د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

په لوی لاس د مرستو نه د کونډو او یتیمانو محرومول، د اسلام له نظره

اتل
30.05.2013

ډیرو قدرمنو لوستونکو، اسلام علیکم
د اسلام له نظره د یتیمانو د حقوقو، او دهغوی د مال خوړل عظیمه ګناه ده. د یتیمانو لاس نیوئ او دهغوی د مال ساتنه د هغوی د اقربا او هر مسلمان وجیبه ده.
یتیم په اسلام کې ډیر لوړ مقام لري او په قرآنکریم کې د یتیم د لاس نیوي په برخه کې زیات تاکید شویدئ.
[دهغه لستوڼي لاس ید بیضا دي = چې وچې کاندې اوښکې د یتیم].

یتیم په اسلام کې خورا ډیر حقوق لري، او دیتیم سره ظلم سخته ګناه ده.
ستاسې نظر پدې برخه کې څه دئ، هغه خلک چې د یتیمانو، یسیرانو او کونډو رنډو سره مرسته نه کوي، او یایې نشي کولای، مګر د هغوی د خولې لمړۍ اخلي او هغه مرستې ورباندې پرچاوې کوي، چې نور یې ورسره کوي، د اسلام له نظره څنګه دي؟
ًقدرمنو لوستونکو.
پرون طالبانو د جلال آباد په ښارکې د سره صلیب چې د بې وزله افغانانو، یتیمانو او کونډو رنډو سره مرستې کوي، ځان مرګي حمله وکړه، او د جمعې په ورځ یې په کابل کې د ملګرو ملتونو په یوه دفتر آی او ايم چې هغه هم د افغانانو د خیر ښیګڼې دپاره کار کوي برید وکړ.
داسې ښکاري چې طالبان غواړي دغه خیریه مؤسسې د افغانستان نه کډه کولو ته کجبورې کړي، اوهغه مرستې چې دغه مؤسسې یې د محتاجو کونډو او یتیمانو سر ه کوي، پرچاوې کړي،او قصداً نا علاجه ولس نور هم د غربت کندې ته ور پورې وهي، آیا دا په اسلام کې څومره ګناه ده؟


pattang
30.05.2013

دا خو د خروار دروغ دي !
طالبانو دخپل قدرت په وخت کې له
له ټولنيزو مرستيندويو مو سسو سره کډ کار کاوو خو د cia
جاسوسان يې په خيريه موسسو کې ټکول.

چې يو ه يې له دي څخه شيلترناو د جرمني پوه مو سسه وه چې
بيبل يې پټ وېشه او خلک يې عيسويان
کول چې بيا دنر زامنو دوی بنديان کړل ! نو که مرداري نه وي
طالبان په چا غرض نلري ! داخبرې د فاسد کرزي او دهغه
د فاسدو ملګريو خبرې دي !!!


اتل
31.05.2013

محترم پتنګ صاحب، اسلام علیکم
تاسې بې دانې واښه د باد خولې ورکوئ.
د طالبانو د ویاند هغه اعلامیه ولونئ چې د آی او ايم په دفتر باندې یې د حملې په وخت کې ورکړه، او ویې ویل چې دوی په خارجي پوځي روزونکو حمله کړیده.
دا ښکرور دروغو وختل.

پدې لاندې مضمون کې د طالبانو هغه ګفتار ولونئ چې د سره صلیب په بې طرفۍ اعتراف کوی او وایې چې سور صلیب بشر دوستانه کارونه کوي.

او تاسې بیا د طالبانو په نمایندګۍ اوتې بوتې ولئ.
لږ خو خدای پر سر حاضر کړه او د ولس غمیزه چې طابلانو ورباندې تپلې ده ارزیابي کړه.
طالبانو حاجتمند افغانان د سره صلیب، لکه خپله چې طالبانو ویلي د بشر دوستانه مرستو نه محروم کړل.
دوی به د محشر په ورخ الله جل جلاله او په دنیا افغان ولس ته څه ځواب وايي؟ په آخرت کې هم تاسې د طالبانو ددفاع د وکیل په حیٍث الله جل جلاله ته ځواب ورکړئ.
د طالبانو خود سری وکیل، پتنګ صاحبه، په الله دې سپارم.


pattang
31.05.2013

انډيواله منطق او سو چ د خدای نعمت دی خو هرڅوک يې نلري!
بيا هم طالبان په سره صليب حمله نکوي !
يا به cia يا به isi وي او يا په غلطي حمله شوې وي !
تانه يوه پوشتنه کوم ته د صليبيانو ظلم ولې نه غندې !!
هغه غريب خلک چې امريکايانو دميدان وردګو له ولايت څخه بوولي
وو نن يې ددو نفرو مړو جسدونه پيدا شول او پنځه يې نور لا ورک
دي ! امريکايان وايې چې دوی افغانانو ته تسليم کړي خو هزاره او
تاجکه اردو ستګر ګې پرې پټوي ! ته ولې لکه امريکايې حشمت خان
د يرغل ګرو دفاع کوې او په هره خبره کې طالب ملا متوې !

