د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ایران-ته-دطالبانو-رسمي-سفر-دتحلیل-ګرانو-له-نظر

pattang
04.06.2013

ایران-ته-دطالبانو-رسمي-سفر-دتحلیل-ګرانو-له-نظره

[img:153f632b1c]http://www.nunn.asia/images/taliban/tayyab_agha.jpg[/img:153f632b1c]

پرون سهار وختي دطالبانو ویاند قاري یوسف احمدي مطبوعاتو ته په یولیږل شوې ، خبر پاڼه کې ومنله ، چې ددوی سیاسي استازو دایراني حکومت په بلنه دې هیواد ته مکرر سفرونه کړي ، او له دې هیواد سره یې په مختلفو دعلاقې وړ موضوعاتو باندې رسمي مذاکرات ترسره کړي .

یوشمیر سیاسي تحلیل ګرانو دطالبانو لخوا ددې اعلامیې ناڅاپې خپرول ، دکابل په حکومت دیپلوماتیکه کودتا بللې ، چې دکرزي دحکومت دبهرنیو چارو وزارت یې سخت غافلګیره کړی دی ، په داسې حال کې چې په نړیوالو او کورنیو مطبوعاتو کې د طالبانو ددې دیپلوماتیکي پرمختیا په اړه تبصرې کیږي ، دکرزي رژیم لا هم نه دی توانیدلی چې ددې انکشاف په اړه خپل دریځ تشخیص او اعلان کړي .

دطالبانو لخوا دایران په بلنه دې هیواد ته سفر او رسمي مذاکرات او بیا ددغو ديپلوماتیکو اړیکو مطبوعاتي کول ، له سیاسي اړخه دطالبانو لپاره مهمه لاسته راوړنه بلل کیږي ، ځکه دتحلیل ګرانوپه باور ددې سفر له څرنګوالي او دطالبانو داعلامیې له ژبې ښکاري ، چې طالبانو ایران ته دکومې معمولي ډلې په حیث سفر نه دی کړی ، بلکې دیو مستقل سیاسي نظام په حیث دایران لخوا دعوت شوي ، او د پاموړ مهمو مسائلو یې خبرې کړي دي .

په لاندې کرښو کې ددې سفر په اړه دیوشمیر مطبوعاتو او تحلیل ګرانو تبصرې را اخلو هیله ده چې راسره ویې لولئ .

بي بي سي په خپل فارسي سايټ کې دطالبانو دسفر په اړه یوه اوږد تحلیل نشر کړی دی ، چې په لړ کې یې ددې سفر په اړه دطالبانو اعلامیه په ژوره توګه تحلیل کړې ده .

بي بي سي وایي دطالبانو اعلامیه معمولي نه ده بلکې ددوی په خبره ( تأمل برانګیزه ) ده ، ځکه دوی وایي دطالبانو له اعلامیې ښکاري چې دغه سفر دیوې ډلې د غړو سفر نه وو بلکې دیوه رسمي نظام / دولت د رسمي هیأت سفر وو ، ځکه دبي بي سي په قول طالبانو له خپل تحریک نه په( امارت اسلامي افغانستان ) تعبیر کړی او ویلي دي چې له ایران سره یې ( په دوه اړخیزو دعلاقې وړ موضوعاتو ) باندې مذاکرات کړي دي ، بي بي سي وایي معمولا دغه ډول اصطلاحات د دوو مستقلو رسمي دولتونو او سیاسي نظامونو داستازو ترمنځ دمذاکراتو لپاره کارول کیږي ، نه دکومې د ډلې دمذاکراتو لپاره ..

بي بي سي وایي دطالبانو په اعلامیه کې راغلي چې له ایران سره یې دخپلو مهاجرو هیوادوالو دسرنوشت په اړه مذاکرات کړي ، داچې طالبان دافغانستان داتباعو دسرنوشت په اړه له یوه هیواد سره خبرې کوي له دې څخه معلومیږي ، چې طالبان په دې سفر کې تر هغه په قوي موقف کې مذاکراتو ته وړاندې شوي چې عموما ګومان کیږي .

