نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ناحقاني ترهګرې ډلې!
تيمور
03.06.2013
سُوۡرَةُ بنیٓ اسرآئیل / الإسرَاء
وَلَا تَقۡتُلُواْ ٱلنَّفۡسَ ٱلَّتِى حَرَّمَ ٱللَّهُ إِلَّا بِٱلۡحَقِّۗ (٣٣)
ترجمه: او مه وژنئ تاسې نفس هغه چې حرام کړي دي الله (ج) وژل د هغه.
تفسیر: د رسول اکرم (ص) په مبارکو احادیثو کې هم راغلي دي چې د هیڅ مسلمان وینه تویول نه دي حلال.
قدرمنو هیوادوالو سلام اعلیکم،
د كابل ښار له خيرخانې كوتل اخوا د اوولسمې ناحيې په مربوطاتو كې د حقاني ترهګرې ډلې اړوند د ډله ييزو او ځانمرګو بريدګرو پر يوه پټنځاى عمليات كړي چې په پايله كې يې د بغلان يو اوسيدونكى او د ځانمرګو بريدګرو اسانچارى ملا تورګل له خپلو پنځو ملګرو سره نيول شوي دي.
په دغو عملياتو کې شپږ ځانمرګي واسکټونه، يوه پيکا او نور جنګي تجهيزات هم تر لاسه شوي دي.
درنو او مؤمنو هیوادوالو، غواړم چې تاسو هم په دې هکله یوه عادلانه او منصفانه قضاوت وکړی، چې آیا دغه راز اعمال زمونږ د مقدس دین (اسلام) د مبارکو ارشاداتو سره مطابقت لري؟
والسلام،
هجران
04.06.2013
محترمه تيمورصاحب! هو که داسي وي لکه چي تاوويل نوخوصحيح ده ، همداکاردشريعت له نظره ډېرقبیح اوبدکاردئ. خوخبره به داسي نه وي ځکه القاعده اوطالبان يادحزب اسلامي مجاهدين اولارويان خوخودکشه يافدايي حمله ددې لپاره کوي چي یزغلګروته خوله ماتونکئ جواب ورکړي،دهغوئ مطلب خودانه دئ چي يامظلوم اولس پکښي شهيدسي اوياوطن خراب سي.. ددې لوئ دليل دادئ چي دطالبانوپه حکومت کښي هيڅ رازچوراوچپاول قتل اوقتال،خودکشه مدکش ه فدايي دايوشي نه وو ، خوددې هرراز عملياتوباعث همداخارجي قواوي یرغلګراوامریکایان دي ...نورستاسودنظروپه انتظار.
تيمور
04.06.2013
هجران صیب هیله ده چې زما سلامونه او احترامات هم و منې، ستاسو د ځواب نه ډېره مننه، خو تاسې ایمان په ګمان مه بایلې، تاسو څه پوهېږي چې د هغوې (ناحقاني ډلې) مقصد دا دي که نه دي.
هر څوک په دې پوهېږي چې د دوی په کارهوايي یو کې اکثراً بیګناه او ملکي مسلمانان مري.
دا چې تاسې خود کشه حملې د یرغلګرو خوله ماتونکې ځواب ګڼئ، زه بیاهم تاسو سره موافق نه یم، آیا مجاهدین روسانو (کمونیزم) ته په خودکشه حمله ماته ورکړه، او که د اسلامي او افغاني غیرت پر مټ؟
والسلام،
هجران
07.06.2013
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
طالبان خوماپه خپله په سترګوليدلي دي چي ځي جهادته په ددعاوو يې اوزارئ کوي چي يا الله ستاپه لارکښي دصلیبی غاصبینوپه وړاندي شهادت رانصيب کړی.
نن مي یودوست دملاعبدالناصرولدمولوي عبدالعزيز شهيدسو، قسم په هغه ذات چي زه يې پيداکړئ يم،همداسي وو لکه ماته چي پرېوتلي وو اودرې ورځي يې دشهادت تيری سوي وې.
اووالله که مي زړه ځيني تلئ اووويل مي چي دابه نه ښخوئ ،بلکي په همدې مسجدکښي دي پروت وي ، اوقسم په خدائ دئ که يوکال همدلته پروت وايي هيڅ تغيربه یې نه وائ کړئ.
اوفدايي عمليات ته اوس دکمونیزم اودروس له یرغل نه مسئلي ثابتوي، دنبي کريم صلي الله عليه وسلم په وخت کښي فدايي عمليات سوي دي ، مسئله له دې نه راوزي .