سياست او روانې چارې
د می د مياشتې ۲۹ تاريخ د پښتو ورڅ وټاکل شوه
pattang
29.05.2013
هغوی ته چې په پښتو مين او دفاسد رژيم دوښمنان دي :
وروڼو د پښتو تلويزيون چې د عبدالرحمان لېوال له خوا او دهغه په
مالې او بشري مرسته منڅ ته راغلی دی د می دمياشتې ۲۹ تاريخ
د پښتو ورڅ ولمانڅله او ددې ورڅې ټاکنه يې د لر او بر پښتون
دمخورو او سياسینو او هم دارنګه په خارج کې د ميشته افغانانو په
ګډ ومشورو اواتفاق سره نوماند ه کړه .
دا اولين څل دی چې پښتانه په يوو واحد سره راټوليږي او دکرزي
فاسد رژيم ته کلک اخطار ورکوي او خپله قوه ورته ښکاره وي !
د ۲۸ تاريخ په ماښام پښتني اديبانو او شاعرانو لکه جهاني صیب
او نورو خبرې وکړې او دپشتو مختګ يې په غيرې دولتې ساحه کې
ډېر ونازاوو ، دقدر وړاو يو تاريخي فرهنګي انقلاب يې وباله !
په ۲۹ ورڅ رابلل شويو پښتنو لکه محمد حسن اولسمل ، اصف وردګ
او يو دشورا وکيل چې قهرمان نومېده او نور و تر ۱۲ / ۱۵
کسانو پورې د پښتون کام په غميزه ، سياسي لومه، انزوا ، رټنه
او له قدرته شړنه کلکې زما دزړه خبري وکړې ۰
په خبرو کې ټولو دکرزي فاسد رژيم وغانده او هغه يې د پښتنو
دبدبختي او رتنې علت وباله !
دوی ټولو خصوصا اولسمل او اصف وردګ په پښتنو غږ وکه چې
سره يو موټی شي د کرزي فاسد رژيم په خپله فداکاري سره له
منڅه يوسي او له اقليت کامونو خپل حقوق واخلي !
که داخبرې احساساتي او غلول نوي نو داسې مالوميږي چې پښتانه
دسبات ټکي او نه ماتېدونکي قدرت ته نږدېوالی کوي او نور نه
غواړي چې د cia او isi له ګډې لوبې او پلان لاندې ژوند وکړي !
په مجلس کې دپښتني لرو او برو طالبانو څخه غيرې مستقيمه دفاع
وشوه او هغوی داسې وبلل لکه تر مېچنې لاندې …..