د کابل چاپ ورځپاڼې هشت صبح خپل دسې شنبې د ګڼې په سرمقاله کې لیکلي دي ، چې له ایران سره دطالبانو دپیلوماتیکي اړیکي او سفر دکابل دحکومت څرګنده ناکامي ده ، ورځپاڼه وایي ایران دکرزي رژيم ته په سپکه کتلي ، ورځپاڼې په دې هم اعتراض کړی چې ددې مهم رویداد په اړه تراوسه حکومت هیڅ رسمي موقف نه دی غوره کړی ، بلکې یوازې یې خاموشي اختیار کړې ده ، دهشت صبح سرمقاله لیکي ، چې طالبان دخپل دیپلوماتیکي پرمختګ په حال کې دي ، خو په وړاندې یې دکرزي دحکومت هڅې ناکامي دي ، ورځپاڼه وایي دکرزي حکومت نه یوازې په قطر کې دطالبانو دسیاسي فعالیت په مخنیوي کې پاته راغلی ، بلکې اوس داسې ښکاري چې دطالبانو فعالیت نورو هیوادونو ته هم پراخیږي ، هشت صبح وایي له دې څخه ښکاري چې په قطر کې دطالبانو موقعیت یوازې کوم سیاسي ادرس نه دی بلکې دیوه مستقل سفارت غوندې فعالیت لري .

دهشت صبح دیوې بلې مقالې عنوان دی ( ایران طالبان په رسمیت وپیژندل ) دمقالې لیکوال وایي دطالبانو لخوا ایران ته د رسمي سفر په اړه اعلامیې زیاتره تحلیل ګران او کتونکي غافلګیره کړي دي ، د مقالې لیکوال وایي ددې رسمی سفر معنی داده چې ایران نور دکابل فرسوده حکومت ته چندانې اهمیت نه ورکوي او په ځای یې دمقاومت ډله ( طالبان ) به رسمیت پیژنې .

دکابل چاپ یوې بلې ورځپاڼې ملي ارمان هم خپله سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې ده ، ملي ارمان وایي ایران دسیمې دنورو هیوادونو غوندې په دې سیمه کې دامریکا له شتون څخه خطر احساسوي نوځکه یې له طالبانو سره علایق برقرار کړي دي .

د کابل چاپ دیوې پخوانۍ اونیزې ( شریعت ) مسؤل مدیر او وتلي افغان تحلیلګر عبدالرحیم ثاقب هم ایران ته دطالبانو دسفر په اړه یوه مقاله لیکلې چې دطالبانو درسمي سایټ او ځینو نورو ویب پاڼو نشر کړې ده .

ښاغلی ثاقب په خپل تحلیل کې وایي (ایران ته په دغه حساس زماني مقطع کې دطالبانو سفر دامریکایانو او بهرنیوځواکونوپه مقابلې کې دطالبانو یوبل ديپلوماتیک پرمختګ دی چې کولای شی نورو هیوادونوته هم پري اطمنان ورکړي چې طالبان اماده دي دخپل هیواد دعلیا مصالحو او په دې هیوادکې دامنیت دتامین په غرض دګاونډیانو په شمول له هرچاسره دا شاني ديبلوماتیک روابط ایجاد کړي )

ښاغلی ثاقب زیاتوي (دافغانستان په روانه لانجه کې په نړیوالو جهتونو سربیره دافغانستان ګاونډیان هم پخه ښکیلتیا لري چې له همدې امله دبهرنیانو تروتلو وروسته دافغانستان واکمن لوري ته په کار دي چې له خپلو ټولو ګاونډیانوسره دخپل هیواد دارامي په خاطر مثبت تفاهم ولري .

طالبان چې دخپل هیواد له حریم څخه ددفاع په روحیه له بهرنیو ځواکونو سره مقابله کوي او نن یې ددغې مقابلې په ترڅ کې امریکایان اوټول یهرنیان له افغانستان څخه وتلوته مجبوره کړي ددې احساس اومسؤلیت هم لري چې دبهرنیانو تروتلو وروسته خپل ولس ته دسولې اوامنیت زمینه مساعده کړي .

