همدې بنديانو له جملې وخت په وخت د اوو تنو مړي د لارو
پر سر وموندل شول، او دا دې نن د درې نورو شهيدانو جسدونه هم
د سيمې خلکو په اصطلاح د ملي اردو د يو مرکز سره نژدې

چې پخوا د اشغالګرو ځواکونو په لاس کې وه، له يوې مخروبې تر لاسه کړل.

د دې خبر په ليدو څو نور خبرونه را په زړه شول، څو ورځې
مخکې يو خبر خپور شو چې د کاپيسا ولايت د اله ساى په ولسوالۍ
کې د بمبارۍ له امله شپږ کسه ملکي وګړي شهيدان او دولس نور
ټپيان شوي دي، په سيمه کې دغه عمليات يرغلګرو او د هغوى
ګوډاګيو وسله والو په ګډه تر سره کړي دي.

د سيمې خلکو ويلي چې بهرني وحشي ځناور له اجازې پرته د خلکو
کورونو ته ننوتل، د کورنو دروازې يې ماتولې، تالاشي يې کوله، او
چې څه يې زړه غوښتل بې له کوم قانوني مجوزه يې سرته رسول.

همدا راز په 2013-05-19 نېټه په اصطلاح د ملي اردو سرتېرو د
هلمند ولايت د ناوې د ولسوالۍ د (شورشورک) د سيمې شپږ تنه
کليوال نيولي وو، د هغوى له ډلې يې يو تن دومره وهلې ډبولى و،
چې تر وهلو لاندې يې خپل روح رب ته سپارلى و، او په يوه پوځي
قرارګاه کې تر يوې شپې تېرولو وروسته د سيمې اوسيدونکو د هغه
جسد د همدې قرارګاه سره نژدې وموند.

د هلمند ولايت همدغه ولسوالي په 2013-05-26 نېټه يو ځل بيا د
اجېرې اردو دوحشت شاهده وه، بيا هم دې جنايتکارې اردو، د يو
پلار پر مټو، د يوې مور پر هيلو، د يوې خور پر ګل ګل ارزوګانو
، پر يو شپاړس کلن ځوان ډزې وکړې او هغه يې په شهادت ورساوه
، دغه پېښه د ناوې د ولسوالۍ د (عينک) په کلي کې رامنځته شوې
وه.

دغه ځوان نه يواځې دا چې بې ګناه و، په همدې سيمه کې يې
روغتيايي کارونه کول او د واکسين په برخه کې مامور و، دا د هغه
ډلې غړى و، چې دغه فاسد نظام يې د مخالفت پړه پر مجاهدينو
اچوي، او کوښښ کوي داسې وښيي، چې هغوى د ملت په غم غمجن
دي، روغتيايي خدمتونه لرې پرتو سيمو ته رسوي خو مجاهدين يې
مخه نيسي.

د اسلامي امارت پر ويبپاڼه مې يو بل خبر له نظره تېر شو چې د
زابل ولايت د شاه جوى د ولسوالۍ د باکورزو، مينجاوريانو، او
توتاني چمبر په کليو کې وحشي يرغلګرو د الوتکو له لارې د خلکو
په شنو باغونو درنده بمباري کړې او خلکو ته يې درندو زيان
رسولى دى.

زه چې د اشغالګرو او ګوډاګۍ ادارې په چوپړ بوختې رسنۍ وينم نو
د مجاهدينو لپاره د (ياغي او باغي) لفظ کاروي، په انګريزي ژبه کې
بيا دې ته د (Insurgent) کلمه ليکي، چې معنى يې (ياغي او
باغي) ده.

همدغه بغاوت دى چې نن د اسلام دوښمنانو ورته د تروريزم
(Terrorism) نوم ايښى، او د سپيڅلي پيغمبر د لارې لارويان
(ترويستان) بولي، او (Terrorism) په عربۍ ژبه کې (ارهاب)
بللاى شي.

الفاظ هماغه دي، توري هماغه دي، کلمې هماغه دي، خو موږ بيا دغو
الفاظو، کلمو او نومونو ته خپلې معناوې لرو، موږ د خپلو فعاليتونو
لپاره مبررات لرو، موږ دا هر څه په خپله نه کوو، بلکې موږ د خپل
رب امر ته سر ښکته کوو، پر هغه لاره ځو چې هغه راته د پاک
پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په واسطه راښودلې ده،
هغه څه چې دوى يې (تروريزم) بولي، موږ يې د خداى په لار کې
جهاد بولو، الله جل جلاله په خپل مبارک کلام کې فرمايي:

(أَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ
اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لاَ تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنفِقُواْ
مِن شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لاَ تُظْلَمُونَ) سورة الانفال
ايت (٦٠)

الله عز وجل موږ ته امر کړى څه مو چې په وس کې وي د کفارو د
مقابلې لپاره يې چمتو کړو، د الله او زموږ خپل دوښمنان يعنى
کافران پرې ووېروو.

او د اسلام سپيڅلى پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي: (مَنْ قُتِلَ
دُونَ مَالِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ أَهْلِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ
دِينِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ دَمِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ) ابو داود، النسائي او
الترمذي روايت کړى.

معنا دا څوک چې د خپل مال يا کورنۍ او اهل په دفاع کې، يا د دين
په مرسته کې او يا د خپل ځان په دفاع کې ووژل شي نو هغه شهيد
دى.