ته دې بايد د ځان هويت مالوم کړې !!


اتل
05.06.2013

پتنګ صاحب اسلام علیکم
د خدای د پاره، یو پټئ ریشقه یې وخوړه، ته یې لا مږه بولې؟
ته بیا اټکلونه کوي، او غواړې چې طالبانو ته برائت ورکړې، او پدې ترتیب د ولس سترګو ته خاورې وشیندې. وروره زه نه د طالبانو دښمن یم او نه هم دبل چا ملاتړئ. زه پدې ځورېږم چې زموږ طالبان زموږ د وطن خلک دي، باید تر خارجیانو نه دوی د ملک د علیا ګټو ساتنه وکړي، او د افغان وینه عبث تویې نګړي. زه غواړم چې دوی خپلو کناهونو او غلطیو ته متوجه شي او ځان اصلاح کړي. دوی د خپلو اعمالو پواسطه سیاسي انتحار کوي.
دغه لاندې مضمون د سره صلیب په ارتباط د طالبانو کړه وړه ډر ښته بیانوي:
=======
محور ورځپاڼه: افغان طالبان؛ د سره صليب، بلوڅانو او آی. اس. آی په شخړه کې
| سې شنبه, 04.06.2013, 11:26 AM | (1045 لیدل شوی)

د سره صليب او افغاني طالبانو ترمنځ مستحکم روابط د پاکستاني استخباراتو په غوښتنه خراب کړای شوي دي. راپورونه وايي، که سور صليب د طالبانو غوښتنو ته غاړه کېنږدي ښايي د جلال اباد بريد د پيل هغه وي.
تر بريد وړاندې طالبانو له سره صلیب غوښتي و، چې له خپلو بنديانو سره د دوی ملاقاتونه تنظيم کړي، خو سره صلیب دا چاره ناممکن ګڼلې وه. وروسته طالبانو د سره صلیب کارکوونکي ګواښلي و، چې دوی یې نور د سر ساتنې تضمين نکوي.
د پاکستان استخباراتو پېنځه میاشتې وړاندې په کوټه کې د یو بهرني ډاکتر په وژنې سره په هغه هېواد کې سور صليب وګواښه چې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو له مرستې لاس واخلي.
په پېښور کې د سره صليب روغتون کې د طالبانو امنيت او په راستۍ د درملنې وضعيت په جلال اباد کې د سره صليب په دفتر د طالبانو د ډله ييز بې رحمانه بريد له پېښې سره تر نمک حرامۍ بله پرتله نشي لرلای.
د افغانستان د جنګ تقريباً اتيا سلنه طالب ټپيان به په پېښور کې د سره صليب په امبولانسونو کې او یا په سيمرغ موټرونو کې دغه روغتون ته لېږدول کېدل، بهرنيو ډاکترانو به يې په راستۍ درمنله کوله، کوټې یې ورکړې وې، له خپلو خپلوانو سره يې ليدل او حتی تر بل هر ځای طالبان هلته مصئون وو.
په دې سربېره سره صليب هره میاشت افغان طالبانو ته سل لکه کلدارې ورکولې، چې په آزاد مارکېټ کې پرې خپل ټپيان تداوي کړي او ددې تداوی لوی مرکز په پېښور ډبګري ګارډن کې خټک مېډيکل سنټر و، چې پاکستاني استخباراتو یې څارنه کوله. دغه روغتون د روغو طالبانو لپاره ليليه هم درلوده.
په جلال اباد کې په سره صليب د طالبانو له خوا بريد دغې ادارې ته ټکان ورکړی دی. خو سرچينې وايي، چې پاکستاني استخباراتو افغان طالبان د سره صليب پر وړاندې وکارول.
پېنځه میاشتې وړاندې په کوټه کې یو بهرنی ډاکتر د پاکستاني پوځيانو له خوا په مرموز ډول وتښتول شو، ډاکتر د تحقيقاتو پرمهال په شکنجه کې مړ شو او پاکستاني پوځيانو وويل، چې ګویا دغه ډاکتر له بلوڅانو سره مرسته کوله. د دغې پېښې په غبرګون کې سره صليب په کوټه کې خپل دفترونه وتړل؛ اما په افغانستان کې يې د جګړې له ټپي طالبانو سره خپله مرسته پراخه کړه.
د کوټې تر پېښې لس ورځې وروسته افغان طالبانو په سره صليب فشار راوړ، چې له مطلوبو بنديانو سره يې په باګرام او ځينو نورو ځایونو کې ملاقاتونه تنظيم کړي، خو سره صليب داچاره د ځان لپاره ناممکن وبلله.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more