دهمدغه مسؤلیت له مخې طالبانو په قطرکې دخپل دفتر له لارې داهلې ځلې پیل کړې چې هم له نړیوالولوریو او هم له خپلو نیږدي ګاونډیانوسره دتفاهم په غرض رسمي ناستې ولري ترڅو دهغو په ترڅ کې وکولای شي داسې حل لارې ته ورسیږي چې نور په هیوادکې دجګړې دتداوم مخ نیوي پري وشي )

د سیاسي چارو شنونکی او دایران دمسائلو آګاه رزاق مأمون هم په دې اړه یوه تبصره لیکلې چې عنوان یې دی ( دتهران مذاکرات دطالبانو دبهرنۍ پالیسي دائره تکمیلوي ) رزاق مامون ویلي ، طالبانو له څو کلونو تشریفاتي او نیمه رسمي اړیکو نه وروسته بالاخره له ایران سره رسمي دیپلوماتیکي اړیکې پیل کړي دي ، چې د طالبانو لپاره یو مهم بری دی .

رزاق مامون لیکي (درهرحال، طالبان که از انزوای سال های اول بیرون شده و توانسته با دادن تلفات وتحمل مشقات، سرسختی بی پیشینه و عجیبی را درتاریخ منطقه به نام خود ثبت کند، از نظر سیاسی درجایگاه مناسب و رو به پیشرفت قرار گرفته است. تیم حاکم فرصت ها را از دست داد؛ دربازی اطلاعاتی راه خود را گم کرده و گاه و بیگاه به روی امریکا چنگ انداخت و زمانی هم بی حرمتی ولاقیدی را درقانون شکنی و رنجانیدن «اپوزیسیون» تا مرز خطر رسانید، درنتیجه، وزنۀ خود را به سرعت از دست داده است )

رزاق مأمون ایران ته دطالبانو دهیأت سفر په ۱۹۹۰ کال کې دبرهان الدین رباني په مشرۍ مسکو ته د مجاهدینو له سفر سره تشبیه کوي او وایي هغه مهال له بوریس یلسین سره د مجاهدینو مخامخ مذاکراتو دنجیب رژیم نسکور کړ .

دافغانستان دچارو یو بل شنونکی وحیدمژده هم د بست باستان خبري اژانس په ویب پاڼه یوه مقاله خپره کړې او ایران ته دطالبانو د پلاوي سفر یې څیړلی دی ، وحیده مژده وایي د ۲۰۱۴ م کال په رانږدې کیدو سره دافغانستان ګاونډیان هم وضعیت ته انديښمن دي .

له دې جملې ایران چې اوس طالبان یو مستقل او مطرح سیاسي ځواک بولي ، له طالبانو سره سیاسي اړیکي ټینګوي ، مژده وایي له ایران سره سیاسي اړیکي دطالبانو لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه بلل کیدای شي ، طالبان نور کولای شي ووایي چې دوی له سیاسي محدودیتونو ازاد دي ، او کولای شي دنړۍ له هیوادونو سره دافغانستان دقضیې په اړه مستقلانه مذاکرات ترسره کړي .

ایران ته دطالبانو درسمي سفر په اړه یوه بله دپاموړ نقطه داده ، چې تراوسه یې په اړه امریکایي او دکابل چارواکو هیڅ دریځ نه دی اعلان کړی ، داسي ښکاري ، لکه دغه چارواکي چې له ترسره شوي عمل سره مخ شوي ، او یو ډول غافلګیره شوي وي ، دغه راز ددې کرښو دلیکلو ترمهاله دامریکا ددیپلوماسۍ مهمو ستراټیژیکو او مطالعاتي مراکزو هم په خپلو ویب پاڼو کې ددې سیاسي پرمختیا په اړه څه نه دي ویلي ، خو ازادو کتونکو دغه سفر ښه او بریالی ارزولی او دطالبانو دیپلوماتیک درک یې ستایلی او بریالی بللی دی .

راټولوونکی : أبوعابد


larghonay laraway
04.06.2013

ګورئ!
ما په کراتو مراتو ويلي چې کرزی او ملاعمر د امريکې ګومارل شوي ګوډاګيان دي!
له ايران سره هم د امريکا زرګري جګړه ده.
امريکا غواړي چې له ايران نه زبر ځواک جوړ کړي څو عربان پرې ښه وډبوي چې د جهاد جذبه يې له کونې ووځي خو عرب غټ خېټي په سياست مياست نه پوهېږي او په خپلو عياشيو او نايټ کلپونو کې بوخت دي!
افسوس په دې راځي چې که بل څوک د امريکا د راتګ يا په سيمه کې د مېشتېدو او پياوړي کېدو لاره هواره کړي نو د دا ډول معاملې په بدل کې به ډېر زيات امتيازات ترې واخلي خو له بده مرغه او هۍۍۍۍۍۍۍۍۍۍۍ افسوس چې پښتون معامله او ګوډاګيتوب هم په وړتيا توګه کوي!
که د امريکا خوښه نه وي نو باور وکړه که د طالب استازی ترې په هوا کې هم خلاص شي خو دا د امريکا خوښه ده چې طالب کله قطر کې د غويي غوندې خرڅوي، کله يې په کوټه او کله په ايران کې!
پښتانه بې سره، بې مشره او بې شعوره دي!
الله دې دوی پوه کړي خو په مونږ به تېره وي!