زموږ د موقف د ريښتينولۍ او حقانيت د ثابتولو لپاره داسې سلګونه
او زرګونه دلايل شته، د کفر په مخ کې د اسلام د بيرغ پورته کول،
کلک او نه ماتيدونکى دريځ نيول، د اشغال په مقابل کې په خپلو
سرونو او مالونو لوبېدل، او د خپلواکۍ لپاره د وسله والې سيالۍ
ډګر ته دانګ د انساني عقل غوښتنه ده، زما د عقيدې غوښتنه ده،
زما د غيرت او عنعنې غوښتنه ده، زما د ازاد او خپلواک ضمير
غوښتنه ده، ريښتيا هم دا زما د ياغي او باغي فطرت غوښتنه ده.

زه د سر په سترګو وينم چې بې عقيدې دوښمن مې پاکه خاوره په
خپلو ناپاکو قدمونو ناولې کړې، زما د هيواد لويشت لويشت ته يې
خپل وحشي سرتيري استولي، کوښښ کوي چې د دې سپيڅلي وطن
په هره برخه خپله واکمني کلکه کړي، او خپل حکومت پکې قايم
کړي، که د همداسې يو دوښمن په مقابل کې جنګيدل بغاوت وي؟ نو
زه باغي يم!

زما د هيواد بچي په خپلو وينو لمبول کيږي، په معصومو کوچنيانو
درانده درانده بمونه ورول کيږي، تنکي تنکي ځوانان نيول کيږي او
شهيدانيږي، د وچو او لمدو له توپير پرته په هر يو سرچپه مېچنې
چليږي، پر ملت د پرديو د ظلم لمبې بلې دي، او مظلوم وولس د يو
بې رحمه ځواک د ظلم په بټ کې سوزي،

بس که د خپل ملت څخه دفاع بغاوت وي؟ زه باغي يم!

که د خپلې ځان څخه دفاع بغاوت وي؟ زه باغي يم!

که د خپل ملګري او هيوادوال څخه دفاع بغاوت وي؟ نو بيا هم زه
باغي يم!

يوازې زه نه، بلکې ګرده نړۍ او ګرد کاينات ويني چې زما ديني
مقدسات تر پښو لاندې کيږي، مسجدونه نړول کيږي، د خداى کتاب
پاڼې پاڼې شکيږي، پر شرعي احکامو ملنډې وهل کيږي، نو د خپل
پاک پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د دې وينا مطابق چې
فرمايي: (وَمَنْ قُتِلَ دُونَ دِينِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ) او زه د خپل دين په دفاع
کې باغي بلل کيږم؟

زه باغي يم! او يو پاک باغي.

د شيطان لښکر د کورونو پر حريمونو واوښت، د پاکلمنو غيرتي
مېرمنو سترونه مات شول، د ديموکراسۍ او ازادۍ تر شعار لاندې د
بې حيايۍ پلانونه پلې شول، او د پتمنو افغانانو د بې پتۍ لپاره
ګردې نړۍ خپل ټول ځواک په کار واچاوه؛

خو بيا هم که زما لپاره که د خپلې حياء ساتنه بغاوت وي؟ نو زه
باغي يم!

د خپل پت په لار کې د سر ورکول بغاوت وي؟ نو زه باغي يم
که د خپل حريم د خونديتوب په لار کې خپلې او د بل وينې تويول
بغاوت وي؟ نو زه باغي يم!

څوک نه دي خبر چې د هيواد شتمنۍ چور شوې، د دې مظلوم وولس
د خټو کورونه په بمونو والوزول شول، د بې وزلو بې وزلو
هيوادوالو په وينو او خولو راټول کړى قيران او شپږ پولۍ د تورو
شپو په تياره خېټو کې تالا شوې، باغونه لولپه شول، شنه فصلونه
له منځه يوړل شول، او له برمه ډکو کورنيو نورو ته د خېر جولۍ
وغوړولې، ايا زه خپل شته د همدې لېوانو خولو ته وغورځوم، او که
يې له هغوى وژغورم؟

خو نه، زبه د خپل ځان په څېر د خپل مال ساتنه هم کوم او که
همدغه ساتنه څوک بغاوت بولي؟ نو زه اعتراف کوم چې: زه باغي
يم!

زه منم چې: زه باغي يم!

او په زغرده وايم چې: زه باغي يم!

نړيوال دى خبر وي، او په ډاګه اعلان کوم چې :

زه باغي يم!

له هغه وحشي قانونه چې ماته د انسان په سترګه نه ګوري.

زه باغي يم!

له هغه ځواکه چې په زور زما د حريم پر محرمو پولو را اوړي.

زه باغي يم!

له هغه قانونه چې له الهي او انساني قانونه سرغړونه کوي.

زه باغي يم!

له هغه بې بنسټه ديموکراسۍ چې پر ما د بې حيايۍ د منلو په
کوښښ کې ده.

زه باغي يم!

له هغه چا چې زما وينو ته تږي دي.......

هو!!!!!!!!!!!!!!

که همدغه بغاوت وي؛ نو

زه باغي يم ...

زه باغي يم ...

زه باغي يم ...

پاى


مساپر
07.06.2013

دروند ورور پتنګ صیب السلام علیکم،
ګرانو هیوادوالو، تاسو بالکل برحق یاست، دلته خو هره ورځ د همدې مسلمان ملت اصیل بچییان شهیدان کېږي.
هریوچوک مقتل مقتل دې، هره لار ده وینې وینې
ای د امن لېونیه چېرته غېب یې، چېرته ورک یې
د دنیا ټول ښکاریان راغلي دي ټوپکو په لاس
د پښتنو نسل ختمېږي خدایه خېر خدا یه خېر
په درنښت،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more