د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

هغه مظاهره چيان څه شول؟

larghonay laraway
03.06.2013

که د نړۍ په بل سر کې کومه خبره شي نو پښتنو ځوانانو بيا کوتکونه راخيستي وي او خپل په سوال جوړ شوی ښار بازار وران ويجاړ کړي
همدا راز که کرزی څو احساساتي خبرې وکړي نو بيا هم يو شمېر روڼ انده پښتانه لښکر شي او د لاريون چغې پورته کړي
خو هغه متل دی چې :
(زه دې پېرۍ کې شک ګڼم ته راته مريدان نيسې!)
خلک درسره افغان او افغانستان نه مني تاسو پوهنتون غواړئ او دانشګاه نه منئ
نو ولې د کرزي په ضد لاريون نه کوئ؟
ځکه عطامحمد نور د کرزي والي دی او که کرزی يې نه ګوښه کوي يا يې نه غلی کوي خو روښانه ده چې همدا د حکومت پاليسي ده چې پښتانه په هر ډول له منځه يوسي!
کنه کوم منطق يې مني چې د يو حکومت مامور دې د حکومت پر خلاف خبرې او ډنډورې پورته کړي!
نو که د کرزي په ملاتړ کولو له پښتنو سره دښمني نه کوئ او رښتيا هم د پښتون شتون غواړئ نو د کرزي پر خلاف لاريون وکړئ ځکه د ټولو فسادونوجرړه همدی دی!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more