پښتون:
04.06.2013

لاروی صیب ،کرزی خو پدې څو کلونو کې خپل ځان وازمایه او ټول بد صفتونه یی خپل کړل.
ستاسو په نظر په راتلونکې ټولټاکنو کې څوک د جمهوری ریاست لپاره وړ کس دې چې د پښتون ولس په ګټه هم وي؟


larghonay laraway
05.06.2013

زما په نظر خو د پښتنو په موجوده سياستوالو کې داسې نر نشته!
ځکه ټول معامله ګر او د پرديو په ولقه کې دي!
زه وايم لومړی بايد يو سم نر پښتون راميدان ته شي او دا څو مياشتې چې پاتې دي په دې کې ښه کلکه مبارزه وکړي او خپل ځان په خلکو وپېژني چې هم پوه دی،هم پښتون دی او محافظه کار نه دی!
که بيا نه وي نو راځئ چې دا وار يو غير پښتون ولسمشر کړو. ځکه اوس خو کرزی د دې په خاطر د غير پښتنو ملاتړ کوي چې څوک پرې د قومپال تور پورې نه کړي. نو که غير پښتون وي هغه به هم محافظه کاري کوي او د خپلې څوکۍ ساتلو په خاطر به زمونږ حقوق تر پښو لاندې نه کړي!


pattang
05.06.2013

لرغونی صيب دملا عمر په برخه کې د خبره بې انصافه ده خو
ستا خپل نظر دی ! طالبان نه يواځې جنګ کوې بلکې موقفانه
سياست هم کوي !
تېره ورځ مذدور دولت په جلال اباد کې د ملل متحد په دفتر ‍ډزاو
دوز اچولی وو او بيايې په ميدياکې خ‍پاره کړل چې طلبانو د م.م
په دفتر حمله کړې وه چې ټول حمله ګرملي اردو مړه کړل ……..
طالبانو سم له لا سه دا بريد وغانده او حمله يې د فاسد رژيم
دسيسه وبلله ! او زياته يې کړه چې په خيريه مو سسو بريدونه
نکوي . نن رما ترور زي له جلال اباده تليفوني راته واضح کړه
چې ملي اردو ډز او ډوز اچولی وو او هلته نورڅوک مړه او
ژوندي ندي ليدل شوي !
فاسد دولت دلاهور فاحشه خانه ده !

[quote:fef27da5f1="larghonay laraway"]ګورئ!
ما په کراتو مراتو ويلي چې کرزی او ملاعمر د امريکې ګومارل شوي ګوډاګيان دي!
له ايران سره هم د امريکا زرګري جګړه ده.
امريکا غواړي چې له ايران نه زبر ځواک جوړ کړي څو عربان پرې ښه وډبوي چې د جهاد جذبه يې له کونې ووځي خو عرب غټ خېټي په سياست مياست نه پوهېږي او په خپلو عياشيو او نايټ کلپونو کې بوخت دي!
افسوس په دې راځي چې که بل څوک د امريکا د راتګ يا په سيمه کې د مېشتېدو او پياوړي کېدو لاره هواره کړي نو د دا ډول معاملې په بدل کې به ډېر زيات امتيازات ترې واخلي خو له بده مرغه او هۍۍۍۍۍۍۍۍۍۍۍ افسوس چې پښتون معامله او ګوډاګيتوب هم په وړتيا توګه کوي!
که د امريکا خوښه نه وي نو باور وکړه که د طالب استازی ترې په هوا کې هم خلاص شي خو دا د امريکا خوښه ده چې طالب کله قطر کې د غويي غوندې خرڅوي، کله يې په کوټه او کله په ايران کې!
پښتانه بې سره، بې مشره او بې شعوره دي!
الله دې دوی پوه کړي خو په مونږ به تېره وي![/quote:fef27da5f1]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more