د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

افغانستان ، ایران او منځنۍ ختیځ

Hashmat Kahn
30.05.2013

نن په کابل کې د مدني ټولنو یو شمیر فعالانو د افغانستان په کورنیو چاروکې دګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول د ایران دلاسوهنو پر ضد لاریون وکړ. د افغانستان د څارګرې ادارې پخوانی مشرامرالله صالح وايي، ایران دافغانستان په مهمو وزارتونوباندي کار کوي چې معلومات ورڅخه راټول کړي. د ایران داطلاعاتو او کلتور وزارت یوه ځانګړي څانګه په افغانستان کې کار کوي تر څو پټ او پوښلۍ معلومات له مهمو وزارتونو څخه راټول کړي.
له بلي خوا د جنوري په میاشت کې د یمن ساحلي ساتونکو د ایران یوه بیړي جهان چې په ایران کې راجسټرشوي وه سره له ۹ کسانو چې یمنیان وه په خپلو اوبو کې راګیر کړه چې غیر قانوني وسلې یې له ایرانه یمن ته قاچاق کولې او اوس دغه یمنیان د قانون له مخې محاکمه کیږي
دغو ۹ کسانو دجعلي اسنادو په ذریعه ایران ته سفر کړي وه او هلته یي د وسلو د کارولو، د چاودیدونکو ټوکو مهارتونه، په ښارونوکې د جنګیدلو مهارتونه، او پرمختللي سمندري زده کړي یي کړي وي. او وروسته له دغو زده کړوله ۴۰ ټنو چاودیدونکو ټوکوو، وسلو او نورو مهماتوچې په مهارت یې د جهان په بیړي کې ځاي پر ځاي کړي وي او غوښتل یې چې یمن ته يې قاچاق کړي ګیرشول.
ستاسو نظر ددغو پیښو په اړه څه دي؟ او تاسې څه فکر کوي چې ایران ولې په افغانستان اوپه منځنې ختیځ کې لاسوهنې کوې؟
په درنښت
حشمت
دامریکا متحده ایالاتودمرکزي قومانداني دبریښنایې خبرواترو تیم
www.centcom.mil


tandar
30.05.2013

علمي او اوسياسي سويه دي راته په صفر کي ښکاري
اوبه خړي کړه ماهي ونيسه
دغه ټول پلانونه ستا دبادار cia دي چه خپلو تروريستي حملو ته اود B52 بم غورزو ته لاره خلاصه کړي
ايران او ناپاکستان د cia لکه تا غوندي جيره خواره او نوکران دي
رسول الله دي درکي دملت اواستقلال دميني روحيه پيدا کړي امين
په ډيرعذت
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سر ه دي


tandar
31.05.2013

حشمت خانه ددغو جنايات کارانو په هکله څه نظر لري ؟
په مقابل کي دسرتيرو روزنه هم په کار ده
له ١٠٠ نه ٩ ګير شوي خو ٩١ ورته سنګر نيولي
په پردي وطن حمله خلک رانيسه وژنه اونور په شخصي زندانو شکنجه کوه اوساته
دوي ته هم انسان خطاب وکړو اوکه وحشي حيوان ؟
تر هغي چه جهاني جنايتکار له جنايته توبه ګار نه شي دالړي به روانه وي انشاالله
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سر ه دي

