د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز خبرتیا

pattang
01.06.2013

له نن اسيا څخه .

تفصيل بـــــرخه: مقـــــالی او تبصرې 01 Jun 2013 لیکوال: محمد طارق بزګر كـــتني: 60
د دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز د خپلو ټولو مینه والو، همکارانو او غړو په استازیتوب د هېواد د وروستیو ملی ضد پېښو او د شمال د ناولې ټلوالې ایران او پنجاب پلوه کړیو له لورې افغانې ازادو ملي رسنیو ته ګوتڅنډنې او ملي ضد کړنې په کلکه غندي او په لنډ ډول د لاندو ټکو یادونه او غوښتنه کوي:

۱/ د دعوت دغه مرکز د ژوندون ټلویزیون او د هغه بنسټ ایښودونکی ،استاد محمد اسماعیل یون، ته د شمالي ټلوالې د بلخ دلنډغر ټوپکوال عطا محمد نور ګوتڅنډنه په کلکه غندي او دغه ګوتڅنډنې د خپلواکو رسنیو او ملي شخصیتونو په ملي دریځ غوڅ تیری ګڼي.

۲/ د دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز د شمالي ټلوالې له لورې ملي رسنۍ ژوندون ټلویزون ته
ګوتڅنډنه اود ملي رسنیو په خلاف د ټوپکمارو او د پردیو د نوکرانو د ترور او ټوپک منطق ، د افغانستان د دغو قسم خوړلو دښمنانو ناکامې او شرمېدلې هڅې ګڼي.

۳/ دغه مرکز د ولسمشر کرزي نه په کلکه غواړي ترڅو ددغو ملي خاینینو سره د حساب او کتاب لاره ونیسي نه دا چې تل د مضر احتیاط او ډار له امله د هغوئ په لا غټولو کې برخه وال واوسي. د افغان ولس غوڅ اکثریت په کلکه غواړي او یادونه کوي چې که ولسمشر بیا هم د سازش او د ولس د غولولو لار خپله کړي نو ولس به یی د شمالي ټلوالې (د ملي نفاق زیږونکې ډلګۍ) د ټوپکمارو او نورو ملي خاینینو په ټولو جرمونو کې شریک وګڼي او یوه ورځ به ترینه هرومرو ددې ټولو جنایاتو پوښتنه وکړل شي .

۴/ دغه مرکز د قوماندان عطا محمد نور دغه جرئت چې په څرګنده توګه یی د افغان د مقدسې کلیمې مخالفت کړې په کلکه غندي او ټولو هغو افغاني ضد کړیو ته چې ځانونه افغان نه ګڼي او غواړي په افغانستان کې واوسي ،اعلانوي چې یاخو باید په افغانستان کې د اوسیدو له پاره ددغه هیواد قانوني ویزه ولري او که نه خپل اصلي او پلرني ټاټوبي ته دې بیرته ستانه شي.

۵/ د دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز په څرګنده توګه اعلانوي چې : پښتون ولس چې د افغانستان د نفوس غوڅ اکثریت جوړوي هیچاته د دې اجازه نه ورکوي چې د هېواد په ملي برخه لیک، ملي ګټو، ملی ناموس او ملي هویت باندې لوبې، سودا او ملنډې ووهي .

۶/ دغه مرکز د ولسمشر نه غواړي چې : ټوپکمار عطا محمد نور چې د ملي خیانتونو پرته د سلګونو پښتنو، ازبکو او هزاره ګانو قاتل او د زرو ملیونو څخه دډیرې شتمنۍ څښتن، غاصب او غل دی باید د ټولو کړنو په رڼا کې د ملت محکمې ته راکش او سمدلاسه د ټولو امتیازاتو څخه بې برخې کړل شي.

۷/ همدا راز د دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز د کابل پوهنتون د وطن دوستو او افغانپالو استادانو او محصلینو د حقه غوښتنو څخه په کلکه ملاتړ کوي او د ټول افغان ولس په شان پرې ویاړي.

۸/ دغه مرکز په دې باور لري چې : تر هغه چې عدالت پلی نشي او جنګي جنایتکاران، ملي خاینین او د بهرنیو او ګاونډیو هېوادونو پټ او ښکاره ګوډاګیان او جاسوسان د خپلو اعمالو او کړو وړو په هنداره کې خپل مخ ونه ګوري تر هغه وخته به افغان ولس د اوږد مهاله سولې مخ ونه ګوري.

۹/ په پای کې، دغه مرکز، په ټول افغان ولس چې ځان افغان او خپلې پاکې خاورې ته ژمن ګڼي، غږ کوي چې پس له دې نور لاس ترزنې کښینني، د هېواد د اصیلو زامنو څخه دې ملاتړ او د ملي خاینینو، ټوپکمارو او د پردیو د جاسوسانو څخه دې په څرګنده توګه خپله کرکه ډاګیزه کړي.

۰۱/ د دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز د افغانستان د عدلي او امنیتي ادارو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د ملي ارزښتونو د دښمنانو په نیولو او د ملي شخصیتونو او ازادو رسنیو د خوندیتوب له پاره کوټلي ګامونه پورته کړي او که نه په مکمله توګه به د افغان ولس باور له لاسه ورکړي.


په درنښت
محمد طارق بزګر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more