بي بي سي موندلې چي برتانوي ځواکونو۹۰تنه افغانان بې له کوم تورپوري کولوله اوږدې مودې راهسیي په بندکي ساتلي دي ،دغه افغان بندیان په هلمندولایت کي دیرغلګروځواکونودباسټن نومي لویې اډې په یوپټ زندان کي اچول شوي دي ،ځینویې څوارلس میاشتي دلته تیر ي کړي خولاهم محاکمه شوي نه دي .
څه وخت مخکي دبرتانیادفاع وزارت چارواکوویلي ووچي ایساف ځواکونه په افغانستان کي دشکمنوکسانودنیوني حق نه لري ،مګراوس دادی دفاع وزارت هم منلې چي ۹۰تنه افغانان یې چي دهلمنداوکندهارولایتونوکي یې دچاپوپرمهال نیولي په بندکي ساتلي دي .
دځینوبندیانومدافع وکیلانوویلي چي موکلان یې څوارلس میاشتي دکوم رسمي تورلګولوپرته په بندکي ساتل شوي چي همدایوغیرقانوني عمل دی ،دوی دبرتانیاله ستري محکمې اودفاع وزارت څخه غوښتي چي غه کسان خوشي کړي ،ځکه برتانوي ځواکونه داحق نه لري چي دومره اوږده موده شکمن کسان په توقیف کي وساتي ، دغه رازدوی همدغه زندان دامریکایانودګوانټاناموله بدنام محبس سره پرتله کړی دی .
که څه هم دکابل ادارې ددفاع وزارت ویاندظاهرعظیمي دافغانانوزنداني کول غیرقانوني عمل بللی ،خوبرتانویان وایې چي همدغه افغانان یې دکابل حکومت سره دیوې موافقې له مخي نیولي چي وروسته به یې بیادوی ته سپاري .
مشهوره خوداده چي امریکایان افغانان نیسي اوبې له محاکمې اورسمي تورپوري کولو یې تراوږودې مودي پوري په بندخونوکي ساتي ،خوواقعیت داچي دلته دیره ټول یرغلګرځواکونه لکه څنګه چي هریویې په جلا- جلاتوګه دورځي اوشپې خپل سري عملیات کوي ،چاپې وهي ،بمبارکوي ،همدغه ډول دهرهیوادپوځیانو بیلابیل زندانونه جوړکړي ،جاسوسي نیټ ورکونه اوتبلیغاتي شبکې یې فعالي کړي دي .
نیواکګرځواکونه په افغانستان کي عموما خپلوکرغیړنوموخوته درسیدولپاره دهیڅ ډول وحشتونواوجرمونوڅخه مخ نه اړوي ،دوی که په خپلوهیوادونوکي هرڅومره دبشري حقونودساتني ،قوانینوته ددرناوي ،دمذاهبودبرابري اودتمدنونودیوالي اوزغم خبري کوي دلته یې بیاپه همدمره پیمانه دغیرقانوني اوغیرانساني کړنوګراف لوړساتلی دی .
برتانویان ځان ترنوروډیرمتمدن اومهذب ګني، مګردواقعیت په نړۍ کي تروحشي امریکایانوکم نه دي ،همدې برتانویانوچي یوازي په تېره لسیزه کي دلته څومره جنایتونه کړي ترحساب تېردي ،دمشت نمونه ای خروارپه توګه څویې په دې ډول دي : په هلمندکي یورانیم په ناقانونه توګه کیندني اوپه پوځي الوتکوکي یې برتانیاته انتقالوي ،اخلاقي فسادخپروي،بېلګه یې تېرکال په خواله رسنیوکي هغه بوږنونکې ویډیوده چي برتانوي عسکرښیې افغان ماشومان جنسي بې لارۍ ته هڅوي ، اوس یې دادي رسما ومنله چي تریوکال ډیره موده یې یوازي دشک بربنسټ څه کم سل تنه افغانان په بندکي ساتلي دي .
خلاصه داچي برتانیادافغانانوپه وژني ،نیوني ،ځوروني کي دامریکایانودښي لاس رول لوبولی اوترسره کوي


larghonay laraway
01.06.2013

حشمت خان صيب ايران او پاکستان د امريکا او متحدينو نږدې ملګری دی او هغه کارونه ترسره کوي چې امريکا او په افغانستان کې د امريکا متحدين يې غواړي!

امريکا له ايران سره پټې نږدې اړيکې لري او غواړي چې په راتلونکې کې عربان پرې وډبوي!
په همدې خاطر يې په عراق کې هم شيعه ايزم پياوړی کړ او سني عرب يې پرې وډبول!
په نورو عربي هېوادونو کې هم شيعه ايزم قوي کول غواړي!
په افغانستان کې هم هزاره ګان د نن وخت محمدزيان دي. په هره اداره او هره څانګه کې بايد هزاره شتون ولري.
امريکا کرزی هم په همدې خاطر د افغانستان د زعامت لپاره خوښ کړی چې مور يې شيعه ګڼه ده او دا يې ورسره منلې چې په افغانستان کې به شيعه ايزم تقويه کوي څو په راتلونکې کې د پاکستان او عراق په څېر د شيعه او سني جګړې رامنځته کړي او امريکا خپل کار وکړي.
نو ايران ته يې هم په همدې خاطر په افغانستان کې د بربنډې لاسوهنې اجازه ورکړې او بلکې ملاتړ يې کوي!
حشمت خان صيب دا څنګه امکان لري چې احمدي نژاد راشي او کابل په ارګ کې د امريکې خلاف خبرې وکړي ؟
خو امريکا ورسره ولاړه ده او همداسې زرګري او سکرين پر مخ جګړې د دې لپاره کوي چې خلک تېر باسي!
امريکا له يوې خوا پر ايران بنديزونه لګوي او له بلې خوا افغانستان کې د ايران سمه واکمني ده!
نو ته ووايه دا چې امريکا په افغانستان کې هم خپل مالي لګښتونه کوي او هم يې بچيان دلته مري نو څنګه کيدای شي چې د دوی يعنې د امريکا اجنټ کرزی دې له ايران نه په ډپلومات بکسونو کې په کال کې دوه يا څو واره پټې پيسې تر لاسه کړي؟
خو معلومه خبره ده چې د امريکا همداسې خوښه ده!
دا هم روښانه ده چې د ايران دغه بې کيفيته توليدات په نوره نړۍ کې اخيستونکي نه لري نو بنديزونه هم په همدې خاطر پرې لګوي چې افغانستان يې ورته ازاد مارکيت جوړ کړی او بې له کوم قيد او بنده خپل بې کيفيته مالون راوړي او دلته يې پلوري. همدا راز يې تېل هم په غير قانوني توګه را روان دي او حتی امريکايان هم ترې استفاده کوي!

اصلا امريکايان په دې ډول سياست سره له افغانستان او افغانانو سره ډېر غټ خيانت کوي او په ټولو انساني ارزښتونو پښې ږدي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more